تېره ورځ ماښام مهال د کابل په پنځلسمه حوزه کې د داعشیانو پر یوه پټنځای باندې په برید کې دوه داعشیان قتل شوي او زیاته اندازه مفنجره مواد ترې نیول شوي دي.
المرصاد ته سرچینو ویلي چې عملیات د ذوالحجې په ۱۳مه (۱۹ جوزا) د پنځلسمې حوزې په قصبه سیمه کې پر هغه پتنځای ترسره شول چې له ابتدائي تحقیقاتو څخه روښانه شوې چې داعشي خوارجو به ماینونه او چاودېدونکي واسکټونه پکې جوړول.
د سرچینو په خبره، د عملیاتو په نتیجه کې دوه داعشیان ووژل شول او د وسلو او یوه کرولا موټر ترڅنګ، په زیاته پیمانه منفجره مواد، انفجاري واسکټونه، پټاقۍ، ریموټونه او نور وسایل ونیول شول.
سرچینې زیاتوي چې داعشیانو به په دې مرکز کې جوړ شوي ماینونه او واسکټونه نورو ځایونو ته انتقالول او بیا به یې په تخریبي اعمالو کې استفاده ترې کوله.