که څه هم چې له حق سره باطل خامخا وي خو بیا هم تاسو یوه لحظه فکر وکړئ چې داعش نشته نو څه به شوي وای؟
عراق به له روافضو خلاص او د اسلامي نظام یو ژوندی تصویر وای، روافضو به هیڅ کله سنیان دومره نه وای ذلیل کړي لکه نن سبا یې چې ذلیله کړي دي.
په شام (سوریه) کې به د بشار الاسد ظالم او مستبید رژیم کلونه وړاندې سقوط وای او په شام کې به د الهی احکامو د نفاذ زمینه کلونه وړاندې مساعده شوې وای.
د مسلمانانو مجاهدینو هغه زور او قوت چې دوی ته په لاس ورغلی وو، له خوارجو (داعشیانو) سره به په دفاع کې نه مصرف کیدلی او د اسلام او مسلمانانو اصلي دښمنان به پرې وهل کیدل.
د پاکستان تحریک طالبان به دوه ټوټې نه وای شوي، د هغوی قوت او زور به خپل منځي اختلاف او بیا له یو بل څخه په بیلتون کې نه ختمیدلی، بلکې د پاکستان د دیموکراتیک نظام پرخلاف به یې خپله برحقه داعیه د مسلح جهاد په توسط پرمخ وړله چې اوس به یې نتیجه مخې ته راتلله.
په اروپا، امریکا، یا نورو هیوادونو کې چې کوم مسلمانان اوسیدل او د انساني خلقت په مقصد پوه وو، هغوی به له یوې سالمې ډلې سره یوځای شوي وای او اوس به یې مثبت تاثرات مونږ په ټولو ملکونو کې لیدلي وای.
د نړۍ ټول مسلمانان مجاهدین به د یو امیر تر اطاعت لاندې وای لکه څنګه چې د دوی د جعلي او کاذب خلافت تر اعلان مخکې وو، که څه هم چې واسطې د بیعت وې خو امیر یو او په ټوله دونیا کې د هغه تر قیادت لاندې د اسلامي نظام د نفاذ په خاطر جد و جهد روان وو.
خو کله چې د غرب په مشرۍ د اسلام دښمنانو ولیدل چې مسلمانان په خورا مهارت زمونږ د دیموکراسۍ او سیکولریزم خوبونه له خاورو سره خاورې کوي، نو یې د داعش په نوم د کاذب خلافت مدعیان چې هیڅ کله یې اعلان کړل شوی خلافت علی منهاج النبوة نه وو، را وړاندې کړل تر څو د اعلاء کلمة الله لپاره د جنګیدونکو مجاهدینو بنیان مرصوص صفونه ورباندې مات او مقاومت یې ضعیف کړي.
تر څو د دوی په لاس اسلامي احکام د خلکو له پامه وربد کړي او دوی یې د توهین او تحقیر سبب شي او د مجاهدینو د فتوحاتو لړۍ ورباندې متضرره کړي او یو څو کاله یې روسته کړي.
په خپلو هیوادونو کې هغه مسلمانان چې د اسلامي نظام د نفاذ په تمه یې شپې تیرولې، د دوی په توسط له خپلو ملکونو راوباسي او دلته یې له مسلمانو مجاهدینو سره په محاذ کې وجنګوي.