لیکوال: خاکسار پکتیاوال
د لومړي ځل لپاره خوارج له مسلمانانو څخه په کال 10/10/37هـ کې جدا شول او د دوی د بېلیدو لپاره دوه ظاهري اسباب وو.
لومړی- کله چې مسلمانان په دې متفق شول، چې خپل واک به اشخاصو ته سپاري، د حضرت علي رضي الله عنه له لوري څخه ابوموسی او د حضرت معاویة رضي الله عنه له لوري څخه عمرو ابن العاص رضي الله عنه استازي وو، نو په دې وخت کې دوی (خوارجو) داسې اوازې خپرې کړې (اتحکمون في دین الله الرجال )؟ او دا خبر بعضو جاهلانو او اعرابو/کوچیانو ته هم ورسیده، هغوی به هم همدا شعارونه ویل چې لا حکم إلا لله (له الله تعالیٰ پرته څوک پریکړه نه شي کولای) نو دوی له مسلمانانو څخه بغاوت وکړ.
دوهمه- وجه یې د حضرت علي او معاویة رضي الله عنهما، حاکمانو او هغو مسلمانانو تکفیر و، چې هغوی په تحکیم د پورتنیو دوو کسانو باندې راضي وو او دوی دا آیت کریمه د خپل ځان لپاره دلیل ګرځولی وو (ان الحکم الا لله) ویل به یې چې هر څوک په دې فیصله راضي وي نو هغه کافر ده. مګر دا هغه اسباب وو، چې دوی په ژبو باندې ښکاره ویل، خو دوی دا ټول کارونه ددې په خاطر وکړل، چې د مسلمانانو اتحاد له منځه لاړ شي او خلافت ته د پای ټکی کیږدي.
دوی په خپلو کارونو کې هیڅ جائز او غیر جائز کار ته توجه نه کوله، کنه خلافت خو د قرآن عظیم الشان او احادیثو څخه صراحتا ثابت او متابعت یې واجب او فرض و. لکه څنګه چې الله تعالی فرمائي: واذ ﻗﺎل رﺑﮏ ﻟﻠﻤﻼﺋﮑﺔ اني ﺟﺎﻋﻞ في اﻻرض ﺧﻠﯿﻔﺔ (ﺑﻘﺮۃ) او همدارنګه الله تعالی فرمایي: ﯾﺎ داؤد اﻧﺎ ﺟﻌﻠﻨﺎک ﺧﻠﯿﻔﺔ في الارض. همداشان په بل ځای کې فرمایي: وعدالله الذین آمنوا منکم و عملوالصالحات لیستخلفنهم في الارض کما استخلف الذین من قبلهم ولیمکنن لهم دینهم الذي ارتضیٰ لهم ولیبدلنهم من بعد خوفهم امناً یعبدونني لایشرکون بي شیئاً ومن کفر بعد ذالک فأولئک هم الفٰسقون ـ سورةالنور. دا درې اﯾﺎﺗﻮنه دﻟﯿﻞ دي په اهمیت او ﻓﺮضیت د ﺧﻼﻓﺖ ﺑﺎﻧﺪې، ځکه ترې جوته شوه، چې ﺗﺨﻠﯿﻖ انساني ﺷﻮی لپارە د ﺧﻼﻓﺖ ﺷﺮعي، د آدم علیه اﻟﺴﻼم پیداﺋښت هم لپاره د ﺧﻼﻓﺖ ﺷﻮی و.
همدارنګه ټول پیغمبران الله تعالیٰ د دې لپاره رالیږلي وو، چې خلافت وکړي او همدارنګه د ټولو مؤمنانو سره الله تعالیٰ وعده کړې، چې په دوی کې به الله تعالیٰ خلیفه ګان پیدا کوي او تفسیر قرطبي ص 264ج 1 کې وایي: چې دا درې واړه آیتونه دلیل دي په دې خبره، چې خلیفه ټاکل فرض دي. همدارنګه اسلام په دوو شیانو ولاړ دی، لومړی په کلمه د توحید دوهم په توحید د کلیمې/اتحاد او اتفاق، دا کار نه کیږي مګر د خلیفه په موجودیت کې به کیږي.
علماء په فرضیت د خلیفه کې داسې هم وايي: ( نصب الخلیفة من اهم الواجبات ولذا قدٌموه علی دفن صاحب المعجزاة) یعنې: د خلیفه غوراوی له اهمو واجباتو څخه دی، له دې وجهې صحابه کرامو د خلیفه مقرر کول د نبي علیه السلام له دفن څخه مخکې کړل او علامه ابن شریف په مسامره شرح مسایره ص 120 کې فرمایي( وقد تواتر اجماع المسلمین في الصدرالاول حیث جعلوه اهم الواجبات وبدأوا به قبل دفن الرسول ﷺ)یعنې: په لومړنۍ پیړۍ کې د مسلمانانو اجماع مونږ ته په تواتر سره نقل شوې، چې هغوی خلیفه ګرځول په ټولو فرائضو کې اهم ګرځولی و او د خلیفه په مقررولو کې یې د رسولﷲ ﷺ له دفن کولو څخه مخکې شروع وکړه؛ دا اجماع له ټولو څخه مظبوطه اجماع وه، ځکه اشخاص یې صحابه کرام وو.
همدا شان نړیوال قانون هم په دې شاهد دی، چې کوم نظام خلیفه ونه لري، نو د هغه نظام ټول کارونه به له قانوني اصولو څخه لري وي او هیڅ کوم کار به یې د خپل نظام د فایدې لپاره نه وي، ځکه خلیفه د خپل نظام لپاره ډیر کارونه مخته وړي، لکه د شرعي نظام قائمول، تطبیق د احکامو، عدل او انصاف جاري کول او همدارنګه حق خپل حق دار ته سپارل، دا کارونه پرته له خلیفه څخه کول ستونزمن او ناشوني دي، خوارج یواځې د همدې مقصد لپاره له مسلمانانو جدا او له دوی څخه یې لار بیل کړه.