المرصاد معلومات ترلاسه کړي چې تېره شپه د کونړ په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې دوه مهم داعشیان د افغانستان د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
سرچینو المرصاد ته ویلي چې دا عملیات تېره شپه د کونړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ په شوړک سیمه کې ترسره شول، چې په نتیجه کې یې د خوارجو د ډلې دوه مهم کسان قتل شول او دوه میله وسلې، مرمۍ، لاسي بمونه او ماینونه هم ترې ونیول شول.
د سرچینو په خبره، دا دوه کسان، چې یو یې پاکستانی دی، د نورو تخریبي فعالیتونو ترڅنګ په هغه چاودنه کې هم ښکېل وو چې د روانې ربیع الثاني میاشتې په لومړۍ نېته یې د څوکۍ ولسوالۍ په دیوهګل دره کې یو رینجر په نښه کړی و.
سرچینو زیاته کړې چې وژل شوی پاکستانی د خراساني خوارجو مهم غړی او عملیاتي مسؤل و او ورسره وژل شوی ملګری یې درې میاشتې وړاندې د پاکستان له خاورې افغانستان ته راغلی و.