د فلسطین او بیا په ځانګړي ډول د غزې له نامه سره د شهادت، زخم، زندان او کډوالیو کلمو داسې کلکه غوټه خوړلې، چې هسې په اورېدو یې هم د رښتیني مسلمانانو زړونه له درده په لړزه راځي او بیا د خپلې بې وسۍ په اوښکو له خپلو فلسطيني وروڼو او غزه والو سره خواخوږي څرګندوي، د بې وسۍ او ناتوانۍ تصویر له ځان سره د عواطفو هدیرې ته لېږدوي.
ښايي همدا لامل به وي چې دا ځل د اسلامي غورځنګ او حماس مجاهدینو د یوه بل پیاوړي رهبر، مبارز، مجاهد او د صهیونیستي مفکورې پر وړاندې د ولاړ غره شهید السنوار د شهادت دردونکی خبر د توقع خلاف نه و، بلکې د هغه مجاهد د شهادت د خبر په څېر و، چې هره شېبه د خپل دښمن د مرمیو تر باران او جاسوسي جالونو تر چتر لاندې و.
په افغانستان کې د ګڼو بلکو اکثرو مصلحو ځوانانو خواله شبکې د همدغه ستر شخصیت د شهادت دردونکو خبرونو او د هغه ویاړلي تصویر نیولی؛ چې نوموړی له صهیونیست او اشغالګر رژیم سره پر هوار ډګر د مخامخ مبارزې په حالت کې ښيي او پر هغو ټولو انګیرنو د بطلان کرښه راکاږي، چې ګني د اسلامي مفکورې دغه زمری دې د حماس په تونلونو یا غرونو کې د پټ رهبر په توګه پر وضعیت څار کوي.
د نوموړي (رحمه الله) په اړه تر دې دمه ګڼې لیکنې شوې او ویاړلي یادونه به یې په نورو لیکنو کې هم را څرګند شي، خو څو ټکي یې په اړه زیات مهم دي:
۱: د مجاهدینو په منځ کې روان رهبر؛
غربي او اسرائیلي رسنیو د خپلو تبلیغاتو هڅو په لړ کې پرلپسې راپورونه ورکول چې ګنې شهید سنوار په تونلونو او د حماس نورو پټنځایونو کې د بریدونو له وېرې ځان پناه کړی، خو شهادت یې ثابته کړه چې هغه په نره د خپلو غازیانو سره مخامخ د صهیونېستانو پر ضد حیرانونکې مبارزه کوله.
۲: د سیاسي او پوځي ډګر اتل؛
ځینو رسنیو هغه د حماس او اسلامي غورځنګ د کارېزماټیک رهبر په توګه یاد کړی و، د حماس د سیاسي پلانونو او پوځي ډګر وسله والې مبارزې اکثره طرحې ددغه متفکر ذهن محصول ګڼل کېږي او د اسرائیلو په اکثره نظامي جلسو او رازونو کې نوموړي ته د نه ماتېدونکي غر او مفتکر مغز په توګه کتل، وېره ورڅخه کېده او شتون یې د هغوی خوبونه نا ارام کړي و.
مهمه دا چې د هغه سیاسي او پوځي تجربه یو تر بل پیاوړې وه، د پخواني سیاسي مشر شهید هنیه له شهادت وروسته حماس پر نوموړي را ټول و.
۳: د طوفان الاقصی طراح؛
دا عملیات چې تېر کال د اکتوبر په ۷مه په بریالیتوب سره تر سره شول، دا بریدونه چې د نړۍ سیاسي او پوځي دوکتوران یې حیران کړل، په دومره نظم او ترتیب تر سره شول چې د اسرائیلي شیطاني شبکې امنیتي چتر یې هم ونړاوه او له امریکايي – اروپايي وروستي ماډل پوځي ټکنالوژۍ څخه برخمن اشغالګر ځواکونه یې حیران کړل.
۴: د زندانونو اتل؛
شهید سنوار په پوهنتون کې د تحصیل پر مهال د خپلو ملګرو سره د اسلامي مبارزې ناستې او جلسې کولې، د اسرائیلو پر ضد یې پټ او ښکاره فعالیتونه درلودل، ځکه خو څلور ځله زنداني شو، تر دې چې د خپل عمر څه باندې دوې لسیزې یې په زندان کې تېرې کړې، ډول ډول ناروغیو او شکنجو هم د هغه اسلامي فکر بدل نه کړ او په مېړانه یې ژوند وکړ.
۵: د شهیدانو د کورنۍ غړی؛
شهید سنوار هم د شهید هنیه په څېر د کورنۍ لسګونه غړي د اسلامي مبارزې او فلسطین د ازادۍ په لار کې قربان کړي او بالاخره نوموړي هم د هغوی لار خپله کړه او په ډېره سرلوړۍ یې له ژوند سره مخه ښه وکړه.
۶: د خپل رهبر د باور وړ مبارز؛
شهید سنوار د تنکۍ ځوانۍ له زمانې د حماس اسلامي غورځنګ د بنسټګر شیخ احمد یاسین د باور وړ زلمی و، د هغه تر نظر او روزنه لاندې وپالل شو او په یوه داسې غازي بدل شو، چې د اسلامي غورځنګ کړنلاره او مبارزه د شهادت تر سلګیو پورې روښانه وساتله.
او بالاخره دغه اتل خپله هغه وعده په ډېره رښتینولۍ سره پوره کړه، چې یا به د فلسطین سپېڅلې خاوره د اسرائیلو له ناولو پلونو او ارادو څخه ژغوري او یا به د شهادت جام نوش کوي.
هغه رښتنی و او د غزې د سویل خان یونس کډوالو کمپ کې، د ۱۹۶۲ کال پیدا شوي ماشوم د خپل عمر له ۶۲ ویاړلي عمر تېرولو وروسته؛ په جګ سر او اوچتو سترګو د خدای تعالی حضور ته ورغی.
هو! د شهید سنوار د وینو هر څاڅکی د ننۍ اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډیو عرب هېوادونو غرب پاله او منحرفو مشرانو غږ کوي، چې که د فلسطین او غزي د مظلوم ملت مرسته نه شی کولی، خو لږ تر لږه خپلې ناولې خولې او بې واکه سیاستونه خو مو کنټرول کړی، که د خپلو غربي بادارانو له وېرې د فلسطیني ماشوم او شهیدې مور غږ نه شی اوچتولی؛ نو د اسلامي غورځنګ او حماسي مجاهدینو په شان او مبارزه پسې خو د بشري حقونو او دیموکراسۍ له مردارې ګېډې راوتې ادعاوې او نومونه مه تړئ.