لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله دیني مدرسه کې ابوهریرة، عبدالله بن عباس او معاذ بن جبل روزلي، هم داسې یې په خپل حربي پوهنتون کې د( وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ) تفسير په(ألا إنَّ القوَّةَ الرَّميُ) باندې کړی، چې په پایله کې یې خالد بن ولید، براء بن مالک او ابو دُجانه انصاري( رضي الله عنهم)په څېر عسکر فارغ التحصیل شوي وو.
او لکه څنګه چې سعید بن مسیب، ابو حنیفة، اوزاعي او ربیعة (رحمهم الله) د علم حلقې جوړولې، خو دې حلقو ته بیا د موسیٰ، طارق، قتیبه عقبه، مُسلمه بن عبدالمک( رحمهم الله) آسونو او نيزو نور هم ډاډ او اطمینان ور په برخه کړی وو.
که له يوې خوا فُضَیل بن عیاض د الله جل جلاله رضا، په حرم کې په سخته ګرمۍ کې په طوافونو او عمرو کې لټوله، خو بل طرف ته عبدالله بن مُبارک همهاله د رب رضا پسې د تورو په سایو کې لالهانده کرځېده.
که امام ابو یوسف، امام محمد او امام مالک ( رحمهم الله) د احادیثو او فقهې تدوین ته مخه کړې وه او د موطا، جامع الکبیر او امالي په څېر کتابونه یې لیکل، خو دا د خلیفه هارون الرشید د ایستلې تورې برکت وو چې په واورین موسم کې یې د طرسوس په غرونو کې رومیان په منډه کړي وو.
که د امام بخاري، مسلم، ترمذي (رحمهم الله) په څېر محدثینو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حديث پسې زرګونه کیلومتره لار وهله، خو دا اوږده علمي سفرونه د معتصم او عباسي خلافت د برګو آسونو په ملګرتیا کې نور هم له امن او ډاډ سره سرته رسېدل.
که د بیت المقدس د اشغال په سبب د ایوبي او زنګي له شونډو خندا کډه کړې وه، خو د افريقا په وچو او سپېرو دښتو کې بیا یوسف بن تاشفین آسونه د مديترانې نه د پورې وتلو لپاره زین کړي وو تر څو اندلس له سقوط نه وژغوري.
که يوې خوا ته د لبیک لا شریک لک لبیک انګازو په حرم کې انعکاس کاوو، خو هلته په هند کې بیا د سلطان محمود غزنوي تکبيرونو سومنات ټوټې ټوټې کړ.
نه پوهېږم په دې اُمت څه وشول؟ چا نظر کړ او څنګه مو د خپلو اسلافو مسیر ته شا کړه؟