د يهودانو د صفاتو په دوام کې، په دې برخه کې به د هغوی يو بل ناوړه صفت وڅېړو.
۷- د عهد یا پيمان ماتول
پيمان، تړون او عهد د انساني ژوند له بنسټيزو ارزښتونو څخه دي، ځکه چې د انسانانو ترمنځ باور، امنيت او ټولنيز نظم پر همدې اصولو ولاړ دی. هېڅ ټولنه، که هغه کوچنۍ وي او که لويه، تر هغه وخته پايداره نه پاتې کېږي، تر څو چې خلک پکې خپلو ژمنو ته وفاداره نه وي. له همدې امله، له تړون څخه سرغړونه د عقل، اخلاقو او انساني فطرت له نظره يو ناوړه او غندل شوی عمل ګڼل کېږي.
انساني فطرت له پيمان ماتولو سره طبيعي کرکه لري، ځکه فطرت د رښتينولۍ، وفادارۍ او امانت غوښتنه کوي. انسان په طبيعي ډول دا خوښوي چې له هغو خلکو سره ژوند وکړي چې پر خپله خبره ولاړ وي، نه له هغو سره چې نن يو څه وايي او سبا ترې اوړي. همدې فطري اصل ته په کتو، د پيمان ماتول د تاريخ په اوږدو کې د بدو اخلاقو له څرګندو نښو څخه شمېرل شوی دی.
الله جل جلاله هم په قرآن عظيم الشان کې مسلمانانو ته لارښوونه کړې ده چې پر خپلو ژمنو متعهد و اوسي، او هر انسان د خپل عهد په وړاندې مسئول دی، لکه څنګه چې فرمايي: ﴿وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا﴾
ژباړه: اې مؤمنانو! پر خپلو ژمنو وفادار اوسئ، ځکه هر څوک د خپل عهد او ژمنې په وړاندې مسؤل دی.
سره له دې چې پيمان ماتول يو ښکاره غير اخلاقي عمل دی، قرآن کريم بيانوي چې بنياسرائيلو په تيرو زمانو کې له همدې ناوړه خوی سره ځان ککړ کړی و. هغوی نه يوازې له عامو خلکو سره، بلکې له خپلو انبياوو او حتی له الله جل جلاله سره د تړلو پيمانونو په ساتلو کې هم پاتې راغلل.
الله جل جلاله په قرآن عظيم الشان کې فرمايي: ﴿وَلَقَدْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا ۖ وَقَالَ اللَّهُ إِنِّي مَعَكُمْ ۖ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنْتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ…﴾
(سورة المائدة: ۱۲)
ژباړه: يقيناً الله جل جلاله د بنياسرائيلو څخه کلک پيمان واخيست، او له هغوی څخه يې د ولس مشران وټاکل، او الله جل جلاله وفرمايل: بېشکه زه له تاسو سره يم؛ که لمونځ قايم کړئ، زکات ورکړئ، زما پر رسولانو ايمان راوړئ، د هغوی ملاتړ وکړئ او الله ته ښه پور ورکړئ، نو خامخا به ستاسو ګناهونه وبښم.
خو له دې ټولو ژمنو سره سره، هغوی دغه تړون ونه ساته. له همدې امله الله تعالی فرمايي: ﴿فَبِمَا نَقْضِهِم مِيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً﴾ (سورة المائدة: ۱۳)
ژباړه: نو له دې امله چې هغوی خپل پيمان مات کړ، موږ پرې لعنت ووایه او د هغوی زړونه مو سخت کړل.
همدارنګه الله جل جلاله فرمايي: ﴿الَّذِينَ عَاهَدْتَ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِي كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لَا يَتَّقُونَ﴾ (سورة الأنفال: ۵۶)
ژباړه: هغه کسان چې ته ورسره تړون کوې، بيا هر ځل خپل تړون ماتوي، او له الله څخه هېڅ ويره نه لري.
مفسرين ليکي چې دا آيت د بنياسرائيلو د بني نضير قبيلې په اړه نازل شوی، ځکه هغوی پرلهپسې خپلې ژمنې ماتولې.
فرانسوي تاريخپوه ګوستاو لوبون د يهودو د صفاتو او اخلاقو په اړه ليکلي دي:
«که د يهودانو د تاريخي چلند ځينې ځانګړنې په يوه جمله کې راونغاړو، نو ويلی شو چې هغوی د اوږدو شخړو او جګړو له امله د تمدني اخلاقو له پوره اغېز څخه بېبرخې پاتې شوي دي. د بنياسرائيلو په تاريخ کې د تاوتريخوالي، سرغړونې، عهد ماتونې او سختدريځۍ بېلګې ډېرې ليدل کېږي، آن هغه وخت هم چې واک ورسره و، جګړې او شخړې نه درېدې.»
لنډه دا چې همدغه ناوړه صفت د يهودانو په سرشت کې ځای لري؛ يوازې د تېرې زمانې يهودان نه، بلکې د ننني وخت يهودان هم پر خپلو ژمنو متعهد نه دي، لکه څنګه چې موږ بيا بيا وليدل چې هغوی ډېر عهدونه مات کړل.









































