رحمت الله (فیضان)
په قومونو او نژادونو باندې د ټولنې وېش په اسلام کې یوه طبعي مسئله ګڼل کیږي، قرانکریم دا حالت د نسلونو تر منځ توپیر ګڼلی دی: اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نزد په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى. (حجرات ۱۳).
لکه څنګه چې له دې آیت څخه معلومه شوه؛ چې اسلام توکم نه، بلکې توکم پالني ته اجازه نه ورکوي دا ځکه چې د قبیلې پالنه د عصبیت ذهنیت را منځته کوي.
اعرابو د جاهلیت په زمانه کې چې به کله په کومه قبیله مصیبت راغی، نو د خپلې قبیلې غړو ته به یې د مرستې بلنه ورکوله او هغوی به هم پرته له دې چې د دلیل په لټه کې شي د خپلې قبیلې مرستې ته وردانګل او د خپلې قبیلې د افرادو د ساتنې لپاره یې عدالت او صداقت معیار نه ګڼل، بلکې د وینې پیوند ورته کافي وو، نو له همدې امله کله چې به د عربو قومونو ترمنځ جګړه ونښته د دواړو خواوو تر منځ به پریمانه وینې وبهېدې او ترمنځ به یې دښمني او کرکه لا پسې غښتلې او خپره شوه، په دواړو غاړو کې به د کرکې او غچ اخیستلو حِرص غښتلی شو.
له بله پلوه قرآنکریم د رنګونو او ژبو توپیر د ارزښتونو په جوړښت کې د خدای له آیتونو څخه ګڼلی دی.
الله فرمایي: او د هغه له نښو ځنې د آسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره. (روم ۲۲)
په اسلام کې د فضیلت معیار تقوا ده، توکم، نژاد، ژبه او مقام د غوره والي معیار نه دی. مسلمان بايد له نژادي او قومي تعصب څخه ډډه وکړي او د الهي لارښوونو له مخې ټول مسلمانان له یو بل سره وروڼه ګڼي.
همدا راز په اسلام کې د ګډو معنوي ارزښتونو پر اساس ورورولي تر بيولوژيکي ورورګلوۍ څو چنده پياوړې او ارزښتناکه ده، د نړۍ په هر ګوټ کې چې ژوند کوي، په هر قوم او قبیله پورې چې تړلي وي، پر هره ژبه چې خبرې کوي، له هر جنس څخه چې وي او هر ډول اقتصادي وضعیت چې لري، بیا هم مومنان سره وروڼه دي او باید د ورورګلوي دغه پیوند له یو بل سره په مینه او احترام غښتلی کړي.
افغانستان له یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې متعدد قومونه، ژبې او بېلابېل کلتورونه لري، د دغو قومونو ترمنځ قوي اړیکې د دین او هېواد په محور جوړې شوې دي، په خپلو منځو کې یې سولیز، آرام او هوسا ژوند کړی. د باطل او یرغلګرو په وړاندې په واحد صف کې دریدلي او خپل دین او هېواد یې ساتلی دی.
خو بدبختانه څه کم نیمې پیړۍ جګړې او بهرنیو تجاوزونو په دې هېواد کې د نورو ملي بنسټونو ترڅنګ د ولسونو او قومونو ترمنځ بېل والی او نفرتونه هم را وټوکول او یوه ستره فتنه یې را منځته کړه. دې فتنې د سرطاني تومور په څېر د افغانانو په بدن کې ریښې وزغلولې او د هر قوم توکمپالونکي خپل قومي توکمپالنه ملي او د نورو توکمپالنه بیا ملي خیانت ګڼل، په تېرو دوو لسیزو کې چې کله افغانستان د غربیانو لخوا اشغال شوی وو، د هر قوم او قبیلې متعصبو او توکمپالو روڼ اندو او لیکوالانو د افغانستان تاریخ داسې د زهرجني قوم پالني پر بنسټ لیکلی، چې ناوړه اغېزې به یې نه یوازې اوسني نسلونه، بلکې راتلونکي نسلونه هم مسموم کړي، په دې برخه کې د بهرنیو استعمارګرانو ناپاک لاسونه له پامه غورځول کیدی نشي. د دې هېواد تاریخ ښه شاهد دی، چې نړیوالو امپریالیستانو او سیمه ییزو بدمرغیو په افغانستان کې د قومونو د تفرقې په ټینګولو کې مهم رول لوبولی، د ژبني، سمتي، قومي او داسې نورو بد مرغیو په را منځته کولو کې یې مخربانه کردار ادا کړی دی.
نن چې الحمد لله هېواد آزاد شوی، استعمارګران او اشغالګران او د دوی مزدوران شړل شوي او ټولې استخباراتي ځالې ړنګې شوې دي، د حکومت او ملت واک مو تر لاسه کړی، د دعوت او اصلاح ټول امکانات مو په لاس کې دي نو اړینه ده چې تر هرڅه لومړی د قومي، ژبني، او سمتي منکراتو په له منځه وړلو کې رغنده او عاجل ګامونه واخیستل شي ترڅو خپل ولس او ملت له دې مهلک سرطان څخه وژغورو او خپل وروڼه قومونه یوځل بیا سره یوځای او په یو ټغر را ټول کړو.