پاکستان د نړۍ د هغو هیوادونو په سر کې شمارل کیږي چیرې چې ډېره بد امني او تشدد وي، خو په دې وروستیو ورځو کې ډله ییز تاوتریخوالي او سیاسي بې ثباتۍ په یاد هېواد کې حالات لا پسې ترینګلي کړي دي، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د نا امنیو خبرونه اوس د خلکو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده، حالات تر دې حده را رسیدلي چې د خلکو امنیت ته د ژمنتیا پر ځای؛ پوځ او نورې اړوندې ادارې د خپل امنیت په اړه اندیښمن دي.
د معمول په څېر، پاکستاني ادارې په قصدي توګه هڅه کوي چې په پاکستان کې روانه بد امني، په ځانګړې توګه په کرمه ايجنسۍ کي روان ډله ییز تاوتریخوالی، په افغانستان پورې وتړي؛ په دې کار سره، دوی هڅه کوي چې د خپلو ناکامو پالیسيو له پایلو څخه سترګې پټې کړي.
د تېرو څلورو لسیزو په جریان کې، پاکستاني ادارو فرقه ییزې ډلې جوړي کړې او د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره استعمال کړې؛ دوی په شعوري ډول د دغو ډلو پر وړاندې له اقداماتو ډډه کړې، ځکه چې دوی غوښتل په راتلونکي کې بیا دا ډلې د خپلو موخو لپاره وکاروي.
دا فرقه ییزې ډلې په لومړیو کې د پاکستان په لویو ښارونو او پنجاب کې جوړې شوې، خو وروسته یې نفوذ د هېواد نورو برخو ته وغځېده؛ تر نن ورځې پورې، دا ډلې د پوځ او استخباراتي ادارو تر څار لاندې په مختلفو بڼو کې فعالې دي.
په دې وروستیو کې، د پوځ د ملاتړ په سیوري کې فرقه ییزو عناصرو ته بیا آزادي ور کول شوې؛ ترڅو د دوی د ډله اییز تشدد تر شا پوځ خپلې ناکامۍ پټې کړي، کنې دا څنګه ممکنه ده چې د یو بل هېواد نیابتي ډله دې د خپل زیړ بیرغ سره را پورته شي؛ کورونه، کلي او بازارونه دې وسوځوي، خلک دې ووژني او آن په ښکاره ډول دې د پوځ پوستې ونیسي، د پاکستان بیرغ را ښکته کړي او هلته خپل بیرغ را ځوړند کړي او پوځ دې یوازې ننداره کوي؟
دا کړنې څرګندوي، چې د دې شخړو تر شا خپله د پوځ لاس دی، کله یوې ډلې ته ملاتړ ور کوي او کله بله ډله د جګړې لپاره هڅوي.
پوښتنه دا ده؛ چې په اسلامآباد کې د څلورو امنیتي کسانو وژل کېدل د بیړني حالت اعلانولو لپاره کافي ګڼل کېږي، خو په کرمه کې د یوې اوونۍ په اوږدو کې، له ۲۰۰ نه زیات کسانو وژل کېدلو ته هېڅ پاملرنه نه کېږي؟ دا خاموشي د پوځ او استخباراتي ادارو پالیسۍ او ارادې په ډاګه کوي.
د داخلې امنیت ساتلو پر ځای؛ د پاکستان پوځ خپلې ټولې هڅې په کورني سیاسي انجنیرۍ متمرکزې کړې دي، دوی سیاسي ګوندونه کمزوري کوي، ځانګړې حکومتونه ټینګوي او د خلکو د نظرونو د بدلولو لپاره هڅې کوي، خو د خپلو خلکو د امنیت ساتلو لپاره صرف نمایشي کارونه کوي او یا هم په ګاونډیو هیوادونو تورونه لګوي.
د افغانستان اسلامي امارت په خپلو وروستیو اقداماتو کې ښودلې، چې دوی د خپل هېواد په دننه کې د ډله ییزو ستونزو په حل کې جدي دي، په پرلپسې توګه یې ویلي چې دوی د امت مسلمه په یووالي باور لري او ټولې مذهبي ډلې د افغان ټولنې برخه ګڼي.
دا رښتیا ده چې پاکستان هڅه کړې او کوي یې چې د خپلې نیابتي ډلې داعش له لارې د افغانستان په شیعه اقلیت، په ځانګړې توګه د هزاره قوم، پر وړاندې ځینې اقدامات ترسره کړي؛ خو اسلامي امارت په چټکۍ سره دا وضعیت کنټرول کړ او تر ډېره یې د دوی ناولي ارادې له خاورو سره خاورې کړې.
د پاکستان د استخباراتي ادرسونو له لوري د افغانستان په اسلامي امارت دا تور پورې کول؛ چې دوی په پاکستان کې فرقه ییز تاوتریخوالي ته وده ورکوي، کاملاً بې بنسټه او له حقیقت څخه لرې دي، اسلامي امارت په روانو حالاتو کې د ډله ییزو اختلافاتو د ختمولو او مذهبي یووالي د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
د دې پر ځای چې پاکستان پر نورو تورونه پورې کړي، ورته پکار ده چې د خپلو ناکامو پالیسیو څخه عبرت واخلي او د اسلامي امارت له بریالیو تجربو زده کړه وکړي.
د پاکستاني ادارو پالیسي، که کورنۍ وي یا بهرنۍ؛ په بیا بیا د ناامنیو او بې ثباتۍ لامل ګرځېدلې ده، د دوی سیاسي مداخلې، د فرقه ییزو ډلو سره اړیکې او غیر شفافې پالیسۍ یې د هېواد لپاره بې شمېره ستونزې را ولاړې کړې دي.