لیکوال: مفتي حماس
أمَّا الخِلافَةُ فَهِيَ في الاصلِ مَصدرُ، (خَلَفَ) يُقالُ: خَلَفَهُ في قَومِه، يَخلُفُهُ، خِلافَةً، فَهو خَليفةٌ، ومِنه قَوله تعالی «وَقَالَ مُوسَىٰ لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي» ثُم أطلقَ في العرفِ العام عَلی الزعَامةِ العُظمی، وهي الولايةُ العامة عَلی کَافةِ الأُمةِ وَالقِيامُ بِأُمُورِها وَالنهوضُ بِأعبائِها.
(مآثِرُ الإنَافَةِ في مَعالِم الخِلافَةِ، الفصل الأول في معنی الخِلافَةِ. ۵/۱)
ژباړه: خلا ته خليفه وايي ، د الله تعالی دا وينا له همدې معنی اخستل شوي ده او موسی عليه السلام خپل ورور هارون عليه السلام ته وويل: زما په قوم کې زما ځايناستی شه، بيا په عامه اصطلاح کې لوی مشرۍ ته وايي، لوی زعامت د ټول امت رياست، د هغوی د کارونو تدبير او د اجتماعي پيټو (درندو بارونو) په غاړه اخستلو ته ويل کيږي.
د خلافت شرايط او د خليفه وظائف
مَطلبُ: شُروط الإمامة الکبری، و عرفها( الإمامة الکبری ) في المقاصد، بانها رياسة عامة في الدين والدنيا خلافة عن النبي صلی الله عليه وسلم( ونصبه) … (اهم الواجبات) أَيْ، من اهمها لتوقف کثير من الواجبات الشرعية عليه، ولذا قال في العقايد النسفية، و المسلمون لا بد لهم من امام يقوم بتنفيذ احکامهم، و اقامة حدودهم، و سد ثغورهم، و تجهيز جيوشهم، و اخذ صدقاتهم، و قهر المتغلبة و المتلصصة و قطاع الطريق، و اقامة الجمع و الاعياد، و قطع المنازعات الواقعة بين العباد، و قبول الشهادات القائمة علي الحقوق، و تزويج الصغار، و الصغائر الذين لا اولياء لهم، و قسمة الغنائم.
ژباړه: دا مطلب د لوی امامت(خلافت) د شرطونو د بيان لپاره ده: لوی امامت يې په مقاصد کې داسې تعريف کړی، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په نيابت کې د ديني او دنيوي کارونو عامي مشري ته خلافت وايي او امام درول( د مسلمانانو لپاره ) له اهمو واجباتو څخه ده ځکه ډير شرعي واجبات تر امامت پورې تړلي دي ، له همدغې وجې يې په عقاید نسفيه کې ويلي، د مسلمانانو لپاره يو داسې امير ضرور ده چې شرعي فيصلي پکې عملي کړي، حدود جاري کړي، سرحدونه وساتي ، لښکري برابري کړي، د مسلمانانو زکاتونه را غونډ کړي، زور وا کان ، غله او ډاکوان وځپي، د جمعې او اخترونو لمونځونه په ځای کړي، په حقوقو کې ګواهي قبولي کړي، بي سرپرسته ماشومانو ته نکاح وکړي او غنيمونه تقسيم کړي.