دوهمه برخه
لیکونکی: ابو حماد الله
۱۲: په اسلام کې مشري، رهبري او چوکۍ مسؤلیت دی، او په دیموکراسۍ کې حق دی (په اسلام کې د مشرۍ طلب نشته او په دیموکراسۍ کې یې شته).
۱۳: په اسلام کې جهاد شته؛ خو دیموکراسۍ کې جهاد تروریستي او دهشتګردي ده.
۱۴: په اسلام کې ښځه جمهور رئیس نه شي مقرر کیدلی او په دیموکراسۍ کې بیا جواز لري.
۱۵: په اسلام کې د حرامو حلالولو پابندي ده او په دیموکراسۍ کې آزادي ده، حرام حلالولی شې او حلال حرامولی شې.
۱۶: اسلام اجتماعي دین دی او دیموکراسۍ انفرادي دین دی، لکه: څوک لمونځ او زکات… ادا کوي او که نه.
۱۷: په اسلام کې ښځه او سړی سره مساوي نه دي او په دیموکراسۍ کې دواړه سره برابر دي.
۱۸: په اسلام کې مشران، امیران او والیان به په مثل د رعیت ژوند کوي او په دیموکراسۍ کې بیا مشران لکه: رئیس جمهور، والي، قاضي، څارنوال او
قومندان ټول مزې او چړچې کوي، د ملت او رعیت هیڅ غم او لحاظ ورسره نشته.
۱۹: په اسلام کې ژر انصاف او بلاتاخیر فیصله ده او په دیموکراسۍ کې داسې عریضې هم شته چې فیصله یې د کلونو کلونو وروسته کېږي.
۲۰: په اسلام کې د مسلمانانو لپاره بیت المال وي او په دیموکراسۍ کې بیت المال بېخي شتون نه لري.