لیکوال: خاکسار پکتیاوال
دریمه برخه
پنځم مشابهت د اوسنیو خوارجو له پخوانیو خوارجو سره دا ده، چې د دوی په منځ کې د دیني علماوو نشتون تر ډیره کچه زیات، حتی چې بالکل د دوی په صفونو کې دیني عالمان وجود نه لري. او نه هم د دوی په منځونو کې داسې کوم شخص وجود لري، چې هغه دې د دوی لپاره له قرآن یاهم حدیث څخه کومه فتوا راوړي او دوی ته دې ورباندې د یو چا قتل یا هم نور احکام جاري کړي. هر کله چې ابن عباس رضی الله تعالی عنه دوی/خوارجو ته د مناظرې لپاره ورغی، نو داسې یې ورته وویل: جﺉتکم من اصحاب رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیس فیکم احد منهم و من عند ابن عم رسول الله صلی الله علیه وسلم نزل القرآن وهو اعلم بتأویله( البدایة والنهایة ج7 ص 485
یعنې زه تاسو ته د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملګرو له خوا څخه راغلی یم، چې هغه/ د نبي علیه السلام ملګري په تاسو کې نشته او زه تاسو ته د نبي علیه السلام د تره د زوی له طرفه راغلی یم چې هغه له تاسو څخه ښه د قرآن کریم په تأویل پوهیږي. نو له دې څخه معلومه شوه چې په هغه وخت کې هم نه له خوارجو سره کوم صحابي موجود وو او نه هم له دوی سره داسې کوم شخص موجود وو چې هغه دې د قرآن عظیم الشان په تأویل پوه شي.
همداراز که چیرته مونږ اوسنیو خوارجو ته نظر وکړو، نو له عراقه تر لیبیا له الجزایره تر افغانستانه پورې به پکې داسې شخص پکې پیدا نه شي، چې هغه دې مستنده فتوا ورکړي او نه به هم له قیامته پورې په دوی کې داسې شخص وموندل شي.
شپږم مشابهت یې: حداثة السن/ کم عمري: بل مشترک صفت په خوارجو کې د دوی کم عمري ده دا صفت په پخوانیو خوارجو کې هم موجود وو لکه څنګه چې نبي علیه السلام فرمایي(احداث الاسنان) بخاري ج 2 ح 6930 یعنې دوی به کم عمره وي. په اوسنیو خوارجو کې به هم داسې کسان ډیر کم پیدا کیږي چې عمرونه یې له دیرش یا پنځه دیرش کلنۍ څخه پورته وي. دوی/خوارج له کم عمرو څخه په دې هم زیاته استفاده کوي، چې د هغوی/کم عمرو ذهنونه ژر د دوی/خوارجو په طرف ماﺉل کیږي او د دوی/خوارجو په پستو خبرو غولیږي.
اووم مشابهت: د دوی له خاورې پرته نوره ټوله خاوره دارالکفر بلل. یعنې چې دوی په کوم ځای باندې حاکمان وي نو هغه ځای ته به دارالاسلام او دارالهجرة وایي او په کومه خاوره چې مسلمانان حاکمان وي نو هغې ته به دارالکفر وایي. که مونږ د پخوانیو خوارجو نظریې ته فکر وکړو نو هوبهو به په همدې الفاضو سره راڅرخیږي، لکه څنګه چې امام ابن تیمیة په خپل کتاب (فتاوی ابن تیمیة کې په ج13ص35) کې لیکي: وسموا دارهم دارالهجرة، و جعلوا دارالمسلمین دارکفر وحرب. یعنې دوی خپل وطن ته دارالهجرة او دارالاسلام وايي او د مسلمانانو وطن ته دارالحرب او دارالکفر وایي. اوس که مونږ اوسنیو خوارجو ته هم فکر وکړو نو همدا نظر به یې له ذهنونو څخه راڅرګند او روښانه شي. لکه څنګه چې عدناني په 1436ه د رمضان په میاشت په یوه غونډه کې د (یاقوم اجیبوا داعي الله) په نامه یې جوړه کړې وه داسې وویل: پرته له هغې خاورې څخه چې هلته اسلامي خلافت ده، نور د ځمکې په سر داسې خاوره نشته چې هلته دې د الله تعالی حکمونه جاري او هغه ته دې د اسلام کور وویل شي.
مګر دوی دا ټول کارونه د څه لپاره کوي؟ راځو او د دې پوښتنې له ځواب څخه یو څو کرښې ډکوو. دوی دا ټول کارونه یواځې د دې په هدف تر سره کوي، چې د مسلمانانو په شهیدانولو کې ورته کوم خنډ مخې ته رانه شي او نه هم د کوم چا د اعتراض لامل وګرځي. دوی پوهیږي چې مونږ داسې کارونه تر سره کوو، چې په دې سره به زمونږ له ډلې څخه خپل افراد هم جدا شي. نو یې یواځې خپل ړانده او کاڼه تبلیغات او خپل سري فتواوو ته مخه کړې او بې له کومې دعوې څخه د یو چا په حق کې فیصلې کوي.