دا ښکاره ده چې خدای جل جلاله د مسلمانانو قربانۍ، د مظلومو انسانانو دعاوې او د حق د دعوې لارویان همداسې نه پرېږدي، د هڅو نتيجه يې ور کوي، له ظالمانو څخه يې غچ اخلي او د برياوو دروازې ور ته خلاصوي.
داعش چې په سیمه او منځني ختيځ کې له اشغال وروسته غوښتل خپلې ريښې منځنۍ اسیا او د افغانستان تر پولو هم را ورسوي، د خراسان څانګه يې په افغانستان کې د امريکا له ماتې سره جوړه کړه؛ چې تمويلونکى مثلث یې له امريکا، پاکستان او تاجکستان څخه عبارت دی، دا څانګه نوره د ماتې او ځوړنتيا په لوري روانه ده.
په پاکستان او امريکا کې سياسي نا انډولۍ تاجکستان ته د يوازيتوب او ماتې وېره پيدا کړې ده او غواړي چې له صحنې څخه ځان وباسي، خو دا په داسې حال کې ده چې د داعش په سيمه، افغانستان او روسيه کې په زياتو بريدونو او جنايتونو کې د تاجکستان افراد را ښکاره شوي دي او ټولې نړۍ ته معلومه ده چې تاجکستان ددې جنایتې ډلې حمایه کوونی هیواد دی.
امریکا چې د داعش مالي ملاتړ په غاړه لري په دې وروستیو کې يې حالات هېڅ ښه نه دي، د ټاکنو په کمپاين کې د امريکا په زاړه ولسمشر ډونالډ ټرامپ بريد، د امريکا د اوسني ولسمشر جو بايډن له راتلونکو ټاکنو استعفاء، د نوي ولسمشر سره د راتلونکو بدلونونو وېره او د اسراييلو او فلسطين په قضيه کې د ايران ګواښونه، دا هغه لاملونه دې چې امريکا يې يوه بې ثباته او سياسي نا انډولۍ ته نن ایستلې ده.
بلې خوا ته پاکستان چې د داعش د خراسان څانګې د تمويل شويو افرادو د فکري او استخباراتي روزنې دنده لري، له پر لپسې څو کلنو را هیسې له سختو سياسي، اقتصادي، سيمه ييزو ډلو او ګوندونو تر اغېز او ستونزو لاندې دى، اقتصادي بحران يې له نړيوالو سازمانونو، سیمیزو هیوادونو او نړيوالو بانکونو سره اړيکې پرې کړي دي، په خاصه توګه په اوس وخت کې د تحریک طالبان پاکستان له خوا زیات شمېر مالي او ځاني تلفات ور اوښتي او يوه کړکېچن حالت کې قرار لري.
تاجکستان چې له وخته تر کفري اغېزې لاندې دی او د داعش خراسان څانګې ته افراد تمويلوي ؛ وروسته تر دې چې د امریکا او پاکستان سياسي او اقتصادي حالات مخ پر خرابېدو دي؛ له صحنې څخه د وتلو کوښښ کوي، څه وخت وړاندې يې په مرکز دوشنبه ښار کې د جبهه مقاومت دفتر وتاړه، داسې نورې کړنې يې هم تر سره کړې چې ښکاره کړي چې له داعش او امریکا سره کوم تړاو نه لري، د تاجکستان دا شاتګ د داعش او امريکا په مخ یوه لويه ضربه ده.