عابد احمدزی
څنګه چې مونږ او تاسو ته معلومه ده چې نني داعشیان خوارج او په خارجیت یې مونږ په ورځني ډول په لیکلې او اصداري بڼه بې شمیره دلایل وړاندې کوو.
نو دا هم په مونږ او تاسو لازمه ده تر څو د دوی له شومو هدفونو/موخو او د دوی له اصلي سرچینې څخه خبر تر لاسه کړو، هسې نه چې د دوی په شیطاني فریب کې را ګیر شو.
په دې خبر چې له دوی څخه ځان ساتل مهم دي نبي علیه السلام صراحتا بیان کړی او فرمایي:《فایاکم و ایاهم 》یعنې له دوی څخه ځانونه لرې وساتئ.
(مسند امام احمد 8393)
دا خبر هم له لمر څخه څرګنده ده، چې خوارج د امریکا پاتې شوني پروژه ده او همیش د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره کارونه تر سره کوي.
دا پوښتنه چې کافران ولې په مسلمانانو کې دومره نفوذ کوي او ولې له مسلمانانو څخه په ارامه نه کیني، د کافرانو په کم عقلي دلالت نه کوي؛ بلکې دا کارونه د کافرانو هغه خلک تر سره کوي، چې د سالم عقل او فکر خاوندان وي، ځکه افغانستان داسې هیواد دی، چې هر وخت په کې یرغلګرې ککرۍ د خاورو میلمانه شوي او همیش یې د کافرانو خویندې میندې بورې او په ویر کینولې دي؛ نو دې ته په کتو سره به خامخا کافران د خپل بدل اخستلو لپاره د هر کار تر سره کولو ته تیاریږي او له هغو کارونو څخه یې یو کار د خوارجو روزل دي.
ځینو مبارزو فعالانو په همدې هدف خپلو کارونو ته ادامه ورکړې تر څو ټول افغانان د خوارجو له شومو هدفونو څخه خبر او ټولو هیوادوالو ته څرګنده کړي چې خوارج د امریکا یو پاتې شوې پروژه ده او ټول کارونه یوازې د امریکا د لاسته راوړنو په پار تر سره کوي.
د همدې لپاره مونږ له ټولو افغانانو غواړو چې د خوارجو په هکله هر ډول مالوماتي مطالب په ښه دقت او پوره انرژۍ سره ولولي/وګوري تر څو د خوارجو سره په پوره توګه اشنا شي او هېڅوک د دې قوت پیدا نه کړي تر څو افغانان د خپلو ګټو لپاره استعمال کړي او د خپل ځان لپاره یې د ډال په توګه وکاروي.
مونږ به تاسو د خوارجو له تاریخ، کړنو، ظلمونو، وحشتونو، نا مردانه بریدونو او په ځانګړي ډول د مجاهدینو له هغو تندریزو عملیاتو څخه خبروو چې په خوارجو یې تر سره شوي