د سه شنبې په ورځ د پاکستاني پوځ ویاند یوه اوږده مطبوعاتي غونډه وکړه او د رسنیو ګڼ شمېر استازي یې راوبلل او هغوی ته یې څه وضاحت ورکړ، معمولاً په داسې خبرې غونډو کې د پوځ ویاند هېوادوالو ته د امن او امان او ورسره تړلو مسایلو په اړه پوهاوی ورکوي او د ملت پوښتنو ته ځوابونه وایي، د رسنیو استازي د قوم په استازیتوب ځینې خبرې وړاندې کوي او بیا د هغو ځوابونه ترلاسه کوي او په ډاډه زړه یې ولس ته رسوي. په داسې خبري غونډو کې پوځي ویاند په ښکاره له سیاسي مشرانو او په هېواد کې له واکمنې ادارې سره د همغږۍ او د هغوی په ملتیا د روان سېټ اپ په اړه خبرې کوي او ځان داسې ښيي چې ګواکې اداره د همدې انتظاميې تر چتر لاندې روانه ده.
خو دا ځل چې پوځي ویاند د غونډې پر مهال د خبرو کوم انداز غوره کړی وو، یوه شېبه هم داسې نه معلومېده چې هغه دې د کومې معتبرې ادارې ویاند وي، د هغه یوه یوه ټکي او توري دا څرګندوله چې هغه د کومې کوڅې لوفر دی، چې که د شریعت په اړه ورته څه ووایې نو پر تا را دانګي، په اصلي شرعي حکم کې ورته خپل شخصي زیان ښکاري، نو ځکه هغه د خپلې شیطاني وړتیا پر اساس دا هڅه کوي، چې له ځانه جوړو شو خبرو ته شرعي بڼه ور واغوندي او په داسې انداز یې وړاندې کوي چې غنډه ګري پکې له ورایه ښکاري، که څوک یې له غلطو کړنو خبر کړي، نو بې له کوم ځنډه د مدینې د منافقانو په څېر ورته وایي چې ایا موږ ته غلط وایې؟ زموږ پر کارونو اعتراض لرې؟ موږ خو دا هر څه د نورو د اصلاح لپاره کوو.
که څوک یې په پوره ادب او درناوي پوه کړي چې پر تاسو دا او دا حق دی او تاسو یې نه شئ ادا کولی، نو بیا دونه غوسه شي، چې سمه خبره هم خرابه کړي. اوس همدې ته په کتو د پرونۍ خبري غونډې ننداره وکړئ، پوځي ویاند له یوې خوا پخپله وایي چې پوځ له سیاست سره هیڅ تړاو نه لري، خو په همغه مجلس کې د څلور میلیونه ولس لرونکي ولایت پر سیاسي ګوند او د هغه پر مشرانو په کوم ډول نیوکه کوي؟
ښکاري خو داسې لکه همدا سیاسي ګوند چې د پوځ سیاسي رقیب وي او د ټاکنو مرحله په مخکې وي؛ او اوس دا پوځي ویاند نه، بلکې د مخالف سیاسي ګوند کوم توندلاری مشر دی او د ولس د تېر ایستلو لپاره د بل سیاسي ګوند د مشرانو خبرې یوه یوه پر سکرین ښيي او بیا پرې د کوڅې د لنډه غرو په ژبه ملامتیا وایي. کله چې یو خبریال پوښتنه کوي او هغه پوښتنه پر حقایقو ولاړه او د وضعیت رښتونې انځورګره وي، نو د ځواب پر ځای د ویاند صیب تبه پورته کېږي او هر څه چې یې خولې ته راسي کوي یې، د ترهګرۍ په اړه که څوک د څه ویلو جرات وکړي او ویاند صیب ته ور یاده کړي چې په یاده برخه کې مو خپله دنده تر کومه حده سرته رسولې، نو ویاند صیب په خپل رعب ښودلو سره اوتې بوتې شروع کړي او د خپلې دندې د غفلت پړه یا پر نورو هېوادونو اچوي او یا هم د خپل هېواد تر ټولو مشهور مشر ته بدې ردې وايي.
ویاند صیب وایي چې د ملت هر هر ماشوم خبر دی چې ترهګري له کومه ځایه راځي، خو په ورته وخت کې په ژوندۍ خپرونه باندې چې د ملت ماشومان کومې تبصرې کوي او ویاند صیب ته حقایق او د ترهګرو ځای ور په ګوته کوي، پر هغه ویاند صیب پوره سپین سترګی پاتې کېږي او د کوڅې د نسلي لنډه غرو په څېر یې له سره تېروي.
یو خبریال پوښتنه کوي چې له ګاونډ سره د لارو بندولو له امله چې هیواد او ملت ته کوم زیان رسېدلی، هغه نه یوازې دا چې جبران کېدونکی نه دی، بلکې په هېواد کې یو بحران زېږوي او کله چې دا بحران سر پورته کړي، نو مخنیوی به یې بیا نا ممکن وي، پر دې خبره ویاند صیب په ډېر لوفرانه انداز وایي چې نه؛ د دروازو په بند ساتلو کې ګټه ده. اوس له یوې خوا ټول هېواد، کروندګر او سوداګر په یوه خوله وایي چې تاوان دی او په لسګونه زره خلک بې روزګاره دي، خو بیا هم ویاند صیب وایي چې نه؛ دا خو ګټه ده، اوس څرګنده ده چې ویاند صیب ته خو په همدې کې ګټه ده، ځکه د کوڅې لنډه غر په شرارت او ګډوډۍ کې خپله روزي ګټي.
ویاند صیب ته د ګاونډي حکومت هم ډېره اندېښنه وه، هغه د ګاونډي حکومت د جوړښت په شمول د هغوی د هرې پالیسۍ تشریح وکړه او د هغوی د محدودولو هره ممکنه هڅه یې وکړه، د خبرو له انداز او د بدن له حرکاتو یې داسې ښکارېده لکه لېونی کېږي چې. پر دې چا پوښتنه ترې وکړه چې د همدې ګاونډي حکومت په راتګ خو تاسو خوشحالیانی کولې، بیا نو اوس دا شور ماشور څه مانا لري؟ په دې خبرې باندې خو ویاند صیب رښتیا هم لېونی شو، هغه داسې مغلظات وویل چې د یوې معتبرې ادارې ویاند خو لا څه، چې د سړک پر غاړه ولاړ یو مراثي هم داسې کړنو شرمېږي. مګر د فن کارپوهان وایي چې ویاند صیب دا کار ځکه وکړ چې په هر ډول وي ګاونډی حکومت تر وروستي بریده، بلکې له هغه هم زیات بدنام کړي، او د دې لپاره که هغه پخپله هر حد ته ښکته کېدو ته اړتیا ولري، چمتو او اماده دی.
خو پوښتنه بیا هم پر ځای پاتې ده چې هغه ولې داسې کوي؟ هغه ولې خامخا خپل مسلمان ملت د ګاونډي مسلمان هېواد په ضد راپاروي؟ دا په زور د دښمنۍ پیدا کولو اخر ضرورت څه دی؟ اوس یې په تخرګ کې داسې کومه دانه ختلې ده چې له دښمنۍ جوړولو خوند اخلي؟ د خبرونو څېړونکي وایي یاد ویاند چې له کومې ادارې سره تړاو لري، د هغې بدبختي دا ده چې د پاکستان له جوړېدو څخه نیولي تر اوسه یې کومه د پام وړ کارنامه نه ده ترسره کړې، کارنامه خو پر ځای پرېږده، هغوی د خپلو خلکو وینه زبېښلې ده؛ په هر ګام کې د هغوی په وژلو، بندي کولو او ډول ډول تعذیب ورکولو کې ککړ پاتې شوي دي.
له همدې امله په هیواد او ملت کې د هغوی په وړاندې یوه ډله ییزه کرکه موجوده ده، د پوځ په نوم اخیستلو سره تر هر څه وړاندې د وحشت او ظلم داستانونه ذهن ته راځي، د دې کرکې پایله کله ناکله دا وي چې ولس په غوسه شي او د پوځ داسې کلک حساب کتاب وکړي چې هر څه یې بربنډ شي، له دې څخه د ژغورنې او د دې ښودلو لپاره چې موږ ډېر زړور یو، پوځ کله یوه ډرامه په کار اچوي او کله بله، دوی له یوې خوا په خپلو ګډوډیو ولس وېروي او له بلې خوا د لنډغرو ژبه او انداز اختیاروي، ترڅو نورو ته خپله اصلي بڼه وښيي چې حقیقت مو بس همدومره دی.
په دې ډله کې د اسراییلو هغه ناروغي هم ننوتې چې هر وخت د مسلمانانو له سپکولو خوند اخلي، دوی غواړي چې خپل ولس یې هم تل په بد حالت کې وي، ترڅو د هغوی پام د دې کړۍ خوا ته نه شي او په خپلو ستونزو کې ښکېل پاتې شي، او په دې ډول به دوی د عیش او عشرت ژوند تېروي، د ګاونډیانو او په ځانګړې توګه د افغانستان ناارامي دوی ته ډېره ښه ښکاري، ځکه په دې سره به دوی له یوې خوا له نړۍ څخه په مختلفو نومونو پیسې ټولوي او له بلې خوا به خپل ولس ته خپله خواخوږي ښيي، خو اوس نړۍ هم پوهېږي، ولس هم خبر دی او پخپله دې ډلې ته هم حقیقت معلوم شوی دی، ځکه نو دوی اوس غنډه ګرۍ، ګډوډۍ او لېونتوب ته پناه وړې ده.
