د جمهوریت له جوړېدو او د امریکا له راتګ وړاندې، د افغانستان په استعمار ډېر کار شوی و، ان د شورویانو د یرغل په وخت کې هڅه کیدله؛ چې د امریکا د راتلو لپاره زمینه مساعده شي.
امریکا ددې کار لپاره په اقتصادي، نظامي، علمي، فرهنګي او سیاسي برخو کې، داسې ذهنیت سازي کړې وه؛ چې نړیوالو به په هر څه کې، د ښه مثال په ور کولو سره د امریکا نوم اخیست.
وخت تیر شو، ۲۰۰۱ م کال راغی، امریکا نوې جګړه پیل کړه، خو دا جګړه له هغه نورو بدله وه، دلته د دوی شعار و، چې افکار یې ونیسه؛ نوره ځمکه دې د دوی وي، خو د افکارو په اشغال سره د ځمکې ازادي هیڅ معنا نه لري، ددې شعار د تطبیق لپاره یې دلته رادیو، تلویزیون، مجلې، کتابونه، مختلف سایټونه جوړ او په علمي ځایونو کې یې کار پیل کړ.
له پوهنتونونو څخه یې داسې نسل فارغ کړ؛ چې یوازې یې مادیات پېژندل، په خپله برخه کې نظري روزل شوي و، هیڅ د عملي کار وړ نه و او ټوله هڅه یې په چل او فریب د مادیاتو لاسته راوړلو، د همدې کار لپاره یې د هر ډول عیاشۍ او فحشا زمینه مساعده کړې وه؛ چې د فحشا مثال خو موږ عملاً ولید، چې د هیواد د معتبر پوهنتون(افغان امریکايي پوهنتون) څخه له فتحې وروسته، په لسګونو همجنسګرایان وتښتیدل او دا اقرار یې هم وکړ چې موږ د همدې کار لپاره دلته وخت تیراوه، البته استثنا وه، ځینې محصلین قوي مجاهدین او د همدې پروژو د تطبیق مخنیوي کوونکي وه.
وخت تیر شو، اشغالګرو نظامي ماتې وخوړه او د ماتې سره سم وتښتیدل، خو مونږ یې له ځینو داسې پیښو سره مخ کړو؛ چې هیڅ تصور یې نه کېده، لکه:
خراب تحصیلي نصاب، د همدې نصاب په واسطه د ځوانانو خرابه روزنه، د اسلام د تطبیق پر وړاندې همدا تعلیم یافته نسل د خنډ په توګه، خراب چاپیریال چې اوسیدونکي یې یوازې مادیات او شهوت پیژني، همدا علت دی، چې په ځوانانو کې مو د فحشا له امله؛ مېړانه او غیرت بیخي له منځه تللي.