کله چې د عربو سارایانو د روم او فارس له امپراطوریو سره ډغرې وهلې، ځینو ظاهر پرستو دا جنون ګاڼه، دوی ته د اسلام د بري تصور یو خوب ښکارېده، د دوی نظر د همدې تاریکیو ور ها خوا نور څه نه لیدل، خو د اسلام ډېوې غوښتل د نړۍ هره تیاره په رڼا بدله کړي. هر ظلم او ستم د عدالت او برابرۍ په جوهرونو بدل کړي، د غلام او بادار په نړۍ کې د عدل او برابروالي بیرغ اوچت کړي، د لوړ او ټیټ تر منځ د مساواتو نسبت قائم کړي، د اسلام دا لښکر له ظاهري اسبابو او وسائلو محروم و، خو د الله جل جلاله پر بري تکیې یې باور دومره زیات کړی و چې اتلس زرو سپاهیانو د څه کم پنځوسو زرو کافرو په وړاندې ودرېدل.
د عربو له وچو دښتو څخه راپاڅېدلي دې خلګو د عراق سمسورو سیمو ته مخه کړه او فتحه یې کړې، بیا هم ځینو باور نه کاوه او دا یې د تقدیر یوه معجزه ګڼله، په اسبابو متکي اشخاصو به د الله جل جلاله معنوي نصرت په کومو سترګو لیدلی وای؟
د حجاز دې کاروان په بري او شهادت باور درلود، ځکه د لښکرونو په وړاندي بریمن وه، د دې لښکر د سالار خالد په سترګو کې د اعتماد، باور او اطمینان موجونو څپې وهلې، د ماتي له نامه سره یې ژوند نه و اشنا؛ د اسلام د لښکر په وړاندې رومیانو او ایرانیانو متحد محاذ جوړ کړ، خو سیف الله خالد ابن ولید دا اتحاد هم مات کړ او رومي او ایراني عسکرو یو بل سره په تېښته کې سیالۍ کوله، د فراض په ډګر کې هر خواته بې شمېره مړي پراته و؛ دا ټولې فتحي په الهي نصرت متکي وې.
د کسری او اسلام جګړه پرېکنده مرحلې ته رسېدلې وه، د مسلمانانو د امیر سعد ابن ابي وقاص سره یوازې دیرش زره غازیان و، خو د کسری پوځ له یو لک او شل زره نه زیات و، د فیلانو او نورو جنګي وسائلو کمی نه و ورسره، خو په وړاندي یې بیا د مسلمانانو تورې زړې، زغري یې د زیاترو په تن نه وې، خو جهادي جذبې په خورا جوش کې وې.
له اسبابو یې وېره نه وه، ځکه په الهی نصرت یې اتکاء وه؛ هر یوه یې د شهادت لوړ مرام له خدای نه په زاریو غوښت، درې ورځې پرلپسې جګړه وشوه، څلورمه ورځ د کسری بخت او تخت په خاورو کې لتي وهلې، سالار یې مردار او ماته خوړلي پوځ تېښته غوره کړه، د قادسیې میدان د فارس د عظمت جنازه د ځمکې په تل کې دننه کړه، په دې سره د ایران زرکلن پرتم همدغو خاورینو او ساده خلګو رانسکور کړ.
دوی د انساني جلال سمبولونه و، د هر یوه په زړه کې د بریا او شهادت انګازې وې، خو دښمن یې بیا یوازې د بري په تمه جنګېده، له مرګه وېرېده او مرګ یې د خپلې ناکامۍ ذریعه بللی و، د ظاهر پرستو فاسد خیال ډېر ځله معنویت او باطني نصرت هیڅ او باطل کړي، اسلامي تاریخ د همداسې زرګونو پېښو شاهد دی چې یوه لوري ته د مادیت علمبرداران بل لوري ته د ایمان او معنوي نصرت باوري خلګ د یو بل سره اړم وي او بری هم د دوهمې ډلې په نصیب وي.
د نن او پرون کیسه یوه ده، نن اسرائیل د مادیت علمبردار دی، خو په وړاندي یې بې وسلې غزه والو داسې مېړانه وکړه چې د مادیت پرستو ټول باطل، اندونه، ایډیالوژي او خیالونه یې نسکور کړل.
د عصر ظاهر پرستو هم د تېر په څېر د اسرائیلو په وړاندي جنګېدونکي غزه والو ته د جنون نسبت کاوه، خو د خدای تعالی له نصرته ناخبره دا خلګ به هغه وخت زیات حیران شي، چې اسرائیل له شرمېدونکې ماتي سره مخ شي، موږ د همداسي حالت په تمه یو او دا راتلونکی ګڼو، بعون الله.