محمود محفوظ
يو شاعر وايي: ستوري له سختو نه تېرېږي چې سحر ته رسي.
د شپې پېژندل به مو د ورځې په ارزښت پوه کړي، سپین به تور در وپېژني، دا چې د تضاد قانون په نړۍ کې شتون لري، تور او سپين، شپه او ورځ، ناپوهي او پوهه، بدرنګي او ښايست، مرګ او ژوند… . دا د پېژندګلوۍ قانون هم دی، سپین پېژنو ځکه چې تور شتون لري، پوهه د ناپوهۍ له مخې پېژنو، رڼا د تيارې له وجهې پېژنو، همدغسې د حق او باطل معامله هم ده. ځمکې ته لومړنی انسان آدم (علیه السلام) په شپه کې راښکته کړل شو، دا چې آدم (علیه السلام) شپه نه وه ليدلې، ډېر وارخطا او نابلده وو، يو او بل خوا منډې یې وهلې، آخر يې دا ګمان شو، چې دلته رڼا شتون نه لري، ډېر غمجن او پرېشانه و، څه وخت وروسته ګوري، چې د ختيځ له لوري، کمه، کمه رڼا راښکاره شوه، سپېدې وچاودېدې، رڼا وار په وار زياتېده، او هر څه يې پخپلو سترګو وليدل، پاڅېد او دوه رکعته لمونځ يې ادا کړ، يو رکعت یې له شپې (تيارې) څخه د خلاصون لپاره، او بل رکعت یې د رڼا د راتګ په شکرانه کې ادا کړ، د آدم(علیه السلام) دغه عمل د الله جل جلاله دومره خوښ شو، چې د محمد (صلی الله علیه وسلم ) په اُمت يې هر سهار دغه دوه رکعته فرض عین وګرځول.
همدغسې د محمد صلی الله علیه وسلم پېژندګلوي هم ده، که د رسول صلی الله علیه وسلم ژوند يوازې مطالعه شي، پېژندګلوي به يې حتماً نیمګړې وي، دده مبارک صلی الله علیه وسلم شخصيت به هغه وخت ښه وپېژنو، چې په څنګ کې ابوجهل، ابولهب، عتبه، شيبه او داسې نور… دوښمنان مطالعه کړو، تاسې د سیرت النبی صلی الله عليه وسلم، هر کتاب چې راخلاص کړئ، اول به د جاهلیت تور دور بيانوي، ځکه چې بیا سپین محمدي دور ښه وپېژندل شي، همدغسې د اسلام د لومړۍ بنا کليمې طيبې په لومړي سر کې، د (لا) کليمه، پر باطل او د باطل په ټولو انواعو رد دی، ځکه چې اول به باطل پېژنې، رد به ورباندې کوې، بیا به حق ته راګرځې.
دا باطل نظريات دي چې، اسلامي ارزښتونه ېې له خاورو سره خاورې کړل، باطلو نظریاتو د اسلامي ټولنې بنيادونه ونړول، باطلو نظریاتو د اسلامي اُمت په يوالي کې درزونه واچول، باطلو نظریاتو اسلامي خلافت ونړاوه، باطلو نظریاتو مسلمانان پخپله مسلمانۍ شکمن کړل، که چېرته باطل نظريات، فکرونه او عقايد پخپل وخت سره پېژندل شوي وی، او په وخت سره يې مقابله شوې وی او سوچه اسلامي نظريه ټولنې ته وړاندې شوې وی، اسلام له ژوند سره موازي حرکت کړی وی، که چېرته اسلام، ژوند، د ژوند پرمختګونو او غوښتنو موازي حرکت کړی وی، دغه اسلامي بېړۍ به هېڅکله داسې کنډوه، تیکه-تيکه او پارچه-پارچه نه وه شوې. اسلامي ټولنه به لکه څنګه چې الله جل جلاله غواړي هغسې روانه وی، ضرور نه ده چې موږ د جاهلیت د زمانې په کُفر او باطلو نظریاتو خبره وکړو، راځئ د خپل وخت کفر، د کفر انواع په موجوده اشکالو کې، ټولنې ته ور وپېژنو او د سوچه اسلامي فکر په توره يې مقابلې ته ودانګو، زموږ د علماوو غفلت، راتلونکي نسلونو ته کار سختوي، کچېرته له شخصي جزيرو څخه راووځو او د اسلام وطن جوړول وغواړو، لرې نه ده چې نیمه نړۍ يو ځل بيا، پنځلس سوه کاله لاس تر زنې کېنوو.
ماخذونه:
۱- سيرت نبي صلی الله عليه وسلم
۲- د مولوي اطیع الله صاحب تقرير
۳- انترنت