په تېره برخه کې مو وویل: چې قطام بنت شجنه ابن ملجم ته د مهر ترڅنګ دا شرط هم وړاندې کړ، چې علي رضی الله عنه به وژني.
ابن ملجم یې شرط ومنل، او له نکاح تړلو وروسته بنت شجنه د خپل قوم یو بل کس دوردان په نوم هم وهڅول، تر څو یې له خاوند سره د علي رضی الله په وژنه کې کډون وکړي.
بلخوا ابن ملجم له ځان سره شبیب بن نجدة هم ملګری کړ.
شبیب که څه هم په لومړي سر کې دې کار ته اماده نه و، خو د ابن ملجم د جادوګرې ژبې تر تاثير لاندي راغی او ځان یې دې ته تیار کړ، تر څو علي رضی الله عنه په شهادت ورسوي.
دریو واړو کسانو په ټاکلي تاریخ د جمعې په شپه د کوفې په مسجد کې کمین ونیو. سهار یې د علي رضی الله د راتګ انتظار کاوه.
علي رضی الله عنه مسجد ته راغی او د امامت لپاره مخته شو، خو همهاله ورسره شبیب د تورې وار وکړ، د شبیب د تورې وار بې ځایه او علي رضی الله عنه بچ شو.
خو فوراً د ابن ملجم د تورې وار بیا د علي رضی الله عنه په سر ولګېد، او دا کلمات له خولې راووتل: (لاحکم الا لله، لیس لک ولا اصحابک یا علي)
ورپسې یې دا ایت وویل:وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ.
نور بیا….