دویمه برخه
دوکتور محمد نعیم (التوحیدي)
په تېر ذکر شوي مضمون باندې د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) دا حدیث چې امام ترمذي ( رحمه الله ) روایت کړی دی هم دلالت کوي، چې فرمایلي یې دي: مَنْ مَلَکَ زَاداً وَ رَاحِلةً تُبْلِّغُهُ اِلیَ بَیْتِ اللهِ وَلمْ یَحُجْ فَلاَ عَلَیْهِ أَنْ یَمُوْتَ یَهُودِیاً أَوْ نَصْراَنِیًّا . ( جامع الترمذی ج۱ ص ۱۶۷ ).
ژباړه: څوک چې د داسې توښې او سپرلۍ ملکیت ولري، چې بیت الله ته یې رسوي او حج و نه کړي نو په دغه کس باندې څه فرق نشته، چې د یهودیت یا د نصرانیت په حال مړ شي.
او یا دا معنی چې حج کول د هغه خپله ګټه ده الله ( عزوجل ) ورته څه اړتیا نه لري، که بالفرض د یهودیت او یا د نصرانیت په حال مړ شي څه پروا یې نه لري.
ج: ذکر شوی وعید د کفارو په هکله دی چې بالکل د حج فرضیت عقیده نه لري ( تفسیر قرطبی ج۴ص ۱۵۳) د آیاتونو سیاق او سباق ټول د کفارو حالت بیانوي نو معلومه شوه چې دغه وعید هم په همدوی پورې خاص دی.
بر سېره پر دې ځینو مفسیرینو کرامو ( رحمهم الله تعالی ) لیکلي دي: کله چې د حج حکم نازل شو نو نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) د مختلفو ادیانو پیروان را غونډ کړل لکه: مشرکان، یهودیان، نصارا، صابیان، مجوس او مسلمانان او ذکر شوی الهی حکم یې ورته ابلاغ کړ، نورو ټولو ډلو ټپلو ترې انکار وکړ، یوازې مسلمانان ورته په لبیک ویلو سره تیار شول، نو دغه آیت کریمه نازل شو چې (وَمَنْ کَفَرَ فَانَّ اللهَ غَنِیٌ عَنْ الْعَالَمِینَ) ( روح المعانی ج۴ ص ۱۳ ).
د ټولو جوابونو حاصل دا دی، چې څوک د حج په فرضیت باندې عقیده ولري، سره د توانه یې اداء نه کړي، هغه ورباندې کافر بالله نه ګرځي خو ډېر غټ ګناهګار ګرځي. (عزیز التفاسیر ج۲ص۴۱۸-۴۱۹).
د اسلامي نړۍ مشهور او نومیالی محدث امام نووی ( رحمه الله ) په شرح د صحیح مسلم کې یو ترجمة الباب ایښي چې “باب قول النبی ( صلی الله علیه وسلم ) لاترجعوا بعدی کفارًا یضرب بعضکم رقاب بعض “(صحیح مسلم ج۱ ص۵۸ شماره د باب ۳۰،ط: درالجیل، صحیح البخاری کتاب الفتن )
ژباړه: باب دی په بیان د هغه قول د نبی کریم ( صلی الله علیه وسلم ) کې چې فرمایلي یې دی : زما څخه وروسته مه ګرځئ، په شان د کفارو چې د یو بل څټونه ووهئ.
دا الفاظ له حضرت جریر (رضی الله تعالی ) عنه څخه د حجة الوداع په حدیث کې او له ابن عمر ( رضی الله تعالی عنهما ) څخه را نقل کړل شوي دي”(صحیح مسلم ج۱ ص۵۸)
نو امام نووی ( رحمه الله ) فرمائي: چې د (بعدی کفارًا ) په معنی کې (۷) اقوال نقل شوي دي.
(1):دا کُفر په حق د هغه چا کې دی چې د مسلمانانو وینه بغېر د حق حلاله بولي.
(2):مراد ور څخه کُفران او نا شکري د نعمت او د اسلام ده.
(3): دا کار نژدې دی کفر ته .
(4): دا عمل د کفارو دی.
(5): مراد ور څخه حقیقي کفر ده، خو معنی یې دا ده چې یو بل مه تکفیروئ بلکې مسلمانانو په شان اووسئ.
6.امام خطابي ( رحمه الله ) او نورو محدثینو ( رحمهم الله ) داسي فرمایلي دي چې مراد ورڅخه سلاح آغوستونکی دی، ځکه عرب یو مقوله لري چې وایي (تکفر الرجل بسلاحه) کله چې څوک سلاح غاړې ته واچوي، هغه لفظ د تکفر استعمالوي دا رنګه علامه ازهري ( رحمه الله ) په (تهذیب اللغة) کې فرمایي: د عربو دا مقوله ” تکفر الرجل بسلاحه ” هغه چاته ویل کیږي چې هغه سلاح غاړې ته واچوي.
(7): دا معنی هم له امام خطابي ( رحمه الله ) څخه را نقله شوې: چې یو بل مه تکفیروئ، بیا د یو بل وژل حلال وګڼئ.
امام نووی ( رحمه الله ) فرمایي : چې په دغو معانیو کې علامه قاضي عیاض مالکي ( رحمه الله ) څلورمې معنی ته ترجیح ورکړې ( دا د یو بل تکفیر د کفارو عمل دی). نو باید مسلمان له دې څخه په کله ډډه وکړي.( صحیح مسلم بشرح النووی ج۲/۵۵، ۵۶).
امام نووي( رحمه الله ) د یو بل حدیث په تشریح کې فرمایلي دي: له رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) څخه روایت دی، چې فرمایلی یې دي : اثْنَتَانِ فِي النَّاسِ هُمَا بِهِمْ كُفْرٌ : الطَّعْنُ فِي النَّسَبِ وَالنِّيَاحَةُ عَلَى الْمَيِّتِ. (صحيح مسلم 31ج ۱ ص ۵۱ رقم 139- [121-67])
ژباړه: دوه عادتونه په خلکو کې داسې دي، چې دا کُفر دی، یو په نسب طعن لګول دویم په مړي باندې نیاحه (چیغی) وهل.
امام نووي ( رحمه الله ) فرمایي : چې په معنی مراده کې ډیر اقوال دي اما اصح او ډېره راجح معنی یې دا ده چې (۱) دا دواړه عملونه د کفارو او د اهل جاهلیت له کړنو او اخلاقو څخه دي، (۲) چې داسې کړنی مؤدي الی الکفر( نژدې دي کفر ته). (۳) کفر د نعمت دی (۴) دا حکم د مستحل (حلال ګڼونکې) په هکله دی.( صحیح مسلم بشرح النووی ج۲/۵۷).
او همدا رنګه دا حدیث د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) چې فرمایلي یې دي : : أَيُّمَا عَبْدٍ أَبَقَ مِنْ مَوَالِيهِ فَقَدْ كَفَرَ حَتَّى يَرْجِعَ إِلَيْهِمْ. (صحيح مسلم ج ۱ ص ۵8 رقم 140- [122-68])
ژباړه : هر یو بنده ( غلام ) چې وتښتي له خپلو موالیو ( بادارانو ) څخه یقينا دغه شخص کُفر کړی دی، تر دې چې بېرته ورته را وګرځي.
دا احادیث او دیته ورته نور احادیث په صحیح مسلم او نورو صحاحو کې موجود دي چې پورته ذکر شوي، ټول احتمالات ورباندې را څرخي.
نور بیا…