دا ډله خپل مشر ابو بَيهَسِ الهَيصم بن جابر ته منسوبه ده ، خپله ابو بَيهَسِِ د حجاج بن يوسف په زمانه کې ژوند کاوه، د مدينې منورې والي عثمان بن حيَّان بن المُرِي لخوا ګرفتار شو، اول يې لاسونه او پښې ورته پرې کړې او بيا يې وواژه.
البَيهَسِيّةو عقائد:
اول: ايمان د علم ، اقرار او عمل درې واړو مجموعه ده.
دوهم:
په دوی کې يوه ډله وايي لدغه آيت: قُل لَّآ أَجِدُ فِى مَآ أُوحِىَ إِلَىَّ مُحَرَّمًا عَلَىٰ طَاعِمٍۢ يَطْعَمُهُۥٓ إِلَّآ أَن يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَّسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنزِيرٍۢ فَإِنَّهُۥ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ ٱللَّهِ بِهِۦ ۚ فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍۢ وَلَا عَادٍۢ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ. څخه پرته نور محرمات نشته.
په بيهسيۀ و کې يوه ډله عَونِيَّه دي او عَونِيَّهخپله دوه ډلې دي:
اوله ډله وايي:
څوك چې د هجرت له کوره خپل د ناستي کور ته لاړ شي مونږ له هغو بيزاره يو ځکه هغوی له دين څخه وتلي دي.
دوهمه ډله وايي:
مونږ له هغو سره دوستي کوو ځکه دوی داسې کار کړی چې ورته روا ؤ او دغه دواړه ډلې بالاتفاق وايي:
که امام کافر شي رعيت ټول کافر شو، حاضر دي او که غائب. العياذ بالله.
د خوارجو پنځمه ډله:
اَلعَجَارِدَة:
دا ډله د عبدالکريم بن العَجَرَّد پيروان دي، دوی له نجداتو خوارجو سره په ټولو بدعاتو کې موافق دي، ځينې وايي:
عبدالکريم د ابو بيهس ملګری ؤ بيا ورسره په دې خبره مخالفت شو چې ماشوم تر څو اسلام ته را بلل شوی نه وي تر هغو بيزاري ورڅخه واجب ده ځکه چي ماشومان تر بلوغه پورې د دين او اسلام خاوندان نه بلل کېږي.
د عجاردو بدعات:
اول:
د کفارو ماشومان به له هغو سره په جهنم کې وي.
دوهم:
د مالك تر وژلو مخکې د چا مال نه غنيمت کيږي.
دريم:
له ناستو ديندارو سره دوستي جائز ده.
څلورم:
هجرت يو ښه عمل ده بلکې فرض نه ده.
پنځم:
د لويو ګناهونو کوونکی کافر دی.
شپږم:
سورت يوسف د قرآن کريم جزء نه ده، دا عاشقانه قصه ده
او قرآن عشقي داستان نه دی.
العياذ بالله