لومړۍ برخه
مولوي احمد جان
پرون ما ته زما یو جهادي ملګري د داعشي خوارجو یوه نوې ویډیو راولېږله چې د خوارجو العزائم ادارې خپره کړې وه، ویډیو په اردو ژبه ده او یو مهم جانب يې د اسلامي امارت (أعزها الله) په اړیکو باندې تنقید دی او همداراز له هند سره د اسلامي تعلقات یې شرعاً ناروا بللي دي، پداسې حال کې چې له کافرانو سره تعلقات او اړیکې مطلقاً ناروا نه دي، بلکې دې کې ډېر اوږد تفصیل دی کله صرف مباح وي او کله صرف مباح نه بلکې د شرعي او اسلامي سیاست او همداراز د اسلامي دولت او سلطنت شرعي تقاضا وي او کله فقط ثواب وي او کله ناجائز وي یانې ګناه وي او کله بیا کفر وي. د نبي علیه السلام په مبارک سیرت کې د دې ټولو مثالونه شته دي، اسلام یو فطرتي او اجتماعي دین دی او دنیا دار الاسباب ده، په یو وخت د کفارو له ټولو انواعو نه په کلي توګه بايکاټ او پریکون نشي کېدای او نه هم دا جائز دي او نه په یو وخت کې د هر چا سره په هر ځای کې د هر نوع کفارو سره جنګ کول شرعي سیاست دی او چې بیا طاقت د جنګ هم نه وي، نو په یو وخت د هر نوع کافر سره په هر ځای د جنګ اعلان کول او په کلي توګه ورسره بایکاټ او پریکون کول غیر شرعي سیاست دی او د نبي علیه السلام د سیرت خلاف تګلاره ده او بله مهمه خبره دا ده چې د ضعف او کمزورۍ د دورې یو ډول سیاست وي او د قوت د دور بل شان سیاست وي او دا د نبي علیه السلام د سیرت څخه مونږ ته واضحه ده، نبي علیه السلام چې کله مدینې منورې ته هجرت وکړ (صلی الله علی منورها) نو نبي علیه السلام د مدینې منورې (صلی الله علی منورها) د یهودو سره په یودېرش (۳۱) مادو باندې مشتمله معاهده وکړه، په هغه مادو کې یوه ماده دا هم وه چې په مدینه منوره (صلی الله علی منورها) کې به مسلمانان او یهود یو امت وي او په مشترګه ډول به د مدینې منورې (صلی الله علی منورها) څخه دفاع کوي، مسلمانان به په خپل دین عمل کوي او یهود به په خپل دین عمل کوي تردې چې په مدینه منوره (صلی الله علی منورها) کې یهودي محاکمو ته هم اجازه ورکړل شوې وه. مشهوره واقعه ده چې یوځل د یو یهودي او منافق ترمنځ په یوه قضیه کې اختلاف راغلی و، یهودي غوښتنه کوله چې فیصله کعب بن اشرف یانې د یهودو محکمې ته ویسي، خو منافق بیا غوښتنه کوله چې فیصله نبي علیه السلام ته وروړي، فیصله چې کله نبي علیه السلام ته راغله، فیصله د یهودي په حق کې وشوه ځکه دغه قضیه کې یهودي په حقه و، کله چې بهر راووتل نو منافق فیصله نه منله او غوښتنه یې کوله چې فیصله عمر رضي الله تعالی عنه ته وروړي، فیصله چې کله هغه ته راغله یهودي اول عمر رضي الله عنه خبر کړ چې دې قضیه کې نبي علیه السلام فیصله کړې ده، عمر رضي الله تعالی عنه وفرمایل چې صحیح ده، صبر وکړئ زه راځم، کور ته ولاړ او توره یې راوړه او د منافق سر یې ورباندې کټ کړ او دا یې وفرمايل چې څوک د نبي علیه السلام فیصله نه مني، د هغه فیصله نو بیا دا ده، مقصد داچې د ډېر وخته پورې په مدینه منوره (صلی الله علی منورها) کې د یهودو محاکم هم آزاد وو، یانې په اسلامي ریاست کې د یهودو په قانون هم فیصله کېدای شي، او نبي علیه السلام نه غوښتل چې د قریشو نه علاوه بل جنګي محاذ ورته خلاص شي، ځکه مسلمانان کمزوري وو او د متعددو محاذونو تحمل او مقابله یې نشوای کولای تردې چې یهودو بار بار د معاهدې خلاف ورزیانې هم کولې، خو نبي علیه السلام ورباندې چشم پوشي کوله خو کله چې د حدېبیې تړون وشو او د قریشو محاذ د مؤقت وخت لپاره بند شو، نو نبي علیه السلام یهودو ته متوجې شو او بیا یو وخت داسې هم راغلی چې نبي علیه السلام د ټول جزیرة العرب څخه د یهودو د ویستلو اعلان وکړ چې ’’أخرجوا الیهود والنصاری من جزیرة العرب’’ یانې چې یهود او نصارا د عربو د جزیرې څخه اوباسئ، نو مطلب داچې د قوت د دور او د ضعف د دور سیاستونه جلا جلا وي، نبي علیه السلام چې کله مدینې منورې (صلی الله علی منورها) ته هجرت وکړ، نو صرف د یهودو سره نه بلکې شاوخوا (قرب و جوار) اکثرو قبائلو سره یې هم معاهدات وکړل او د جنګ لور یې صرف قریشو ته کړ، تقلیل الأعداء یانې جنګي دښمنان ځانته کمول د نبي علیه السلام د سیاست اساسي جانب و، په مدینه منوره (صلی الله علی منورها) باندې چې کله څو احزابو (اتحادیانو) حمله وکړه، تقر یباً د کفارو د دې احزابو شمېر لس زره نفرو ته رسېد او مدینه منوره (صلی الله علی منورها) محاصره شوه، نبي علیه السلام سره دا فکر پېدا شو چې کېدای شي مسلمانان د دې ابتلاء تحمل ونکړای شی، په دغه احزابو او اتحادیانو کې یو مهم اتحادي د غطفان قبیله وه، نبي علیه السلام د هغوی د مشرانو سره مذاکرات شروع کړل او هغوی ته یې وړاندیز (پیشنهاد) وکړ چې تاسو ته به مونږه د مدینې منورې (صلی الله علی منورها) درېیمه حصه پیداوار (عائدات) درکوو، خو تاسو د جنګ څخه اووځئ، د یهودو سره چې کومه معاهده وشوه او مطلقاً معاهده وه چې بعضي سیرت لیکونکي ترېنه تعبیر د ’’میثاقې مدینې” په نوم کوي، دغه معاهده د سیرت په کتابونو کې دغه شان نقل شوې ده، لکه الرحیق المختوم کې علامه مبارک پوري رحمه الله فرمايي: معاهدة مع اليهود
بعد أن هاجر النبي صلى الله عليه وسلم إلى المدينة، ووثق من رسوخ قواعد المجتمع الإسلامي الجديد، بإقامة الوحدة العقائدية والسياسية والنظامية بين المسلمين، رأى أن يقوم بتنظيم علاقاته بغير المسلمين، وكان همه في ذلك هو توفير الأمن والسلام والسعادة والخير للبشرية جمعاء، مع تنظيم المنطقة في وفاق واحد، فسن في ذلك قوانين السماح والتجاوز التي لم تعهد في عالم مليء بالتعصب والتغالي.
وأقرب من كان يجاور المدينة من غير المسلمين هم اليهود كما أسلفنا وهم وإن كانوا يبطنون العداوة للمسلمين، لكن لم يكونوا أظهروا أية مقاومة أو خصومة بعد، فعقد معهم رسول الله صلى الله عليه وسلم معاهدة ترك لهم فيها مطلق الحرية في الدين والمال، ولم يتجه إلى سياسة الإبعاد أو المصادرة والخصام.
ژباړه: د یهودو سره معاهده
نبي علیه السلام چې د هجرت نه بعد کله د مسلمانانو ترمنځ د واحدې عقیدې، واحد سیاست او واحد نظام په ذریعې د یوې نوې اسلامي ټولنې بنیادونه کېښودل، نو له دې څخه وروسته يې د غیر مسلمو یانې کافرانو سره د منظمو تعلقاتو طرف ته توجه وکړه، د نبي علیه السلام مقصد دا و چې ټول انسانیت د امن او سلامتۍ د خوشبختیو او برکتونو څخه برخمن شي او د دې سره سره مدینه منوره او د هغې شاوخوا سیمې په یو وفاقي او مرکزي وحدت کې منظمې شي، نبي علیه السلام د همدردۍ، شفقت داسې پراخ بنسټه قوانین مقرر کړل چې د د تعصب، غلو او افراط نه ډکې دنیا کې يې هیڅ تصور نشته، لکه څرنګه چې مخکې مونږ ذکر کړل چې په مدینه کې د مسلمانانو تر ټولو نېږدې ګاونډی یهود و، دې خلګو که څه هم د پردې نه شاته د مسلمانانو سره عداوت او دښمني لرله، خ داچې تراوسه یې د مسلمانانو سره د ښکاره دښمنۍ او تصادم اظهار نه و کړی، پدې وجه ورسره رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه معاهده وکړه چې په هغې کې دوی ته د دین، مذهب، ځان او مال مطلق آزادي ورکړل شوې وه او د جلاوطنۍ، د جائداد د ضبطولو یا د جنګ او جګړۍ د سیاست هیڅ قسم شکل او رخ ورسره نه و اختیار کړای شوی.
وهاك أهم بنود هذه المعاهدة:
۱ـــ: إن يهود بني عوف أمة مع المؤمنين، لليهود دينهم وللمسلمين دينهم مواليهم وأنفسهم، كذلك لغير بني عوف من اليهود.
ژباړه: د معاهدې ځيني مهم دفعات او مادې
(۱): د بنو عوف یهودان به د مسلمانانو سره یو امت وي، یهودان به په خپل دین عمل کوي او مسلمانان به په خپل دین عمل کوي، دا حق لکه څرنګه چې د یهودانو دی دغه شان يې د غلامانو او متعلقینو هم دی او د بنو عوف د یهودانو نه علاوه د نورو یهودانو هم دا حقوق دي.
۲ـــ: وإن على اليهود نفقتهم، وعلى المسلمين نفقتهم.
(۲): یهودان به د خپلو مصارفو او اخراجاتو ذموار او مسؤل وي او مسلمانان به د خپلو مصارفو او اخراجاتو ذموار او مسؤل وي.
۳ـــ: وإن بينهم النصر على من حارب أهل هذه الصحيفة.
(۳): او کوم یو طاقت او قوت چې د دې معاهدې د کوم یو فریق او لوري (مسلمانان یا یهودو) سره جنګ کوي، نو ټول به د هغوی خلاف په خپلو کې د یو بل سره تعاون او همکاري کوو.
۴ـــ: وإن بينهم النصح والنصيحة، والبر دون الإثم.
(۴): او د دې معاهدې او تړون د شریکانو (لوریو) به خپل منځ کې تعلقات په خیرخواهۍ او یو بل ته د فائدې رسولو په بنیاد ولاړ وي، نه په ګناه او معصیت.
۵ـــ: لم يأثم امرؤ بحليفه وإنه.
(۵): کوم کس به د خپل اتحادي او جنبییز په وجه مجرم نه ګرځول کېږي.
۶ـــ: وإن النصر للمظلوم.
(۶): د مظلوم مدد به کېږي.
۷ـــ: وإن اليهود ينفقون مع المؤمنين ما داموا محاربين.
(۷): چه کله هم جنګ پېل شي، نو ترڅو چې مسلمانان په جنګ کې وي، یهود به هم د مسلمانانو سره خرچه او مصارف برداشت کوي.
۸ـــ: وإن يثرب حرام جوفها لأجل هذه الصحيفة.
(۸): د دې معاهدې په ټولو شریکانو باندې به په مدینه کې قتل، د خلګو وینه تویول او هنګامي (بدامني) جوړول حرام وي.
۹ـــ: وإنه ما كان بين أهل هذه الصحيفة من حدث أو اشتجار يخاف فساده فإن مرده إلى الله عز وجل، وإلى محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم.
(۹): د دې معاهدې په فریقینو کې چې کومه نوې خبره یا جنګ، جګړه پیدا شي چې او د فساد امکان پکي وي، نو د هغې فیصله به الله عزّ وجل او محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم کوي.
10- وإنه لا تجار قريش ولا من نصرها. (۱۰)قریشو او د هغوی مددګارانو ته به پناه نه ورکول کیږی
11- وإن بينهم النصر على من دهم يثرب…. على كل أناس حصتهم من جانبهم الذي قبلهم. (۱۱)چه څوک هم په یثرب(یعنی مدینه منوره صلی الله علی منورها ) باندے حمله وکړی نو دهغوی سره د جنګ لپاره به د یو بل سره تعاون کوواو هر فریق به د خپل خپل طرف نه دفاع کوی
۱۲ـــ: وإنه لا يحول هذا الكتاب دون ظالم أو آثم.
(۱۲): دا معاهده به د کوم ظالم او یا مجرم لپاره د دفاع ذریعه نه ګرځي.
وبإبرام هذه المعاهدة صارت المدينة وضواحيها دولة وفاقية، عاصمتها المدينة ورئيسها- إن صح هذ التعبير- رسول الله صلى الله عليه وسلم، والكلمة النافذة والسلطان الغالب فيها للمسلمين، وبذلك أصبحت المدينة عاصمة حقيقية للإسلام.
ولتوسيع منطقة الأمن والسلام عاهد النبي صلى الله عليه وسلم قبائل أخرى في المستقبل بمثل هذه المعاهدة، حسب الظروف.
ژباړه: او د دې معاهدې د کولو نه بعد په مدینه منوره (صلی الله علی منورها) او د هغې په اطرافو کې یو وفاقي او مرکزي حکومت جوړ شو، چې دار الحکومت یا پلازمېنه یې مدینه وه او چې سربراه یې رسول الله صلی الله علیهه وسلم و (که دا تعبیر صحیح وي او الله مکړه سوء ادب نه وي نعوذ بالله منه) او چې غالبه حکمراني او نافذه کلیمه پکې د مسلمانانو وه او په دې سره مدینه واقعتاً د اسلام دار الحکومت او پلازمېنه جوړ شوه او د امن او سلامتیا د دائرې او منطقې د لا نورې پراخولو لپاره نبي علیه السلام په اینده کې د نورو قبائلو سره هم د حالاتو مطابق دغه ډول معاهدات او تړونونه کړي دي.
ادامه لري…