یحیی سنوار؛ یو تاریخ جوړونکی شخص!

جنید زاهد

#image_title

په حقیقت کې جهاد له هغه وخته روان دی، چې د حق او باطل ترمنځ شخړه پیل شوې او تر قیامته به دوام لري؛ دا مقدس حرکت به داسې کسان مخې ته وړي چې الله تعالی جل جلاله د خپلو ځانګړو وړتیاوو او نږدې والي لپاره غوره کړي دي.

هغه کسان چې د الله جل جلاله د رضا او د الهي عدل خپرولو نه پرته بله هېڅ اراده او عقیده نه لري، دغه ډله؛ هغه کسان دي چې تل یې په مختلفو وختونو او ډګرونو کې د عملي کولو لپاره تياري ښودلې او په هر حالت کې یې د وینا کولو لپاره خبرې او د ترسره کولو لپاره کړنې ترسره کړي.

دا باید معلومه شي، چې جهاد تل د تېري کوونکو او ظالمانو پر وړاندې دی او تر هغې به وي چې د ظلم څراغ روښانه وي او مجاهد به د هغه د خاموشه کولو لپاره ګړندي ګامونه اخلي.

آزادي د یوې ډالۍ په څېر نه ده؛ چې څوک یې خلکو ته ورکړي، بلکې د آزادۍ ترلاسه کول قرباني او وینه غواړي.

دا د الله جل جلاله مامور او قاصد چې د جهاد او د باطل سره د مبارزې په نوم د مسلمانانو منځ ته راغلی دی؛ هیڅکله د دې لارې د اتلانو په وژلو او له منځه وړلو سره نه دی درېدلی او نه به ودرېږي.

ډېر داسې رجال او اتلان شته، چې د جهاد او سرښندنې د لارې په پیاوړي کولو کې یې؛ د شهادت جامونه څښلي او سرونه یې ورکړي دي.

داسې کسان چې هر یو یې په یوازې ځان یو اُمت و، تاریخ د هغوی نوم، نشان او د شهادت ځای ثبت کړی او نړۍ ته یې څرګند کړی دی.

یحیی سنوار، هغه ستر شخصيت و، چې د فلسطین په تاریخ کې یې مهم رول درلود، یحیی د اسلام د لویو اتلانو په ډله کې شامل شوی دی.

سنوار؛ یو نه ستړی کېدونکی مبارز، د حماس د سیاسي دفتر مشر، په خپل شهادت سره یې نړۍ را ویښه کړه او ټولو ته یې څرګنده کړه؛ چې کله یو مسلمان وايي “الموت فی سبیل الله اسمی امانینا” زموږ تر ټولو لویه هیله د الله جل جلاله په لار کې شهادت دی، دا یو دروغ او شعار نه دی؛ بلکې یوه ټینګه عقیده او باور دی چې ریښه یې د هر مسلمان په زړه کې ده.

یحیی سنوار ټولو هغو کسانو ته چې تر اوسه یې د صهیونیزم وحشي څېره نه وه پېژندلې؛ وښودله چې د دوی ټولې خبرې او پلانونه دروغ دي او د دوی په باور کې پرته له بربادۍ او بې عدالتي بل څه نشته.

شهید سنوار په خپل ژوند کې د شکنجې او زندان ډېرې تجربې درلودې، د خپل ژوند په اوږدو کې یې د صهیونیزم د وینې تویونکي او خونخواره رژیم په اسارت کې کلونه تېر کړل او له شکنجو سره یې کلک تړاو درلود.

شهید سنوار د شهادت جام په میړانه نوش کړ او خپل ځان یې د خپل رب دربار ته د وړاندې کولو لپاره هېڅ ډول هڅه ونه سپموله او خپل ضعیف دښمن ته یې په میړانه وښودله، چې هېڅ امکانات د یو مسلمان د ټینګې ارادې پر وړاندې د مقابلې کولو توان نه لري.

د شهید یحیی سنوار ژوند ته لنډه کتنه!

یحیی سنوار څوک وو؟

یحیی ابراهیم حسن السنوار د ابو ابراهیم په کنیه پېژندل کېده، هغه د اکتوبر په ۱۹۶۲ (۱۳۴۱) کال د خان یونس په جنوب غزه کې زېږېدلی و، د عربي ژبې متخصص و او د عبراني ژبې تسلط یې هم درلود.

د هغه د واده ثمر درې زامن وو، هغه د ۱۹۸۰مې لسیزې په لومړیو کې څو ځلې د غزې اسلامي پوهنتون کې د اشغال ضد فعالیتونو له امله د صهیونیزم رژیم لخوا ونیول شو.

یحیی د هغو حرکتونو سره چې د صهیونیزم پر وړاندې یې هڅې کولې، تل ملګری و او د فارغېدو وروسته یې د مبارزینو یوه شبکه د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د وسله وال مقاومت لپاره جوړه کړه؛ چې د حماس نظامي څانګې، د القسام ګروپ ته بدله شوه.

سنوار د حماس د تاسیس له پیل څخه چې شیخ احمد یاسین په ١٩٨٧ مېلادي کال کې وکړ، د دې ډلې سره یوځای شو، شهید د خپل زندان په دوسيو کې د څلورو عمري بندونو په تور محکوم و، چې د بندیانو د تبادلې پر اساس، له ۲۳ کالونو وروسته د صهیونیزم له زندانونو آزاد شو.

شهید سنوار د ۲۰۱۴ مېلادي کال په اوه اوونیز برید کې چې د صهیونیزم رژیم په غزه وکړ، فعال رول درلود او له هغه وروسته، متحده ایالاتو د تور لیست په نوملړ کې شامل کړ.

په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې، سنوار د غزې لپاره د حماس مشر شو او د شهید اسماعیل هنیه ځای ناستی شو، په ۲۰۲۳ (۱۴۰۲) کال کې حماس د طوفان الاقصی عملیات پیل کړل او سنوار د دې عملیاتو متفکر و.

سره له دې چې د طوفان الاقصی له پیل یوه کال تېریږي، خو دا یو کال د اشغالګرو لپاره تر ټولو بد حالات او وېروونکي وختونه و، ورځ تر بلې د ژوند تیرول ور ته سخت و؛ ځکه چې یو زمری ژوندی و، هغه زمری چې د اشغالګرو د چاڼولو لپاره یې د دښمن په زړه برید کړی و.

یحیی سنوار سره له دې چې له تشکیلاتي اړخه په امن ترین حالت کې و، خو د شهادت شوق او د باطل سره د مبارزې خوند هغه د جګړې زړه ته رسولی و، د جهاد په ډګر کې د وسلې سره د فلسطین او اسلام د دښمنانو په انتظار و، له مات شوي لاس او ټپي بدن سره؛ خو له ایمان او د الله جل جلاله د باور ډک زړه سره، جنګېده.

نړۍ د هغه د میړانې او زړورتیا په لیدلو حیرانه او په تعجب کې شوه، د نړۍ ستر سیاستوال او د هېوادونو مشران د دې زړورتیا او د دې درجې له میړانې سره په حیرت کې شول.

تر ټولو غوره مشر او د اسلام تر ټولو غوره مبارز و، هغه څوک چې د دنیا نعمتونو د یوه لحظې لپاره هم د جهاد او د دښمن سره د مبارزې له یاد څخه غافل نه کړ.

یحیی السنوار؛ د اسلام په دښمنانو کې داسې وېره او وحشت خپور کړی و چې حتی د هغه د جنازې په لیدلو هم وېرېدل او لړزېدل.

الله تعالی جل جلاله د دین او د اسلام د شعایرو د ساتنې لپاره ډېر داسې رجال او اتلان لري، که یو زړور د شهادت جام وڅښي؛ دا معنا نه لري چې نور به په دې لاره کې څوک نه وي او د دې کیسه ختمه شوه، بلکې دا یو الهي سنت دی چې د یوه رهبر په شهادت رسېدو سره به زرګونه سرسپارلي عسکر دې حرکت ته وړاندې کوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version