کورنۍ یې د صیهوني استبدادي اشغال څخه هجرت وکړ. د غزې په خان یونس سیمه کې په دې نیت میشت شول چې خامخا به یو ځل خپل کلي او دیار ته ستنیږي، د هجرت په سختیو کې یو نه ماتیدونکی له غوښو او هډوکو جوړ خو پولاد ویلي کونکي انسان دې فنا کیدونکې نړۍ ته سترګې وغړولې، مهاجرې مور د مقدساتو او د وطن د ازادۍ په کلکه سزني تاړه او په خپلو حلالو شودو یې د ده تغذیه کوله، د اسلامیت او عربیت په حمیت یې روزنه ورکوله، له وړوکوالي شوخ حساس او بیدار و، چې د تعیلم وخت ته ورسېد، همدلته په اسلامي ماحول کې یې د مکتب دروازه خلاصه کړه او همدلته د عربي ادب له پوهنځۍ څخه فارغ شو، د عربي ادب له زده کړې سره سره یې د ایمان او غیرت سمبول مرحوم شیخ العزة و الجهاد شیخ الأحرار و الأبطال شیخ یسین څخه د اسلامي روح او استقلال درس زده کړ او په همدې سپیڅلې لار د الهي رضا په تعقیب د خپل شیخ پُر عزمه مرید شو.
له فراغت سره سم یې ټول هم او غم د اولې قبلې او درېیم حرم د ازادي او تیر برم اعادې ته وګرځاوه، له دې لوړ هدف څخه سختي، درد او لالچ را ونشو ګرځولی، د جهاد منډې ترړې، د حبس تور تمونه، د زولنو ثقل د ده فولادي هوډ ته په دواړو لاسونو سلامي او تسلیم شول.
څو څو ځل یې د بندیخانې مشقتونه برداشت کړل، تقریبا دوه لسیزې یې د تورو تمبو شاته تیرې کړلې خو عزم یې لا مضبوطیده او له منحوس دښمن څخه یې د انتقام او کینې جذبه لا په جوش راتله.
د معرکو دغه غښتلی شاه سوار په خپل میدان کې تر هرچا درّاک، حساس او تجربو خاوند و، د نه لړزیدونکي هوډ او ایماني جذبه لرونکي زرګونه سرښیندونکي اسلامي سپاهیان یې تیار کړل، له هر قسم عالمي صیهوني او نصراني استبدادي انحصار سره یې د پام او حساب وړ حربي تجهیزات برابر کړل بلکې د کمو وسائلو په واسطه یې ابتکاري مصانع جوړې کړې.
د بحر په غاړه محصوره تړانګه یې د صیهونیت لپاره د ستوني اغزی وګرځوله، دغه وړه تړانګه چې ډیر کم مساحت لري چې له غرونو خالې یوه خاورینه ټوټه ده، د سوپونو او تونلونو په جال بدله کړه چې نه فتح کیدونکی سنګر یې ترې جوړ کړ.
د رزمونو د غه شاه سوار په دې میدان کې شپیته کلن شو خو جسد یې د خپل آهنې هوډ په څیر ورسره وفا کوله، لکه تاند، غښتلی او پر جوش ځوان یې د دښمن صفونه څیرول.
د اوږدې مودې چوپتیا دښمن ډاډه کړی و، ګمان یې کاوه چې د تړانګې دغه زمری په خریدلي خوب ویده دی خو حقیقت بل څه وه: زمری ویده نه و بلکې په تیاري مصروف و، د دښمن مقابلې ته د عَدد او عُدد په تیاري بوخت و او د دښمن په کور کې یې خپل معلوماتي ریښې قوي کولې.
هغه دښمن چې په استخباراتي ډګر کې یې خپل سیال نه لیده خو ده داسې غافل وساته چې د ښمن یې په خپل غفلت او ضعف اعتراف ته مجبور کړ.
دغه تیاری د دښمن د انحصار ماتولو او د اوږدو خطرناکو مقاصدو شنډولو په هدف د اکتوبر په 7 ناببره را څرګند شو، د حصار دیوالونه یې مات کړل، دښمنان یې د دوی په قشلو کې مړه، رسوا، تار او مار کړل او یو لوی شمیر یې اسیران کړل تر څو مظلوم او محبوس وروڼه پرې را خلاص کړي.
خو عالمي استکبار دغه شرمیدونکې ماتې وارخطا کړ، غربي نړۍ ته یې د بقا چیغې او سورې وکړې د خپل شرم پټولو په هڅه کې یې کسات له بې دفاع مسلمانانو څخه واخیست، د غربي اتحاد تجهیزاتو په مټ یې نسل کشي او له یوې مخې تخریب شروع کړ، د ځمکې دغه وړه ښایسته تړانګه یې له خاورو سره خاورې کړه، په لسهاو زره بې دفاع وګړي یې شهیدان او معیوب کړل، دوی فکر کاوه چې په دې استبدادي، بې مثل ظلم ارتکاب سره به په کمه موده کې د جهاد او مقاومت بیخکني وکړي او تړانګه به د اشغال برخه وګرځي خو دا دی جنګ او مقاومت له کال څخه تیر شو او لا هماغسې په ولوله کې دی او د جوش چپې وهي.
دښمن ته تر ټولو اهم هدف دغه د ډګرونو خطرناک لوبغاړی له منځه وړل و، دوی ټولې په ټکنالوژي مجهزې استخبارتي کړۍ د دې هدف لاس ته راوړو ته ګمارلې وې، دوی ګمان کاوه چې دغه مطلوب یا لرې تښتیدلی یا په پیچلي تونلونو کې پټ دی، د ځان دفاع لپاره یې زیات شمېر سرښیندونکي ګمارلي او زمونږ اسیران یې د ځان لپاره سپر ګرځولي خو حقیقت کې هر څه د دوی د ګمان خلاف را څرګند شول، د دوی مجهز حربي او استخباراتي قوتونه یې یو ځل بیا رسوا کړل، د سپیڅلې مبارزې ډګر د غه غښتلي مبارز ښکاره مول وهلی د مبارزې په میدان کې تاوېده، خپله سینه یې د صیهونیانو په مردارولو یخوله او د شهادت په جام پسې تګی ګرځیده، غالباً د یو شپیته کلنۍ په عمر کې اسلحه په لاس له دښمن سره په اول خط کې په مخامخ جګړه بوخت و چې الله عزوجل خپلې لقا ته په بلنې سره شهادت ور نصیب کړ. نحسبه کذالک و هو حسیبه.
د جنګ میدان ګرم و، د دښمن سره لاس په لاس د مر میو تبادله وه چې د تقدیر وخت را ورسېد، د اسلام زمری مخامخ زخمي شو په همدغه حالت کې یې د مټ ټپ په خپله وتاړه او په چوکۍ کې یې د ارام تکیه وکړه چې اشغالګرو د ده په تعقیب د ډرون کمره پسې ور ولیږله چې کله ورنیژدې شوه، ده هم د خپلې وروستۍ هڅې په توګه پرې د لرګي ګزار وکړ، له دې سره د دښمن د توپ خانې هدف وګرځیده او شهید شو.
د اسلام دغه نه ماتیدونکی د پولادې هوډ عسکر د ابد په لوري سر لوړی له فاني نړۍ څخه وکوچید، تر شا یې د عقیدې په زیور داسې سپیڅلی جماعت پریښود چې تر قیامته به لوړ او دنګ د اسلامي اساساتو په دفاع کې ولاړ وي. ان شاء الله!
له شهادت څخه دوه ورځې وروسته یې دښمن په شهادت خبر شول او جشن یې ولمانځه، د ده په ښکاره مبازره او پولادي عزم یې اعتراف وکړ ( و الفضل ما شهدت به الأعدا ).
د اسلام دغه سرښیندونکي خپل اسلامي معاصر تاریخ رنګین کړ او په زرینو کرښو یې د اسلام میړنیو په لړ کې خپل نوم ولیکه.
د اسلام معاصر عملي تاریخ لیکونکي دغه شاه سوار شهید ابو ابراهیم یحی سنوار دی. رحمه الله رحمة واسعة و جزاه الله عن امة الاسلام جزاء حسنا!