دا چې د اسلام په سیاسي نظام کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر یو مهم رکن او اساس دی؛ نو ضرور ده چې اسلامي نظامونه دا رکن او عمل په همدومره ښه توګه سرته ورسوي.
څو ورځې وړاندې همدې وزارت د کارونو د سمون او سم پر مخ بیولو لپاره قانون جوړ کړ، چې د شیخ صاحب حفظه الله لخوا توشیح او له نشر وروسته د نافذیدو وړ وبلل شو، د دې قانون له توشېح سره، ټول ولس خوښ دی؛ ځکه چې له دې وروسته به په دې برخه کې هیڅ خپلسري نه کیږي، د هیڅ چا حق به نه ضایع کیږي او شرعاً هم هر څوک چې ددې دندې وړ دي؛ مسولیت ورسپارل کیږي.
خو د تیرې ادارې، شر او فساد او ملګرو یې توند غبرګون ښودلی؛ چې ولې دا قانون جوړ شوی دی، ځکه دوی دلته نه پریږدي؛ چې دا مذهبي ټولنه یو ځل بیا خپل اصل متمدن حالت ته ور وګرځي او اسلام حاکم شي.
له اسلام دوی ځکه وېره لري، چې په اسلام کې د دوی لپاره د واک او خپل مزاج پاللو ځای نشته، له اسلام په لرې والي کې دوی ځکه خپل خیر لټوي؛ چې خودسرۍ، مادیت پرستۍ او بې دینۍ کې دوی ډېر پرمختګ کړی، تر ټول ښه خاین، غلام او جاسوس په دوی کې واکمن کیږي.
نو دلته یوازې ددې نه؛ بلکې د هر هغه عمل په مقابل کې به دوی عکس العمل ښيي؛ چې دلته د اسلام د ریښو د تقویې باعث ګرځي، دوی غواړي دیني علما له رهبري لري کړي، تر څو ټولنه له دین لري شي، ځکه که له واک علماء لري شي؛ نو په لنډ وخت کې به ټولنه کې هم ارزښتونه تغیر وکړي.
زمونږ مذهبي ټولنه ده، هر یو فرد غواړي چې په ټولنه کې په بشپړه توګه شریعت تطبیق شي، که هر څوک یې په وړاندې خنډ ګرځي؛ نو د واکمنو مرجعو له عکس العمل سره به مخ کیږي.