د ۲۰۰۲ کال په جون کې، پاکستان یوه حیرانونکې پریکړه وکړه، چې له مخې یې څو شرکتونو ته دا اجازه ورکړه، چې پاکستان کې د کارپوریټ کرنې لپاره په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه په واک کې واخلي او د کرنې لپاره د نورو اړوندو اسانتیاوو د برابرولو اعلان یې هم وکړ. کارپوریټ کرنه په دې معنی ده، چې دومره لوی کرنیز فارمونه، چې څو زره جریبه ځمکه په بر کې نیسي باید جوړ شي، ترڅو وروستۍ کرنیزې سرچینې په اسانۍ سره وکارول شي او د کرنې تولید زیات شي.
البته په دغسې حالت کې، ځکه د عصري کرنیزو سرچینو او تخنیکونو کارول ستونزمن و، چې د څو لویو ځمکو مالکینو پرته، نورو دومره ځمکه نلرله، چې د دغسې لویو کرنیزو فارمونو په توګه د عصري تخنیکونو او سرچینو په توسط اعظمي تولید ترلاسه کړي؛ نو د دې لپاره یې حللاره دا وموندله، چې باید د لویو کرنیزو فارمونو لپاره د څو کسانو ځمکه پخپل واک کې واخلي، ترڅو هم د پاکستان هیواد کرنه وده وکړي او هم خلکو ته ګټه ورسیږي.
د دې هدف لپاره څو شرکتونو ته فرصت ورکول شو او هغوی د لویو کرنیزو فارمونو په جوړولو سره په پاکستان کې د کرنې د پراختیا تر شعار لاندې هم پانګونه وکړه او هم یې مرسته وکړه. دا څو شرکتونه هغه نړیوال سازمانونه وو، چې د تجارت لمن یې ډیرو هیوادونو ته غزیدلې ده او په کې د مختلفو لودیځو هیوادونو پانګوال برخه اخلي او د یو ډلېیز سیسټم لاندې پانګونه کوي.
موضوع له مخکې څخه بحث شوه او بیا پریکړه وشوه، چې دا څو مليتي شرکتونو ته په پاکستان کې د کرنیزو ځمکو د پیرودلو اجازه باید ورکړل شي؛ خو د هغه وخت د پاکستان د عوایدو بورډ لخوا ځینې قانوني خنډونه په ګوته شول، چې له امله یې دا پروسه په موقت ډول ودرول شوه؛ خو مګر د جون میاشتې په ۲۰ مه ۲۰۰۲ م کې په لاهور کې د یوه خبري کانفرانس په ترس کې د پاکستان د هغه وخت د اطلاعاتو وزیر نثار میمن وویل: زما په نظر شرکتونو ته د کارپوریټ کرنیزو فارمونو د جوړولو لپاره، د ځمکو ورکولو په باب، د عوایدو بورډ د قانوني ستونزو حل دا دی، چې پاکستان کې د کرنیزو ځمکو د پیرودلو پرځای د کرایې/اجارې ورکولو په بڼه اجازت ورکړل شي.”
کله چې دا اجازت ورکړل شو؛ نو په هغه شرایطو کې، د وخت د حاکمو پوځي کړیو لخوا دا پریکړه د پاکستان د کرنې د پرمختګ لپاره یوه ګټوره او اړینه پریکړه وګڼل وشوه او پدې برخه کې د څو شرکتونو پانګونه او سخت کار د پاکستان سره د دوی ښه نیت او د پاکستان په ګټه وبلل شو؛ خو مګر هماغه وخت پوهانو او ریښتوني پاکستاني ملت د تیرو تجربو په پام کې نیولو سره، د دې پریکړې اغیزې او پایلې منفي وبللې او په دې اړه یې خپلې اندیښني او راتلونکې خطرونه د میډیا او نورو لارو له دوی سره شریکې کړي؛ خو دغه پوهان په یو نوم او بل نوم وځپل شول. دغه پوهانو استدلال کاوه، چې شاوخوا ۸۰ کاله، فلسطین د عثماني خلافت تر واکمنۍ لاندې یو ولایت و او په ټول فلسطین کې هیڅ ځای کې یو یهودي میشت ځای نه و.
عثماني خلیفه ګانو د دې اجازه ورکړې وه، چې د نړۍ په هر ګوټ کې میشت یهودیان کولی شي د سفر په ویزه فلسطین ته راشي، مقدسو ځایونو ته لاړ شي او د څو ورځو لپاره هلته پاتې شي، خو دا اجازه یې نلرله، چې هلته ځمکه واخلي او په فلسطین کې میشت شي؛ ځکه عثماني خلیفه پوهیده، چې یهودیان پلان لري، چې په تدریجي ډول په فلسطین کې میشت شي او هغه ونیسي، ترڅو بیا دوی وکولی شي دلته د اسراییل په نوم خپل دولت جوړ کړي. همدا لامل و، چې پدې اړه عثماني خلافت چلند انعطاف منونکی و؛ خو دې ته هیڅکله چمتو نه و، چې یهودانو ته فلسطین کې د میشت کیدو فرصت ورکړي.
په دې اړه سلطان عبدالحمید ثاني په خپلو یادښتونو کې لیکي: “د نړیوال یهودي سازمان مشر، هرزل، څو ځله ورسره ولیدل او خپله هیله یې څرګنده کړه، ترڅو په فلسطین کې ځمکه واخلي او محدود شمیر یهودیان میشت کړي؛ مګر ما له اجازې ورکولو څخه انکار وکړ.”
تاریخونه لیکي: چې حتی یو ځل، هرزل، سلطان عبدالحمید ثاني ته د چیک بک او غوښتل شوي مقدار ورکولو وړاندیز هم کړی و، په ځواب کې یې سلطان عبدالحمید ثاني، هرزل په ډیره ترخه ژبه وغنده او ورته یې وویل: دا زما په ژوند کې نشي کیدای او له هغې وروسته سلطان حتی د هرزل سره لیدنې کتنې هم بندې کړي.
له دې وروسته، د سلطان عبدالحمید ثاني پر ضد یو غورځنګ پیل شو، هغه له خلافت څخه ګوښه او په کور کې نظربند شو، هغه په خپلو یادښتونو کې لیکي: ترکیه کې د هغه پر ضد په غورځنګ او د هغه د نسکورولو په پلان کې یهودانو قوي لاس درلود، په هغو کسانو کې، چې خلافت یې نسکور کړ، د ترکیانو د مشورتي بورډ/ شوری یو یهودي غړی هم و. په ۱۹۲۰ کال کې د عثماني خلافت له نسکوریدو نه وروسته، فلسطین د خلافت له واک ووت او انګلستان یرغل کړ او د برتانوي والي تر څارنې لاندې، په فلسطین کې د یهودیانو د میشتولو پروسه پیل شوه.
اول د نړۍ له مختلفو برخو نه یهودیان راغلل، بیا یې فلسطین کې ځمکې واخیستې او هلته میشت شول. په دې موقع، مخکښو علماوو د وضعیت د جدي والي په درک کولو سره پریکړه وکړه، چې خپل رول ولوبوي، فتوا یې ورکړه، چې یهودیان غواړي په فلسطین کې میشت شي او بیا بیت المقدس ونیسي او دلته خپل دولت جوړ کړي، نو د اسلامي شریعت له مخې دا جواز نه لري، چې د فلسطین ځمکه په یهودانو باندې څوک وپلوري او فلسطینیان د خپله ځمکه په یهودانو نه پلوري.
که لوستونکي غواړي چې د دې فتوا په اړه نور معلومات ترلاسه کړي، نو د حکیم الامت حضرت مولانا اشرف علي تهانوي کتاب “بوادر النوادر” په همدې موضوع خپله مفصله فتوا لري، هلته یې لوستلی شي؛ خو د علماوو دا کمپاین کار ورنه کړ، او څرنګه چې یهودانو په دوه چنده یا درې چنده قیمت ځمکه اخیستله، نو فلسطینیانو د پیسو په لالچ کې د علماوو فتوا له پامه وغورځوله، چې پایله یې نن هرڅوک ویني، چې د فلسطین ډیری سیمې د یهودانو لخوا اشغال شوې دي.
په دې کار سره نه تنها دا چې هلته په اخیستل شویو ځمکو د اسراییلو دولت تاسیس شو، بلکې فلسطین یې اشغال او د ټولې عربي نړۍ لپاره یو طاعون هم وګرځید، په بیت المقدس کې یهودي ځواک رامینځته شو، فلسطینیان پخپله په خپل هیواد کې بې هیواده ګڼل کیږي، پداسې حال کې چې یهودانو او د دوی نړیوال استعماري بادارانو په ټوله نړۍ کې د دوی ژوند حرام کړی دی.
همدا شان داسې راپورونه شته، چې په پاکستان کې د خانیوال نه تر سیالکوټ پورې د “عیسوي دولت” د جوړولو پلان یادونه کوي، چې له مخې به یې دا دولت په ډیرو نږدې راتلونکو کالونو کې وجود ولري. ښایي موږ دا یو لیونی خوب وګڼو، خو پدې سیمه کې، په مختلفو ځایونو کې دیرش رسمي خالصې عیسوي مستعمرې جوړې شوې، چې په ډیر تیزۍ کارونه مخته وړي؛ که په ورته سرعت سره نورې جوړې شي؛ نو ممکن د دوی شمیر په څو میاشتو کې سلګونو ته ورسیږي.
شنونکي وایي، چې په پاکستان کې د یهودانو او عیسویانو مشترک څو ملي شرکتونو ته د کرنیزو ځمکو د ورکولو اجازه، اوس دا دی بیلابیلو سیمو کې د عیسویانو غیر رسمي لسګونه مستعمرې او خانیوال نه تر سیالکوټه دیرش رسمي مستعمرې په پاکستان کې د عیسوي دولت د رامنځته کولو د پلان په عملي کیدو کې هیڅ شک نشته، که څه هم کرنیزې ځمکې یې د پیرودلو پرځای په اجاره ورکړي؛ خو نه یې د ځمکې لپاره هیڅ حد ټاکلی او نه هم په پریکړه کې د اجارې موده ذکر شوې ده. له همدې امله، څو ملي شرکتونو ته د ځمکې پلورل یا اجاره ورکول هیڅ توپیر ونلري او اجاره کول هغه خطرونه او اندیښنې نه کموي چې موږ یې پورته یادونه کړې.
همدا شان موږ د دې بل عملي مثال هم پاکستان کې لرو، چې د پاکستان له جوړېدو وروسته، د پنجاب برتانوي والي، سرموډي، د چنیوټ سره نږدې د چناب د سیند په غاړه قادیانیانو ته ځمکه په اجاره ورکړه، هغوی هلته د ربوه په نوم ښار جوړ کړ، اوس یې نوم د ختم نبوت غورځنګ په دوامداره غوښتنه “چناب نګر” ته بدل شوی دی. دا ځمکه لاهم په رسمي اسنادو کې د “انجمن احمدیه د ولسمشر” په نوم په اجاره ده، خو په عمل کې، لاهم په اجاره شوې ځمکه باندې یو خالص قادیاني کالوني شتون لري، هغه چې هیڅ مسلمان ته د ژوند اجازه نشته په کې او د هغې حیثیت له دولت څخه دولت دی او د مسلمانانو د لغوه کولو غوښتنه لا تر اوسه نه ده منل شوې.
پاکستان کې ملت او سیاسي حکومت هر وخت د پوځ لخوا څخه یرغمل ساتل شوي؛ بنا د پاکستان په دننه او بهر کې ټول دا ډول پلانونه د پوځ او استخباراتو لخوا مخته وړل کیږي. موږ هیله لرو چې سر له اوسه به د پاکستان مسلمان ملت او د هرې برخې جدي او وطنپال عناصر به دا خطرات په جدي توګه واخلي او د دوی د مخنیوي لپاره به د خپل توان تر حده د خپل رول لوبولو څخه ډډه ونه کړي او د اسلام په نوم جوړ شوی هیواد به په عیسایانو نه خرڅوي.









































