عبد الباسط عبد الصمد
د استشراق موخې:
استشراق او مستشرقینو د اسلام پر عقیده، قوانیونو، کلتور، تاریخ، تهذیب او تمدن پراخ برید له پخوا څخه پیل کړي، ځکه مستشرقینو له پیړیو راهیسې د اسلام حقیقت د خلکو په ذهنونو کې د خرابولو له پاره ډير وسایل په کار اچولي دي، موخې يې ډيرې زیاتې دي، چې د وخت په تېریدو سره یې لا پسې زیاتې کړې، یو څو عمده یې په لاندې ډول دي:
– د استشراق دیني موخه: مستشرقینو ټول وسایل په کار واچول تر څو د نړۍ په ډيرو خلکو خپل عقاید او دین ومني، اسلام یواځينی دین و چې د عیسویت پر وړاندې خنډ بلل کیده، له دې امله مستشرقینو له ټولو مخکې اسلام په نښه کړ.
دغو مستشرقینو د اسلامي تاریخ او عقیدې په اړه خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړې، یو خوځښت یې د بطرس الراهب په کوښښونو سره رامنځته کړ، چې د قرآن لومړۍ ترجمه یې په ۵۳۸ هجري/ ۱۱۴۳ز کال کې تر سره کړه، د دغه خوځښت نظارت د وخت په تیرېدو سره د کلیسا مختلفو پادریانو او مستشرقینو کاوه، چې د توما الاکویني، روګر بیکون او ریمو تدلل یې د یادونې وړ دي.
خو له دې وروسته دوی تعلیمي موسسو او پوهنتونو کې دا زده کړه عامه کړه؛ په ځانګړي ډول د عربي ژبې زده کړې په واسطه هغوي وکولی شول اسلامي فلسفه، تاریخ، عقیده، اخلاق او په ټولو اسلامي امورو کې خپل فاسدونکي افکار دننه کړي، د دې ټولو هڅو موخه یوه وه چې خپل دښمن یعنې مسلمان او اسلامي امت ذلیل او خپل غلامان وګرځوي.
اسلامي درسونو کې ګډون پر مهال مستشرقینو قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مبارک ولوست، د سیرت له کتابونو یې ډیر څه د دې له پاره واخیستل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت په اړه پر مسلمانانو نیوکه وکړي، ډیر تورونه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پاک سیرت او شخصیت ولګول، چې ځینې تش په نوم مسلمانان یې هم تر اغیز لاندې راغلل.
– اشغال: د اشغال فکره هغوي له هغو کسانو تر لاسه کړه کومو چې په ختیځ کې اسلامي زده کړې وې ځکه هغوي په دې وتوانېدل چې د مسلمانانو د کمزورۍ او پیاوړتیا نقطې مالومې کړي، مستشرقینو اسلامي حکومتونه او نظامونه له نږدې ولوستل او خپلې نورې سیاسي ګټې یې هم په کې ولیدلې، خپل خلک او مشران یې دې ته قانع کړل چې باېد په سیاسي، اقتصادي او پوځي ډګرونو کې هم مسلمان ملت تر برېد لاندې ونیول شي، پیل یې له صلیبي جنګونو بیا په لیبیا، مصر، الجزایر او په نورو اسلامي هېوادونو بریدونه وو، مسلمانانو تر منځ یې د نفاق اور بل او خپلو موخو ته د رسیدو او د اسلامي نړۍ اشغال په لار کې ورته د رڼا یو څرک ښکاره شو.
مستشرقینو یوه ځانګړې ډله تیاره کړه چې د فرق تسد (Divid and Rule) په شعار باندې د مسلمانانو تر منځ کار وکړي، چې په خپل وخت سره موخې ته ورسېدل، له بیا بیا زیانونو ګاللو وروسته یې خپل دا شعار نور هم پسې دقیق کړ، پخوا به یې د نسلونو تر مینځ د نفاق اور بلولو چې په وروستیو کې یې یو نسل څو څو ډلې وګرځول، دا فارموله یې تر یو حده بریالۍ وه/ ده.
سیاسي اشغال یې په اسلامي خاوره دومره پیاوړی کړ چې ځینو مسلمانانو ته د هغوي اشغال سم او برحقه ښکاریدو او ښکاري، د خپلو روزل شوو کسانو پر مټ یې اسلامي امت اشغال او د هغوي له منځ یې داسې کسان ور وروزل چې د دوی تشه ډکه کړي.
– علمي موخې: د مستشرقینو یوه ډله په دې ګومارل شوې وه چې په علمي ډګر کې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي او په ټولو هڅو سره د اسلام تعلیمات او لارښوونې په نښه کړې، د مسلمانانو سره یې په درسونو، سمینارونو، کتابتونو او داسې نورو علمي غونډو کې ګډون کاوه، موخه یې دا وه چې مسلمانانو ته د هغوي تاریخ ګډوډ او خراب ور وښایي، له خپل تاریخ څخه یې لرې او بې پروا کړي، ځکه مسلمانان دوی یو بې تمدنه او له ثقافت څخه لرې خلک بلل، په حقیقت کې هغوي د دین ثقافت څخه لرې وو/ دي.
یادونه: که پورته نقطو ته ځیر شو او لږ خپل عقل او فکر په کار واچوو نو په اوسنۍ اسلامي نړۍ کې به یې ژوندي ډېر مثالونه ووینو، راځئ پیل یې له خپل هېواده وکړو چې څوک د استشراق له پاره کار کوي، باېد تر خپلې وسې هڅه وکړو چې مخه یې ونیسو.
پای