د مسلمانانو په مقابله کې د کفارو مرسته او همکاري او یا په اصطلاح د مظاهرة علی المسلمین په باره كې د اهل السنة والجماعة د سلفو او د معتبرو امامانو ویناوې او دريځونه:
امام اهل السنة، أبو منصور الماتریدي رحمه الله:
امام اهل السنة أبو منصور الماتریدي رحمه الله د خپل تفسیر، تأویلات أهل السنة د نهم جلد په ۶۰۸ صفحه کې د دې آیت لاندې ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِيَآءَ﴾ فرمایي:
وفي هذه الآية دلالة أن ذلك الذنب الذي ارتكبه ذلك الرجل لم يخرجه من الولاية.
ژباړه: دغه ګناه (مرسته یا جاسوسي کافرانو ته) چې دغه سړي وکړه، دغه يې د مؤمنانو د ولایت څخه و نه اېسته.
لأنه قال: ﴿لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِيَآءَ﴾ ولو كان ذلك الذنب يكفره ويخرجه عن الإيمان لم يكن ذلك الكافر عدوًّا له، بل يكون وليًّا له بقوله: ﴿وَاِنَّ الظّٰلِمِيْنَ بَعْضُهُمْ اَوْلِيَآءُ بَعْضٍ﴾، ولأجل أنه قال: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا﴾: سماه: مؤمنًا.
ژباړه: ځکه الله تعالی وفرمايل، چې زما دښمن او خپل دښمن په دوستانو مه نیسئ، اوس که دغه ګناه دغه کس کافر کولای، یا يې د ایمان څخه ایستلای، نو دغه کافر به يې دښمن نه و؛ بلکې دغه کافر به يې دوست و، ځکه چې الله جل جلاله فرمايي: ﴿وَاِنَّ الظّٰلِمِيْنَ بَعْضُهُمْ اَوْلِيَآءُ بَعْضٍ﴾ له همدې امله الله جل جلاله مؤمن ور ته ویلي، او د مومن خطاب يې ورته کړی دی.
والدليل على أن ذلك الذنب كان كبيرة: أنه أخبرهم بأن رسول اللَّه – صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ – جهزهم للقتال، وفيما أخبر: أمر بأن يستعدوا لقتال النبي – صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ – وحربه. ولا يشكل أن من أمر بقتال رسول الله – صَلَّى اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ – كان مرتكب كبيرة، وإذا كان كذلك، وقد أحله اللَّه – تعالى – في جملة المؤمنين بقوله: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ﴾ وبما وصفناه من الدليل – ثبت أن الكبيرة لا تكفره، ولا تغير اسم الإيمان عنه.
ژباړه: اوس په دې خبره دلیل چې حاطب رضي الله عنه چې د کومې ګناه ارتګاب کړی و هغه کبیره ګناه وه، دا دی چې حاطب رضي الله عنه په خپله په دغه خبره کې (چې مشرکینو ته یې خبر ورکړ چې نبي علیه السلام د جنګ تیاری کوي، حمله درباندې کوي) مشرکينو ته امر کوي، چې د نبي علیه السلام خلاف د جنګ تیاري وکړئ.
دا خبره ښه واضحه ده کوم مشکل نشته پکښې؛ که یو څوک د الله د رسول خلاف د جنګ او قتال امر ورکړي، هغه د کبیره ګناه ارتکاب وکړ؛ د کفر ارتکاب نه ور ته کېږي، نو ځکه الله جل جلاله د مؤمنانو په ډله کې حساب کړ، په خپل دې قول سره چې: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ﴾ او کوم دلیل چې مونږ بیان کړ، د دې څخه ثابته شوه چې کبیره ګناه خپل مرتکب نه کافروي، او نه ور څخه د اسلام نوم لېرې کوي.
(تفسیر الماتریدي، نهم جلد، صفحه: ۶۰۸)
امام محمد رحمه الله:
له همدې وجې په شرح د سیر کبیر کې امام محمد (رحمه الله) د دویم جلد، په ۱۴۴ صفحه کې فرمايي:
وَلَوْ قَتَلَ مُسْلِمًا كَانَ فِي صَفِّ الْمُشْرِكِينَ يُقَاتِلُ الْمُسْلِمِينَ مَعَهُمْ لَمْ يَكُنْ لَهُ سَلَبُهُ؛ لِأَنَّ هَذَا وَإِنْ كَانَ مُبَاحَ الْقَتْلِ، وَلَكِنَّ سَلَبَهُ لَيْسَ بِغَنِيمَةٍ؛ لِأَنَّهُ مَالُ الْمُسْلِمِ، وَمَالُ الْمُسْلِمِ لَا يَكُونُ غَنِيمَةً لِلْمُسْلِمِينَ بِحَالٍ، كَأَمْوَالِ أَهْلِ الْبَغْيِ.
فَإِنْ كَانَ السَّلَبُ الَّذِي عَلَيْهِ لِلْمُشْرِكِينَ أَعَارُوهُ إيَّاهُ فَذَلِكَ لِلَّذِي قَتَلَهُ؛ لِأَنَّ مَا عَلَيْهِ مِنَ السَّلَبِ غَنِيمَةٌ. وَهُوَ مُبَاحُ الْقَتْلِ فِي هَذِهِ الْحَالَةِ، فَيَدْخُلُ فِي تَحْرِيضِ الْإِمَامِ عَلَيْهِ.
ژباړه: که چیرې یو مجاهد مسلمان د کافرانو په صف کې یو داسې مسلمان قتل کړي چې هغه د کافرانو په ملګرتیا کې د مسلمانانو خلاف جنګېده، نو د ده سلب (یعنې د ده سامان او اسلحه) د دغه قتلونکي مجاهد لپاره نه جائز کېږي، ځکه چې دغه د کافرانو تعاون کونکی مسلمان مباح الدم دی یعنې قتل يې جائز دی، ځکه د هغوی په صف کې دی.
ليکن دده سامان نشي غنیمت کېدلای، ځکه دغه د کفارو مرسته کوونکی مسلمان دی، کافر نه دی؛ نو دا د مسلمان مال دی او د مسلمان مال په هیڅ حال کې نشي غنیمت کېدلای، دا داسې دی لکه د باغیانو مال، البته که دغه سلب د کافرانو وي او دغه مسلمان ته يې عاریةً ورکړی وي، نو دا سلب بیا د هغه چا لپاره دی چا چې دغه قتل کړی وي، ځکه دغه کوم سلب چې په ده باندې دی پدې صورت کې دا غنیمت دی او دغه مباح الدم مسلمان په دې حالت کې چې د کفارو په ملګرتیا کې د مسلمانانو خلاف جنګېږي او اسلحه يې د کافرانو څخه عاریتًا اخيستي ده د امام په تحریض کې داخليږي.
علامه شامي (رحمه الله):
هم دغه شان علامه شامي (رحمه الله) د رد المحتار څلورم جلد په ۱۵۴ صفحه کې فرمایي:
نَعَمْ لَوْ قَتَلَ مُسْلِمًا كَانَ يُقَاتِلُ فِي صَفِّهِمْ لَمْ يَكُنْ لَهُ سَلَبُهُ؛ لِأَنَّهُ وَإِنْ كَانَ مُبَاحَ الدَّمِ لَكِنَّ سَلَبَهُ لَيْسَ بِغَنِيمَةٍ كَأَهْلِ الْبَغْيِ إلَّا إذَا كَانَ سَلَبُهُ لِلْمُشْرِكِينَ أَعَارُوهُ إيَّاهُ.
ژباړه: که چیرې دغه مجاهد یو داسې مسلمان قتل کړ چې هغه د مسلمانانو خلاف د کافرانو په ملګرتیا کې د هغوی په صف کې جنګېده، نو د دغه سلب د دغه مجاهد لپاره نه دی جائز اګرچې دغه مسلمان (د کافرانو په صف کې د مسلمانانو خلاف د جنګېدو په وجه) مباح الدم دی، لیکن د سلب حکم يې د باغیانو په څېر دی، غنیمت نشي کېدای؛ ځکه غنیمت د کافر څخه اخيستل شوي مال ته وايي، او دا له کفارو سره مرسته کونکی مسلمان دی، کافر نه دی؛ البته که دغه سلب د کافرانو وي او دغه مقتول مسلمان ته يې عاریةً ورکړی وي، نو بیا دغه سلب غنیمت دی.
دغه شان په شرح السیر الکبیر اولني جلد ۳۰۵ صفحه کې راغلي:
که یو حربي امان واخلي او دار الاسلام ته داخل شي او بیا په دار الاسلام کې کوم مسلمان عمدًا، یا خطاءً قتل کړي، یا غلا وکړي، یا کومې مسلمانې یا ذمية سره جبرًا زنا وکړي، یا قطع الطریق وکړي، یا کافرانو ته جاسوسي وکړي، نو پدې سره د ده عهد نه ماتېږي او دلیل يې ورباندې دا پېش کړی چې که دا کارونه مسلمان وکړي نو دا یو هم د هغه د ایمان ناقض نه دی، لکه فرمايي:
وَإِذَا دَخَلَ حَرْبِيٌّ دَارنَا بِأَمَانٍ، فَقَتَلَ مُسْلِمًا عَمْدًا أَوْ خَطَأً، أَوْ قَطَعَ الطَّرِيقَ، أَوْ تَجَسَّسَ أَخْبَارَ الْمُسْلِمِينَ فَبَعَثَ بِهَا إلَى الْمُشْرِكِينَ، أَوْ زَنَى بِمُسْلِمَةٍ أَوْ ذِمِّيَّةٍ كُرْهًا، أَوْ سَرَقَ، فَلَيْسَ يَكُونُ شَيْءٌ مِنْهَا نَقْضًا مِنْهُ لِلْعَهْدِ. إلَّا عَلَى قَوْلِ مَالِكٍ، فَإِنَّهُ يَقُولُ: يَصِيرُ نَاقِضًا لِلْعَهْدِ بِمَا صَنَعَ؛ لِأَنَّهُ حِينَ دَخَلَ إلَيْنَا بِأَمَانٍ فَقَدْ الْتَزَمَ بِأَنْ لَا يَفْعَلَ شَيْئًا مِنْ ذَلِكَ، فَإِذَا فَعَلَهُ كَانَ نَاقِضًا لِلْعَهْدِ بِمُبَاشَرَتِهِ، مِمَّا يُخَالِفُ مُوجِبَ عَقْدِهِ، وَلَوْ لَمْ يَجْعَلْهُ نَاقِضَ الْعَهْدِ بِهَذَا رَجَعَ إلَى الِاسْتِخْفَافِ بِالْمُسْلِمِينَ. وَلَكِنَّا نَقُولُ: لَوْ فَعَلَ الْمُسْلِمُ شَيْئًا مِنْ هَذَا لَيْسَ بِنَاقِضٍ لِإِيمَانِهِ، فَإِذَا فَعَلَهُ الْمُسْتَأْمَنُ لَا يَكُونُ نَاقِضًا لِأَمَانِهِ.
وَالْأَصْلُ فِيهِ حَدِيثُ حَاطِبِ بْنِ أَبِي بَلْتَعَةَ، فَإِنَّهُ كَتَبَ إلَى أَهْلِ مَكَّةَ أَنَّ مُحَمَّدًا يَغْزُوكُمْ فَخُذُوا حِذْرَكُمْ. وَلِذَلِكَ قِصَّةٌ. وَفِيهِ نَزَلَ قَوْله تَعَالَى: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِيَآءَ﴾ [الممتحنة: 1]
فَقَدْ سَمَّاهُ اللَّهُ تَعَالَى مُؤْمِنًا مَعَ مَا فَعَلَهُ. وَكَذَلِكَ أَبُو لُبَابَةَ بْنُ عَبْدِ الْمُنْذِرِ حِين اسْتَشَارَهُ بَنُو قُرَيْظَةَ أَنَّهُمْ إنْ نَزَلُوا عَلَى حُكْمِ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ مَاذَا يَصْنَعُ بِهِمْ؟ فَأَمَرَّ يَدَهُ عَلَى حَلْقِهِ، يُخْبِرُهُمْ أَنَّهُ يَضْرِبُ أَعْنَاقَهُمْ. وَفِيهِ نَزَلَ قَوْله تَعَالَى: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَخُوْنُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ﴾ [الأنفال: 27] الْآيَةُ.
فَعَرَفْنَا أَنَّ هَذَا لَا يَكُونُ نَقْضًا لِلْإِيمَانِ مِنْ الْمُسْلِمِ، فَكَذَلِكَ لَا يَكُونُ نَقْضًا لِلْأَمَانِ مِنْ الْمُسْتَأْمَنِ، وَلَكِنَّهُ إنْ قَتَلَ إنْسَانًا عَمْدًا يُقْتَلُ بِهِ قِصَاصًا؛ لِأَنَّهُ الْتَزَمَ حُقُوقَ الْعِبَادِ فِيمَا يَرْجِعُ إلَى الْمُعَامَلَاتِ.
نو دلته هم ښکاره ده چې که یو څوک مسلمان د کافرانو لپاره جاسوسي کوي چه دا د مناصرت او مظاهرت یو مهم صورت دی نو دا مناصرت او مظاهرت ناقض د ایمان نه دی.