په یوه ډله کې ننوتل او نفوذ کول د فزیکي شتون په پرتله خورا پیاوړي وي، او دا مسله په ټولو جګړو کې ښه ثابته شوې ده. د حضرت علي ؓ په لښکر کې د منافقانو دوه ډلې ننوتلې وې.
١: روافض د عبدالله بن سبا یهودي په مشرۍ
٢: خوارج د عبدالله بن وهب راسبي تر مشرۍ لاندې
دوی د حضرت عليؓ د لښکر له څو او محدودو کسانو څخه وو، چې د حضرت عليؓ په لښکر کې یې ځانونه پټ کړي وو.
خوارج په اصل کې د حضرت علي ؓ د لښکر له مسلمانو او وفادارو کسانو څخه وو، خو د منافقو ډلو د نفوذ، د هغوی د دوکې او فریب له امله په ډېرو ډلو ووېشل شول او د اسلامي خلافت پر ضد يې بغاوت وکړ.
حضرت ابن عباس رضي الله عنه وروسته له خوارجو څخه د قرآن او سنتو په دلايلو د رضايت غوښتنه وکړه، يوې ډلې يې حق ومانه او بغاوت يې پرېښود، خو بله ډله چې مشري يې عبدالله بن وهب راسبي کوله، نور هم سخت شول او ورځ تر بلې يې بغاوت زياتېده.
ځکه چې حضرت علي کرم الله وجهه د صفین په جګړه کې د ورور وژنې تجربه درلوده او نه یې غوښتل چې د یو مسلمان وینه د بل مسلمان له خوا توی شي، نو له هرې ممکنې لارې یې هڅه کوله چې سولې او هوکړې ته ورسېږي.
حضرت ابو ایوب انصاري رضي الله عنه او بیا یې حضرت حرب بن مره العبدي رضي الله عنه د مذاکراتو او بلنې لپاره ولېږل، خو هغوی ورته پام ونه کړ او خپل غرور یې تر دې حده جاري وساتلو چې په خپل وحشیانه عمل سره یې حرب بن مره رضی الله عنه شهید کړ او کله چې حضرت عليؓ شام ته په لاره وو، خوارجو عبدالله بن خباب بن ارت رضی الله عنه او د هغه حامله مېرمن هم شهیدان کړل.
د دوی تکفیري عقیده یې ونه منله او بالاخره دا ټول د دې لامل شول، چې حضرت عليؓ د دوی پر ضد جګړه پیل کړي او د هغوی د له منځه وړلو لپاره یې یو لوی لښکر چمتو کړ او په پای کې یې په نهروان کې سخت ګوزارونه ورکړل.
په دې جګړه کې له حضرت علي رضی الله عنه سره شاوخوا ۶۸ زره لښکر ملګری شو او په ځانګړي تکتیک سره یې د خوارجو ډېری پرمختګونه له منځه یوړل او یو څو تنه یې چې بې زیانه پاتې شول، تېښتې ته اړ شول او د علی ؓ له لښکر څخه یوازې ۷ نفره د الله جل جلاله په لاره کې شهیدان شول.