د اسلام قسم خوړلو دښمنانو، له عراق او شام او افریقایي هېوادونو وروسته، د مجاهدینو د ورځ تر بلې زیاتېدونکو فتوحاتو د مخنیوي، اسلام او مسلمانانو ته د ضربې وهلو لپاره دا ځل خپله شومه نقشه د افغانستان په خاوره کې پلي کړه.
د اسلام د برحقو سرتېرو په وړاندې، د کفر پوځ او د هغوی اجیرو مزدورانو د ناتوانۍ وروسته، دوی د خپلې شرمناکې ماتې د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د داعش پروژه عملي کړه او له دې لارې یې هڅه وکړه چې په دې سپېڅلې خاوره کې الهي نور مړ کړي.
د خراسان داعش، په افغانستان کې د خوارجو د څانګې نوم و، هغه څانګه چې د لوېدیځ او نورو استخباراتي قدرتونو لخوا یې د رامنځته کېدو او تمویل یوازینی هدف د اسلامي امارت له مجاهدینو سره مبارزه وه؛ هغه مجاهدین چې هره ورځ یې تر خپلې ولکې لاندې سیمې پراخولې او د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو لپاره یې میدان تر پخوا هم تنګ کړی و.
سره له دې چې په افغانستان کې د خوارجو شتون د اسلامي امارت د مجاهدینو د چټکو پرمختګونو لپاره یو لوی خنډ ګڼل کېده، خو ډېر ژر دا منفوره او له کرکې ډکې ډلې د مجاهدینو د ځواک په وړاندې د مقاومت توان له لاسه ورکړ او ټولې هغه سیمې یې له لاسه ورکړې چې د اشغال په وخت کې یې پرې تسلط درلود.
د اسلامي امارت لخوا د افغانستان له فتح کېدو او د اشغالګرو له ماتې او د هغوی د ټولو ناوړه پلانونو له ناکامۍ وروسته، د سیمې او لوېدیځو استخباراتي قدرتونو بې شمېره او بې ځایه هڅې وکړې چې په افغانستان کې د خوارجو زهرجنې ځالې ځای پر ځای کړي او د هغوی له لارې خپل تخریبي او ورانکاره اعمال ترسره کړي.
خو هغه څه چې د اسلامي امارت د حکومت په تېرو درې نیمو کلونو کې ښودلي دي، دا ده چې د لوېدیځ دا شومه پروژه هم د نورو پروژو په څېر د ناکامۍ سره مخ ده او د هرې ورځې په تېرېدو سره د داعشي خوارجو ډېرې ځالې کشف او په بشپړه توګه له منځه وړل کېږي.
د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو لخوا د داعشي خوارجو پر ضد په وروستیو بریالیو او هدفمندو عملیاتو کې، د الله تعالی په نصرت او مرستې سره د فتنهګرو هغه خطرناکه شبکه چې د هېواد په شمال ختیځ کې د بلوچستان څخه د داعش خراسان څانګې تر مستقیمې لارښوونې لاندې یې تخریبي او ورانکاره فعالیتونه کول، ځپل شوې او ټول غړي یې ژوندي نیول شوي دي.
د المرصاد ادارې له خپلو باوري او ډاډمنو سرچینو څخه خبر ترلاسه کړی دی چې په تېرو څو ورځو کې د تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې د دې شبکې پر ضد پراخ او ځانګړي عملیات ترسره شوي دي، په دې عملیاتو کې د دې شبکې ټول غړي نیول شوي او د مجاهدینو ځانګړو او زړورو ځواکونو له هغوی څخه زیاته اندازه ډول ډول وسلې، ډېر مهمات، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
هېره دې نه وي چې د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې پر یوه چینايي وګړي برید او هغه برید چې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوه سپېڅلي مسجد پر ذکر کوونکو وشو چې په پایله کې یې تر لسو ډېر بې ګناه کسان ووژل شول او ټپیان شول، هم د همدې بې رحمه او ظالمې شبکې لخوا طرحه او په ډېر وحشت سره پلی شوي وو.
همدارنګه دې ډلې د بغلان په ځینو نورو سیمو کې مشهور دیني عالمان او د ټولنې مخور شخصیتونه په نښه کړي او په ډېره بې رحمۍ سره یې شهیدان کړي دي؛ هغه جنایتونه چې د دې شبکې ټولو غړو په خپلو ناوړه اعمالو اعتراف کړی دی.
د یادولو وړ ده چې د دې شبکې ناوړه او د شر څخه ډک فعالیتونه، د بلوچستان ایالت کې د داعش خراسان څانګې د یوې برخې په توګه ترسره کېدل؛ هغه پروژه چې تر شا یې ځینې استخباراتي ادارې ولاړې دي او یوازینی هدف یې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو رامنځته کول دي، ترڅو په دې توګه ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي.
د داعشي خوارجو لخوا د بې رحمانه او وحشیانه عملیاتو په ترسره کولو سره په افغانستان کې د امنیت ګډوډول، د اسلام د دښمنانو د هڅو یوه برخه ده ترڅو د اسلامي نظام ریښتینی او ښکلی انځور خراب کړي؛ هغه خوب چې په یقین سره ویلای شو هیڅکله به حقیقت باندې بدل نشي او په پایله کې به دوی او د هغوی مزدورانو ته پرته له ذلت او خوارۍ څخه بل څه په برخه نه شي.