بوهريره رضی الله عنه ویلي: نبی عليه السلام وویل، چي یهودپه يواويافرقوياپه دوو اويافرقو ويشل شوي، همداراز نصاری په همدومره ډلوټپلومتفرق شوي اوزماامت به په درې اويا(۷۳) ډلو وویشل شي.
که پوښتنه وشي: ددې امت داګمراه فرقې چي په حدیث کي یې يادونه شوې، تاسويې پيژنئ؟
امام عبدالرحمن ابن الجوزي رحمه الله يې ځواب داسي ورکړی، چي دومره خبره خوقطعي راته څرګنده ده، چي صحابه رضی الله عنهم چي په کوم اتفاق اوجماعت وو، لومړی خوارجودا اتفاق مات اوبې اتفاقي یې په امت کي راوټوکوله، وروسته دمعتزله او روافضو داجماعت پرېښود، خپلي ډلي يې بېلي کړې، دا موږ ولیدل چي له جماعت څخه بې اتفاقه شول) اوموږ ددې بېلوشويوفرقواصل هم پيژنو،بلکه په دې هم وپوهيدلوچي هره فرقه له جماعت څخه بېله شوه، هغه په خپل منځ کي سره وويشل شوه،که څه هم موږته دهغوی نومونه اوداګمراه مذهبونه بېل –بېل څرګند نه دي، دبدعتي فرقوله اصولوڅخه دالاندي فرقې راته معلوميدي، حرويه، قدريه، جهميه، مرجيه، رافضه اوجبريه (داشپږ ښکاره دي)ځینوعالمانو ویلي: دبدعت اوضلالت ريښې او اصل همداشپږفرقې دي، دهري ډلي دولس ښاخه دي، ټول دوو اوياښاخه شول، چي له جماعت څخه بې اتفاقه اوفرقه – فرقه شول.
امام ابن الجوزي رحمه الله وايي، چي په دې دین دالله تعالی عجيب قدرت اورحمت دادی، چي ګمراه فرقې دومره ډیري دي اودجماعت یوه ډله ده، لیکن په هره زمانه کي له اوله نيولي تراوسه اهل السنت والجماعت په کثرت سره زياتيږي، تردې چي که دجماعت ډله لس کروړه وګڼو، دا دوواویافرقې یوکروړ هم نه دي، بلکه نیم کروړلانه دي، ښائې لس لکه وي، چي ترڅو دالله تعالی حق دين هميشه دتوحیدپه خاوندانوکي په متواتره توګه پاته شي، څنګه چي دجماعت ډله دومره ډیره ده، دوه درې صدۍ وروسته به دبدعتيانوفرقې ختمي شي (دا خبره امام جوزي رحمه الله خپلي زمانې ته په کتلوسره کړې ده او دا يقيني ده، چي په یادو شویو فرقو کي ځیني اوس وجود نه لري، خو نوري نوې ګمراه فرقې را پيدا شوي دي).
امام ابن الجوزي رحمه الله دلته له یادو شویو شپږو فرقو څخه دهرې ګمراه فرقې د۱۲ خاښونو یادونه کړې ده، د حرويه فرقې دولس څانګي دي، (دهري خارجي فرقې عجيب مختلف ګمراه اعتقادونه دي)څنګه چي اول ښاخ ازرقيه دي (ددې باني ابوراشدنافع بن ازرق خارجي و) دافرقه په دې ګمان وه، چي له هغه کسانو پرته، چي ددوی دفرقې غړي دي، نور څوک مؤمنان نه ورته ښکارېدل، هغوی اهل قبله کافران وبلل، په هغه زمانه کي دډیرو صحابه وو اواکابروتابعینوپه وجودکي دوی داسي ګمراه خبري کولې،( په اوس وخت کي که په دغه نامه کومه ډله شهرت نه لري، اما دا اعتقاد په ځینو ډلو کي شتون لري، چي له ځان پرته نور مسلمانان نه ګڼي او په اهل قبله وو دکفر حکم کوي).
دوهمه څانګه یې اباضيه دي ( ددې باني عبدالله بن اباض و) دوی به داویل، چي که څوک زموږپه فرقه کي وي، هغه مؤمن دی اوڅوک چي زموږ څخه وتلی وي، هغه منافق دی (نه مؤمن اونه کافر دی).
دريم ښاخ ثعلبيه دي (ددې باني ثعلبه بن مشکان و) ددې ګمراه ډلي دا اعتقاد و، چي الله تعالی نه څه جاري کړي اونه یې څه په تقديرکي مقدر کړي دي.
خارجي فرقې حضرت امیرالمؤمنين علی کرم الله وجهه اودهغه ملګريو، چي مهاجرين، انصار، اهل بدر اودبيعة الرضوان ډيرکسان په کي شامل وو، ټولوته یې کافران ویل، دې فرقې ته وویل شول چي، د نبی عليه السلام له وفات څخه څلويښت کاله لانه دي تیرشوي اودحضرت ابوبکر او عمر رضی الله عنهماپه څیر حضرت عثمان ، علي اوداصحابه رضی الله عنهم دنبی عليه السلام له مقربوصحابه وو څخه دي، داټول متواتره زمانه پيژني،اياتاسوانکار کولی شی؟
خوارجو وویل: بې له شکه په دې خبره ټول پوهيږي اوخبره چي د لمرپه څیر روښانه وي، له هغوڅخه انکار نه شي کېدلی.
وروسته ورته وویل شول: الله تعالی چي په قرآن کریم کي صحابه وو رضی الله عنهم ته مؤمنين، صادقين، مؤمنون حقا اومفلحون ویلي، په دې صف کي لومړی دا کبار صحابه رضی الله عنهم داخل نه وو؟
خوارجووویل: بې له شکه هغه مهال دوی په دې صف کي داخل شوي وو، له هغه وروسته ابوبکر او عمررضی الله عنهماپه همدې طريقه پاته شول، ليکن عثمان اوعلی رضی الله عنهما زموږپه رايه هغه طريقه بدله کړه اوله دې صف څخه ووتل اونبی عليه السلام چي دهغه وخت مطابق هغوی ته جنتيان ویلي وو، کله چي هغوی په مخکني حال پاته نه شول، نوټولي خبري ولاړې.
وروسته خوارجو ته ځواب ورکړل شو، چي داستاسوغټه غلطي ده، ځکه کله چي الله تعالی په تقديرکي هغوی جنتيان مقدرکړي وو، دمقدر قضاء پوره شوه اوس په دې کي تغير ممکن دی؟
خوارجو وویل: موږ پوهيږو، چي داخلک کافران شوي، موږدانه منو، چي الله تعالی څه مقدرکړي وو، بلکه هيڅ تقدير نه منو، ليکن څوک چي څنګه کوي هغسي کيږي، د تقدير په مسئله موږ نه پوهيږو، ژباړن وایې: دې بدبختي فرقې متواتر اعتقاد پرېښود اودکفرلار يې غوره کړه اوهغه دښمني چي له اکابرو صحابه وو رضی الله عنهم سره يې دهغوی په زړه کي ځای نيولی وو، نه پرېښوده، نعوذبالله من الضلال.
ژباړن: موسی مهاجر