اهل سنت والجماعت هغه دي چې له افراط او تفریط څخه خالي او کټ مټ په هغه لار روان دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو نژدې ملګرو صحابه کرامو ته ورښودلې وه او هغوي بیا په تواتر سره تابعینو او بیا تر ننه مونږ ته په تواتر رانقل ده.
تر اهل سنت پورته افراط دی چې د خوارجو او معتزله وو په نوم پیژندل کیږي او لاندې ترې تفریط په خپل اوج کې دی چې د مرجئه، جهمیه، قدریه او… په نوم پيژندل کیږي.
د دوی(افراط او تفریط) یو ځای کیدل ناشوني دي او په هیڅ صورت امکان نلري، ځکه عقاید یې دومره لرې والی سره لري چې هیڅ د یوځای کیدلو امکان یې نشته بالخصوص د ایمان په مسئله کې.
خو د حیرانتیا خبره دا ده چې نن سبا څنګه افراط (داعش) او تفریط (مقاومت) د امارت اسلامي په خلاف په یو سنګر کې کیناستل؟
داعش د خپل باطل زعم له مخې د نړۍ ټول مسلمانان کافر بولي او تر ټولو عمده وجه یې د دوی په فکر داده چې ولې د دوی له نام نهاد خلیفه سره بیعت نه کوي، ددوی تر تسلط لاندې خاورې ته هجرت نه کوي او ولې د انسان په لاس د جوړو قوانینو لاندې ژوند تیروي.
بل خوا د زیر کمپل مقاومت والا دي په ( ما لله لله و ما القیصر للقیصر ) باندې ایمان لري. مثلاً انفرادي دین د الله جل جلاله لپاره کوي او اجتماعي دین لکه سیاست، عقبات او معاملاتو کې له غرب څخه متأثر دي او غواړي په افغانستان کې هم اخلاق په لبرالیزم ولاړ وي، شخصي نظریات په سیکولریزم ولاړ وي، اقتصاد په کپیټلیزم ولاړ وي او سیاست په دیموکراسي ولاړ وي.
دا پیشو او موږک چا سره یو کړل او د اهل سنت په مقابل کې یې ودرول؟
عصري خوارج د امارت اسلامي مجاهدین له امریکا سره په شرعي تړون تکفیروي خو د امر الله صالح بارډیګارډ ( ثناء الله غفاري) بیا له خپل طرفه د ټول خراسان والي ټاکي.
د عقل خاوندان پوهیږي چې دا دواړه نظریات او افکار له یو کوهي خړوبیږي، په همدې خاطر د دومره اوږده واټن باوجود چې د دوی په نظریاتو او عقایدو کې شتون لري، بیا هم سره یو شول او د امارت اسلامي د صحیح منهج په خلاف یې سنګر ونیو.