مګر موږ د نن ورځې مسلمانان د عمر، علي، خالد، طارق، سعد او نورو زړورو انسانانو ځای ناستي او پیروان نه یو؟ نو هغه غیرت چېرته دی؟ او دا نننۍ ذلت له کومه؟ ولې؟
په حقیقت کې لومړی لامل چې زموږ اسلامي ټولنې ته یې زیان رسولی، زموږ امت یې کمزوری کړی او زموږ یووالی او اتحاد یې زیانمن کړی، د هدف او مقصد له منځه تلل دي؛ هغه هدف چې دا امت یوازې د هغه د ترلاسه کولو لپاره رامنځته شوی وو.
د اسلامي امت مقصد دا دی چې د الله تعالی جلجلاله عبادت وکړي او خلک د بندګانو له بندګۍ څخه د بندګانو د رب بندګۍ پر لور واړوي. د امت یووالی او ټولېدل باید د عقیدې او دعوت پر اساس وي؛ نه د رنګ، نسل، وطن، ځمکې، قوم او ټبر پر اساس.
خو له بده مرغه، هغه امت چې د ستر رسالت لپاره رامنځته شوی و، د دنیا کمزوري او بې ارزښته موخو ښکار شو او د دې لوی هدف خنډ شول. دا هغه وخت پېښ شول کله چې اسلامي هېوادونه په وړو دولتونو وویشل شول او په هره سیمه کې یې کمزوري او بې واکه واکمنان ځای پر ځای کړل، چې ټوله اندیښنه یې د مقام، سلطنت او تخت وه او یوازینۍ موخه یې مادي ګټې او اوږد ژوند کول وو.
دا موخه هغه موخه ده چې ځوانان به د دې مفکورې او نظریې سره زاړه شي او ماشومان به د دې فکر سره ځوانان شي او لومړی درس چې موږ یې ماشوم ته ور زده کوو، باید دا وي چې خپل هدف مه هیروئ! او تاسو د الله تعالی جلجلاله د عبادت لپاره زیږیدلي یاست.
لنډه دا چې د امت د اوسني دور درد او درملنه یوازې دا ده چې بیرته لومړۍ لارې ته راستانه شو، د الهي رسۍ قرآن عظیمالشان سره ټینګ شو او اشخاص د هغه حقیقي هدف پر لور متوجه کړو چې الله تعالی جلجلاله د هغې لپاره پیدا کړي دي. په دې برخه او راتلونکو برخو کې به هڅه وکړم چې د مسلمانانو د کمزورۍ اسباب په لنډه توګه بیان کړم.
د مسلمانانو د کمزورۍ ځینې لاملونه په لاندې ډول دي:
۱- د عقیدې او عمل کمزوري
لومړی لامل چې د مسلمانانو د کمزورۍ سبب شوی، د عقیدې او عمل کمزوري ده. ځینې مسلمانان خپل عزت په مادي شیانو او د کفارو په ملګرتیا کې ګوري. هغه څوک چې خپل عزت او ځواک له مخلوق او کافرانو غواړي، په حقیقت کې یې عقیده کمزورې شوې ده او د چا چې عقیده او عمل کمزوري شي، په دنیا او آخرت کې به ناکام وي.
نن ورځ موږ وینو چې د مسلمانانو عملونه څومره کمزوري شوي دي. جوماتونه آباد دي، خو له لمونځ کوونکو تش دي. قرآن عظیمالشان شته، خو تلاوت او تدبر یې ورک شوی، مال او شتمني شته، خو د الله تعالی په لار کې لګښت او صدقه خورا کمه ده. لنډه دا چې ټوله اندیښنه یې د نفسانې غوښتنو پوره کول دي، او په زړونو کې یې د ایمان، مینې او عبادت پر ځای د دنیا مینه او د کوچنیو غوښتنو پوره کولو ځای نیولی دی.
کله چې د مسلمانانو عقیده او عمل کمزوري شي، نو هغوی د نړیوالو په نظر کې هم کمزوري ښکاري، د ژوند په ټولو برخو کې ځانونه د کفارو پورې تړلي ګڼي، د کفري نړۍ غلامي او اطاعت مني او په اقتصادي او علمي برخو کې د مادي شیانو له نظره له نورو ملتونو وروسته پاتې کېږي. حتی د خپلو طبیعي سرچینو واک له لاسه ورکوي، د خپلو ځمکو دفاع توان نه لري او ټول د تاریخي ظالمانو تر کنټرول لاندې وي.
نن ورځ مسلمانانو خپل ټول واک له لاسه ورکړی او هغه کسان چې په غلطو نړیوالو سازمانونو کې د کفارو سره ناست دي، حتی د مسلمانانو پر وړاندې د ظلمونو او جنایتونو د څرګندولو او اعلانولو واک هم نه لري.












































