کله چې مسلمانان د رهبرۍ له ډګر څخه په شا او د مشرتابه او لارښوونې رول یې پرېښود، نړۍ په یوه وحشي ځنګل واوښته؛ دا ټولې بدمرغۍ یوازې د دې لپاره رامنځته شوې چې مسلمانان له خپلې رهبري او د بشریت په وړاندې له خپل ستر او مهم مسؤولیت څخه لرې شول.
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمهالله په خپل ارزښتمن کتاب (ماذا خسرالعالم بانحطاط المسلمین) کې په ډېر ښکلي ډول وايي: “کله چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د خپل پیغام د خپرولو کار پیل کړ، له هغه سره داسې مخلص، زړور او باایمانه ځوانان ودرېدل چې د حق په لار کې یې مرګ ته لومړیتوب ورکاوه. دوی د هغه پیغام په خپرولو کې، چې باور یې پرې درلود او د تعلیماتو، سنتو او اصولو په نشرولو کې له هېڅ ډول هڅې او قربانۍ دریغ ونه کړ.
اسلامي دعوت د باایمانه ځوانانو په رهبرۍ خپور شو، ختیځ او لوېدیځ یې ونېو، اسلام د عدالت په خپرولو سره د نړۍ په هر ګوټ کې په خوځښت راغی او هغه ملتونه چې د جاهلیت تر واک لاندې مغلوب شوي وو، د اسلام پر لور راخوځېدل؛ د الله جلجلاله دین یې ومانه او ډلې ـ ډلې د مسلمانانو په لیکو کې داخل شول.
اسلامي تمدن د پرمختګ لوی ګامونه واخیستل او نړۍ یې د خپلو ښکلو او ستاینو وړ اصولو تر سیوري لاندې د پېړیو لپاره ونیوله. هوساينه او امنیت، عدالت او انصاف، برابري او ورورولي، یوازې د الله تعالی جلجلاله د رضا لپاره په هر ځای کې خپاره شول او ټولو د یوه څرګند او روښانه هدف چې د اسلام د بیرغ رپول و، دنده پر مخ وړله.
هغه ورځ چې مسلمانانو له رهبري څخه مخ واړاوه، نړۍ یې باید هېره نه کړي، بلکې باید دا د تاریخ تر ټولو توره، بدمرغه او ناوړې ورځې په توګه یې په یاد وساتي.
اسلامي تمدن
د تاریخ په ټولو دورو کې، موږ د دې دورې په پرتله په ټولو اړخونو کې بشپړ، ښکلې او غوړېدلې دوره نه لرو، مسلمانانو ډګر ته راودانګل، د نړۍ مشري یې په غاړه واخیسته او ناروغ ملتونه یې د انسانیت له مشرۍ څخه لرې کړل.
مسلمانانو چې کوم دین، علم او تهذیب په واک کې درلود، له هېچا یې دریغ نه کړ. په خپلې حکومتوالي کې یې رنګ، نسل او وطن ته پام ونه کړ؛ بلکې د هغې ورېځې په څېر وو چې د الله متعال جلجلاله ټول بندګان تر خپل سیوري لاندې نیسي او د هر ښار، هرې دښتې او هر غره پر سر ورېږي او ټولو ته یې خیر رسېده”.












































