لیکوال: حامد افغان
د ماسپښین اذان په اوریدا جومات ته روان شو، لاره کې یې یو سړی ولید چې د خورما دنګي وني سر ته ختلی او مېوه راشوکوي، صوفي غږ پرې وکړ: وه سړیه دا اذان دې وانورید، د بدبخت زویه کوڼ یې که څه بلا وهلی یې، اخیر ته خر یې که انسان چې خلک لمانځه ته روان دې او ته په ونه کې لګیا یې؟! سړي ورته راغږ کړ چې ته لیږ صبر وکړه زه درکوزیږم، تا په هغه هغه … صوفي د خطر په احساسولو سره په بیړه ځان جومات ته ورسوه او ځان یې خلاص کړ.
جومات کې یې سوچ و فکر وکړ چې سړي ته مې چټي سپکې خبرې وکړې، دا خو د شخړو او جګړو جوړولو او خلکو پارولو طریقه ده، دا خو د ارام او نرم مزاجه خلکو د پړسولو او جګړې ته هڅولو لاره ده. په دې سوچ او فکر کور ته ولاړ او د خلکو ښو ته رابللو او سړیتوب په ښایسته، عاقلانه او حکیمانه لارو چارو یې ژور چورتونه ووهل. مازدیګر چې له اذان سره سم جومات ته روان شو لاره کې یې بیا هغه سړی ولید چې د خورما وني ته ختلی او په کار بوخت دی.
صوفي په نرمه سلام ورته وکړ او ورته لګیا شو، چې وروره د الله داعي او مؤذن خلک ستر عبادت ته وربللي او جومات ته د خلکو کتارونه روان دي، ستا رنګ او څېره د ښه او دینداره سړي راته معلومیږی، بله دا چې ته فعلا هم په حلال رزق ترلاسي باندې لګیا یې، دا هم ستر عبادت دی، په جماعت لمانځه سره به دې طبیعت برابر او رزق به دې الله برکتي کړي، ده چې دا خبرې ختمولې سړی راکوز شو، په مینه یې لاس ورکړ، بل لاس یې په اوږه ورکېښود، مننه یې ورنه وکړه او جومات ته ورسره روان شو.
لاره کې سړي ورته وویل چې دلته د ماسپښین لمانځه پر مهال یو خر او احمق جومات ته روان و، ما ته یې ډېرې سپکې خبرې وکړې، سم مې ونه پېژاند او زما سره ډېرې خورماوې وې، ژر راښکته نه شوم، کنه د ده سابه، به مې سم ورته په مالګه کړي و. صوفي چوپتیا غوره وبلله… او په زړه کې یې له ځانه سره وویل چې فعلا دې پر هماغه خره لاس اړولی دی! همدا زه وم چې له عقلانیت او سړیتوب مخکې مې د دعوت لاره کې شخړې او فتنې جوړولې، خو له غور و فکر، عقلانیت او د سړیتوب له اسلوب خپلولو وروسته ته په مینه زما له څنګه جومات ته روان یې. (ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة ۖ ).
یادونه: دا ساده وطني کیسه د خوانو دعوتګرانو لپاره د غور و فکر وړ او ډېره ګټوره ده، لطفا لایک، کاپي او شیر سره یې نورو ته هم ورسوئ.