ګوندپالان یا تحزیبیان، پروتوکولیان او چکچکیان

عمر شهید

#image_title

په افغانستان کې حاکم شرعي نظام له اوږدې مبارزې وروسته د لوی الله جل جلاله په نصرت منځته راغی. د عقلونو جنګوونکو کله هم دا باور نه کاوه چې بیا به اسلامي امارت او شرعي نظام د داسې یو غوڅ او قاطع بري په نتیجه کې قائمېږي.

 

د دې نظام ساتنه او دوام به هم د الله په نصرت ترسره کېږي. د الله نصرت هغه مهال د مسلمانانو مل وي چې کله په مسلمانانو کې ګناهونه په ځانګړې توګه اجتماعي ګناهونه موجود نه وي. له اجتماعي ګناهونو څخه یو هم اختلاف دی. د مسلمانانو یو غوره أمیر تل د یو شرعي نظام په ساتنه کې د الله په نصرت اتکاء لري او په دې پوهېږي چې په کومو شرایطو کې مسلمانان د الله له نصرت څخه محرومېږي؟ له همدې امله یې په خپلو ویناوو کې تل تمرکز په داسې توصیو وي چې که مسلمانان یې عملي کړي، د الله نصرت یې تل ملګری وي او له محرومېدو څخه یې ځان پرې ساتلی شي. غوره أمیر تل د نظام په فکر کې وي، غوره أمیر تل د مسلمانانو د وحدت په فکر کې وي، غوره أمیر تل د خپل صف د تقویې په فکر کې وي، نه د ځان ستاینې کوي، نه د پردیو افکارو او نظریاتو او نه د سمې لارې په ښودلو کې ځنډ کوي او نه د چا د ملامتیا پروا لري. کله چې أمیر غوره وي، په هر قول او کړنه کې یې د الله رضا هدف وي، د خپل ځان پر ځای د مسلمانانو د نظام غم ورسره وي، د دنیا پر ځای د آخرت سمون ته ترجیح ورکوي نو وزیران به یې حتماً غوره وي. هغه داسې وزیران نه انتخابوي چې دده نقش او قدم خپل نکړي.

 

ولې د مسلمانانو له منځه څو ډلې خلک چې د فکري انحراف په مرض مبتلاء دي او له پردیو افکارو څخه متأثره دي، غوره أمیر، غوره وزیرانو او غوره نظام ته تل په کمین کې دي. د هرې وینا او هرې کړنې په اړه ډول ډول تحلیلونه وړاندې کوي، غواړي د نظام په هکله ذهنونه خراب کړي او مسلمانان په شک او تردد کې واقع کړي؛ ددې ډلو څخه یې د څو یادونه کوو:

 

١: تحزبیان یا ډلپالونکي

دا هغه طبقه مسلمانان دي چې فکرونه یې له دیموکراسۍ او جمهوریت څخه متأثر دي، دوی ته د مسلمانانو د علیا مصالحو پر ځای د خپل ګوند او ډلې مصالح معتبر دي او ارزښت ورته لري. دوی په افغانستان کې د سرو لښکرو په خلاف د جهاد ثمرات ضایع کړل، تفرق ته یې مخه کړه، د شرعي نظام د حاکمیت فرصت یې درهم برهم کړ او په امت کې یې داسې ذهنیت خپور کړ چې د جهاد په نتیجه کې شرعي نظام نشي حاکمېدلای او د جهاد او قتال د سپېڅلې مبارزې د بدنامۍ سبب وګرځېدل. دا ګوندپالان چې پخپله هم پخپل داخل کې د زیاتو وېشونو او تقسیمونو ښکار شوي او هېڅ داسې څه نه دي ورپاتې چې ملت ته یې وړاندې کړي، د کینې او حسد اور یې په زړه کې بلېږي او هر کله چې موکه ورته میسره شي په اسلامي شرعي نظام باندې ژبې راباسي او په مستقیم او غیرمستقیم شکل یې د تخریب هڅې کوي.

 

٢: پروتوکولیان

پروتوکولیان هغه طبقه خلک دي چې د تېر اسلامي امارت له سقوط د مخه یې له غریبانو سره اړیکې قایمې کړې وې او بیا یې یرغلګرو ته تسلیمي ورکړه او یا هغه خلک دي چې له یرغلګرو سره بندیان وو او د یوه پروتوکول په نتیجه کې راخلاص او د تېر مفسد نظام تر سیوري لاندې یې ژوند اختیار کړ. دې پروتوکولیانو د یرغلګرو پر وړاندې له جهاد او مبارزې څخه کتبي توبه باسلې وه او عهد یې کړی وو چې د یرغلګرو او د دوی د مفسد نظام پر وړاندې به هیڅ ډول وسلواله مبارزه او مخالفت نه کوي. دوی چې د اسلام له یوې لویې فریضې څخه د خپل مزاج او راحت طلبۍ له وجې تائب شوي وو، تل د حاکم اسلامي شرعي نظام شرعي پرېکړې د مزاج محصول بولي او پخپل ځان نور هم قیاسوي. دوی ملامت نه دي، د اسلام او شرعي نظام په اړه د دوی پوهه سطحي ده. ټول وخت یې له غریبانو سره په ناسته ولاړه تېر شوی. اوس هم د هغوی د مشاورینو په صفت کار کوي او څوک چې داسې وي، حتماً به د اسلامي شریعت د پرېکړو په هکله همداسې قضاوت کوي.

 

٣:چکچکیان

چکچکیان بیا هغه څوک دي چې نه ثابت فکر لري، نه ثابت دریځ. د احساساتو او خواهشاتو تابع وي، له علمي پلوه توره شپه وي. همېشه نورو ته چکچکې وهي. دوی زیات هغه څوک بدرګه کوي چې د فکري انحراف، قوم پرستۍ، ګوند پرستۍ او غرب پرستۍ په مرضونو مبتلاء دي.

 

موږ که د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سیرت مطالعه کړو، د یادو درې واړو ډلو بېلګې پکې پیدا کېږي؛ بناءاً، رښتیني مسلمانان او مجاهدین باید د دوی تبلیغاتو ته تشویش ونکړي. د دوی تبلیغات حاکم اسلامي شرعي نظام ته هیڅ زیان نشي رسولای او ددې تبلیغاتو زیان یوازې دوی ته رسېږي.

الله جل جلاله په قرآنکریم کې فرمایي:

[یریدون لیطفئوا نورالله بأفواههم والله متم نوره ولو کره الکفرون.] سورة الصف – ۸

ژباړه:( دوی د خولو په پوکیو سره د الله رڼا مړه کول غواړي او د الله فیصله داده چې هغه خپله رڼا بشپړه خوره کړي که د کافرانو دا هر څومره بده ایسي هم.)

 

یاد آیت کریمه سره له دې چې د کافرانو په اړه نازل شوی، هر هغه څوک چې د مسلمانۍ دعوه کوي مګر په فکري لحاظ له کفارو څخه متأثره وي او ددې متأثرتوب له وجې په اسلامي شرعي نظام ټکونه کوي، په دوی هم تطبیق کېدای شي. دوی که هر څومره هڅه وکړي، د حاکم اسلامي شرعي نظام رڼا به په خپلو تبلیغاتو سره مړه نشي کړای. دا رڼا به حتماً خورېږي او تر خپل وروستي منزله به رسېږي.

پای

هرماس الافغاني
Exit mobile version