پرون په بغلان ولایت کې سلګونو عامو خلکو، قومي مشرانو او ځوانانو په یوه را ټولېدنه کې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو د غندنې تر څنګ افغان سرحدي ساتونکو او انتقامي بریدونو د ژور ملاتړ غږ اوچت کړ. بغلان کې دا پېښه د ولسي یووالي او ملي ملاتړ یوه بېلګه ده، هره ورځ د روژې مبارکې میاشتې په بهیر کې په ممبرونو او جوماتونو کې هم د اسلامي امارت د دریځ او مجاهدینو د ملاتړ لپاره د دعا لاسونه اوچتېږي او دا یوه ډېره تاریخي او د پام وړ پېښه ځکه ده چې بالاخره د پاکستان پوځي رژیم د یوه مېړني ولس د ملاتړ او عملي جهاد زور ویني او پوهېږي چې یو اجیر او کرايي پوځ د یوه عقیدوي ځواک او ولسي رښتیني ملاتړ څخه برخمن اسلامي لښکر پر وړاندې ولاړ دی.
د پاکستاني پوځي رژیم پر وړاندې د اسلامي امارت انتقامي بریدونه یا «رد الظلم» جهادي عملیات لا هم په بریالیتوب سره روان دي او ګڼې لاسته راوړنې هم لري چې په دې برخه کې د لسګونو پاکستاني پوستو فتحه کول او له سلو پورته اجیرو پوځیانو هلاکت په کې شامل دی. د جګړو تاریخ ثابته کړې ده چې جګړې په زور او ځواک نه، بلکې په روحیه او سپېڅلې موخه ګټل کېږي، دې اصل ته په پام سره له هېواده دفاع د مقدس جهاد بڼه ده او پر افغان خاوره پاکستان پوځي رژیم د روژې په مبارکه میاشت کې بریدونه وکړل، خو په بدل کې یې اسلامي امارت د خپلو ځمکنیو او هوايي ځواکونو پر مټ غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي او ویاړلی انتقام یې اخیستی دی.
پاکستان به ښايي همدا فکر کاوه چې د خپل اجیر پوځ له لارې به هغو موخو ته ورسېږي چې د تاریخ په اوږدو کې یې تل په افغانستان کې د بې ځایه مداخلې او بېلابېلو بې ځایه بهانو له لارې مطرح کړې دي، خو په دې پړاو کې یې سیاسي او جغرافیوي واقعیتونه بدل دي، افغانستان له یو ځواکمن نظام څخه برخمن دی او د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د ولس ملي اجماع او د نظر کلي اتفاق موجود دی.
بل اړخ ته بیا پاکستاني رژیم د دغه ناوړه او ظالمانه جګړې لپاره هېڅ کوم مشروع دلیل نه لري، بلکې دا کار یې د خپلو کمزوریو او کورنیو ستونزو د پټولو او د خپل ولس په سترګو کې د خاورو شیندلو په پار پیل کړی دی چې اوس به له مرګونو ګوزارونو سره مخامخا ورباندې پښېمانه شوی وي، ځکه چې د جګړې پیل اسان، خو ګټل یې ګران وي او افغانان د تاریخ په اوږدو کې د جګړې ګټلو تجربه لري، خو پاکستان بیا برعکس د جګړې د بایللو اوږد او شرمېدلی تاریخ لري، چې دلته یې د یادونې اړتیا نه وینم.
اوس به راشو ددې جګړې بل اړخ ته چې هغه ولسي ملاتړ او د نظر اتفاق دی. په پاکستان کې عام ولس تل محکوم دی او یوازې یو قشر ور باندې واک او ځواک چلوي، هلته ګڼو سیاسي ګوندونو، مذهبي مشرانو او عالمانو په بیا بیا د پوځ پر دغه شیطاني پالیسي او د نورو د ګټو لپاره پر لوبېدو پر ځانګړي ډول افغانستان کې پر لاسوهنې نیوکې کړې، اعتراضونه یې کړي او دا یې یوه ناوړه چاره بللې ده، خو پاکستاني پوځي رژیم نه یوازې چې د هغوی غږ نه دی اورېدلی، بلکې ددغه اعتراضونو او غوښتنو سرلاري یې هم وخت ناوخت ترور او تري تم کړي دي.
د جګړې بل اړخ افغانستان ته که راشو، دلته بیا معادله کاملا برعکس ده او اسلامي امارت د ولس هغه تاریخي غوښتنه عملي ډګر ته را وېستلې چې باید نور د پاکستان پوځي رژیم ته په عدم تشدد او زاریو نه، بلکې په سوک ځواب ورکړل شي. دلته د پښتو هغه مشهور متل صدق کوي چې « که کور مې وسوځېده، دېوالونه یې پاخه شول». پاکستان پوځي رژیم پر افغانستان له ورستیو حملو وروسته ولیدل چې افغانان یې پر وړاندې څومره کرکه لري او د ځواب یا مقابل اقدام وړتیا یې کوم حد لري؟
دا به له هېچا هم پټه نه وي چې اوسمهال په هېواد دننه او بهر مېشتي افغانان په یوه خوله د اسلامي امارت له انتقامي بریدونو ملاتړي دي، خویندي، میندې او بوډاګان ورته د روژې مبارکه میاشت کې دعاګانې کوي. ډېر هغه کسان چې له هېواده بهر ژوند کوي، د پخواني نظام چارواکي او غړي دي، بیا هم د اسلامي امارت په مېړانه او حقانیت اقرار کوي او په خپلو تحلیلونو او نظرونو کې په داګه وايي چې د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل پاکستان د نوک ګوزار په سوک سره ویني.
د «رد الظلم» عملیاتو بهیر کې د ولسي ملاتړ او ملي یو والي عالي روحیه ورځ تر بلې لوړېږي، مبارز امنیتي ځواکونه ولسي مینه او ملاتړ وي، هر ځل یې له را ستنېدو وروسته عام خلک غاړې ته د ګلونو امیلونه ور اچوي، خو برعکس د پاکستاني ملېشو پر مړو څوک ویر هم نه کوي، د پوځ مشران او پالیسي جوړونکي نه د تاریخ مطالعه او زده کړه لري، نه هم د نړۍ د سیاستوالو او تاریخ پوهانو په نظرونو او ورکړو مشورو ځان پوهوي. افغانان نور له جګړې ستړي شوې دي، هېڅکله جګړه نه غواړي، له څلورو لسیزو وروسته د اسلامي امارت په قیادت کې د تېرو جګړو د ټپونو د مرهم او درملنې وار را رسېدلی دی، خو دا په دې معنی هم نه ده چې که بل هر یرغلګر ورباندې برید کوي، نو چوپ په پاتې کېږي او یا به د دفاع وړتیا نه لري.
په دغه روانه شخړه کې د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي هم کارنده ونډه لري او په بهر کې سیاسي استازولیو هم کوربه هېوادونو ته څرګنده کړې ده چې افغانستان جګړه نه غواړي، بلکې د خپل ولس د ساتنې دروند مسوولیت او دفاعي دریځ ورپه غاړه دی، ځکه یې د همدې لپاره هېڅ وخت د خبرو او مخامخ مفاهمې دروازه هم نه ده بنده کړې، برعکس دا پاکستان دی چې تل یې د مذاکراتو مېز پرېښی او د خپلو دروغو د پټولو لپاره یې نورې بهانې مطرح کړي دي.
په دې کې هم شک نشته چې مغرضې بهرنۍ کړۍ، ځینې رټل شوي افغان سیاستوال او د سیمې استخباراتي رسنۍ غواړي چې د ناسمو اطلاعاتو او تبلیغاتو له لارې یو ځل بیا د افغانانو منځ کې د نفاق تخم وشیندي او یا هم د افغان ځواکونو او ولسي خلکو تر منځ واټن رامنځته کړي، خو دوی باید وپوهېږي چې ملت بیدار دی او اوس پوهېدلی چې د هېواد رښتیني خادمان او ساتونکي څوک دي.
