طاهر احرار
له يو څه ځنډ وروسته کابل ته راغلم، د خلکو په مخونو کې مو د خوښۍ احساس ولید. د هر چا په ژبه د تېر شل کلن اشغال پښېمانتيا خپرېده، خاصتاً هغه حقايقو هم خلک حيران کړي وو، کوم چې د تېرې ادارې له منصوبينو هره ورځ راروان وو.خو ماته ﺯړه راښکونکې موضوع د داعش وه، چې له خلکو يې واورم.یو چا راته وويل؛ چې ﺯه په نظام کې کارمند نه يم خو هره ورځ د کارمند په شان کار کوم، مشکوک خلک او حرکتونه څارم، ﺯه کوښښ کوم چې کوم داعشی پيدا کړم او امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړم. بل راته وويل؛ چې ﺯه په تېر کې نظامې افسر وم، اوس په کور يم وظیفه نلرم خو د دې دا مطلب نه دی چې وطن ته مسٶليت نلرم، ﺯه ډېره علاقه لرم، هغه تکتيکونه چې نن يې داعشيان کاروي د امنيتي ځواکونو سره شريک کړم، تر څو خلک له دغه شر وژغورو.یو بل کس وایي چې امریکايانو غوښتل د داعش په لاس هېواد بيا ناامنه شي، ترڅو يو وار بيا اشغال ته لار هواره شي او دا ځل افغانان له امریکايانو استقبال وکړي، خو د اسلامي امارت شاﺯلمو يې دغه ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل او د اشغال خطر يې تر ابده ختم کړ، هغه ﺯياته کړه؛ چې د افغانستان خلک به له مجبورۍ له هرچا سره لار یوسي خو داعش يوه داسې پدېده ده، چې د هېواد هېڅ قشر ورسره جوړې ته تيار نه دی، آن تردې چې د اسلامي امارت مخالفين هم داعش نه مني او په هېواد کې د هغوى له شتون سره سخت مخالف دي. هغه افغانان چې له داعش سره اړيکه لري افغانان نه بلکې يواﺯې د قتل وغارت، تخريب او د وېرې ډار استاﺯي دي، چې هېڅ ورسره له ترحم بايد کار وانخیستل شي.