یهودان څوک دي؟ نهمه برخه

رفعت شفیق

د يهودانو د صفاتو په لړۍ کې، په دې برخه کې به د هغوی يو بل صفت تشريح کړو.

۸- د حق پټول (کتمانِ حق)

د حق پټول (کتمانِ حق) د يهودانو له هغو ناوړه صفاتو څخه دی چې الله تعالی يې په قرآن عظيم‌الشان کې په تکرار سره يادونه کړې ده. الله جل جلاله د بني‌اسرائيلو دا عمل په سختو الفاظو غندلی او څرګنده کړې یې ده چې حق که هر څومره پټ کړل شي، الله تعالی يې خامخا ښکاره کوي.

الله جل جلاله فرمايي: ﴿وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادَّارَأْتُمْ فِيهَا وَاللَّهُ مُخْرِجٌ مَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ﴾ (البقرة: 72)
ژباړه: اې يهودانو! ياد کړئ هغه وخت چې تاسې يو انسان وواژه، بيا مو په یو او بل تورونه ولګول، خو الله تعالی هغه څه را څرګند کړل چې تاسې پټ کړي وو.

کله چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم مبعوث شو، د هغه صفتونه، نښې او بشارتونه د يهودانو په اسماني کتابونو کې په څرګند ډول موجود وو، خو د هغوی ډېرو علماوو او مشرانو دا حقايق پټ کړل. هغوی په بشپړ ډول پوهېدل چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله رښتينی رسول دی، خو بيا یې هم دا حقيقت له خلکو پټاوه.

قرآن کريم دا حالت داسې بيانوي: ﴿وَإِذَا جَاؤُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَقَدْ دَخَلُوا بِالْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُوا بِهِ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا يَكْتُمُونَ﴾ (المائدة: 61)
ژباړه: او کله چې دوی تاسو ته راشي، وايي: موږ ايمان راوړی، حال دا چې له کفر سره ننوتلي وي او له هماغه کفر سره وتلي وي، او الله ښه پوهېږي په هغه څه چې دوی يې پټوي.

مفسرين رحمهم الله فرمايي: د يهودانو د علماوو د حق پټولو اصلي لامل د دنيا غوښتنه وه. هغوی وېرېدل چې که د نبي صلی الله عليه وسلم رښتينولي څرګنده کړي، نو مشرتوب، نفوذ او هغه مادي ګټې به له لاسه ورکړي چې د خلکو له خوا به ورته ورکول کېدې. له همدې امله يې د الله د کتاب آيتونه د يو ناچيز قيمت په بدل کې وپلورل.

الله جل جلاله په بل ځای کې په قرآن کريم کې فرمايي: ﴿إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا﴾
ژباړه: بېشکه هغه کسان چې هغه څه پټوي کوم چې الله له کتابه نازل کړي دي، او د هغه په بدل کې لږه بيه اخلي (د دنيا ناچيزه ګټه تر لاسه کوي).

علامه ابن کثير رحمه الله د دې آيت په تفسير کې داسې فرمايي: «اليهود هم الذين كتموا صفة محمد صلى الله عليه وسلم في كتبهم التي بأيديهم، لئلا تذهب رياستهم وما كانوا يأخذونه من العرب من الهدايا والتحف على تعظيمهم إياهم، فخشوا لعنهم الله إن أظهروا ذلك أن يتبعه الناس ويتركوهم، فكتموا ذلك إبقاء على ما كان يحصل لهم من ذلك، وهو نزر يسير، فباعوا أنفسهم بذلك، واعتاضوا عن الهدى واتباع الحق وتصديق الرسول والإيمان بما جاء عن الله بذلك النزر اليسير، فخابوا وخسروا في الدنيا والآخرة.»

ژباړه: يهودان هغه کسان دي چې د محمد صلی الله عليه وسلم صفتونه او نښې يې په خپلو کتابونو کې، چې د دوی په لاس کې وې او د هغه پر رسالت او نبوت ګواهي ورکوله، پټې کړې. دوی دا ځکه پټول چې هسې نه يې مشري، سرداري او هغه ډالۍ او تحفې له لاسه ورکړي چې عربانو به د دوی د تعظيم او درناوي په بدل کې ورکولې. هغوی وېرېدل چې که دا حق څرګند کړي، نو خلک به د رسول الله صلی الله عليه وسلم پيروي وکړي او دوی به پرېږدي. نو ځکه يې دا حق پټ کړ، تر څو هغه ناچيزه دنيايي ګټه وساتي چې دوی ته رسېده.

په همدې لږ او حقيرې ګټې سره يې خپل ځانونه وپلورل، او د هدايت، د حق د پيروي، د رسول د تصديق او پر هغه څه د ايمان راوړلو پر ځای چې له الله څخه راغلي وو، هماغه ناچيزه دنيايي ګټه يې غوره کړه. نو دوی په دنيا او آخرت دواړو کې ناکام او تاوانيان شول.

همدارنګه نبي کريم صلی الله عليه وسلم د کتمان په اړه فرمايي: «مَنْ كَتَمَ عِلْمًا أَلْجَمَهُ اللَّهُ بِلِجَامٍ مِنْ نَارٍ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»(رواه أبو داود)
ژباړه: څوک چې علم پټ کړي، الله تعالی به د قيامت په ورځ د اور مهار پرې وتړي.

لنډه دا چې: د حق پټول يو ناوړه صفت دی چې يهودان پرې اخته وو او دي. نو په همدې اساس، هر مسلمان بايد کوښښ وکړي چې خپل ځان له دې ناوړه عمل څخه وساتي.

Exit mobile version