په خاصو عملياتو کې نيول شوی داعشي (احمد السهو) څوک دی؟

د سوريې پوځ لخوا د ايتلافي ځواکونو په هوائي کومک سره د سوريې په ولايت (دیر الزور) کې د داعش يو سابقه(پخوانی) غړی احمد حميد محمود السهو نیول شوی دی.

احمد السهو په (1988) کې په دير الزور کې پيدا شوی. داعش ته له ورتلو څخه مخکې د سلاح قاچاقبر وو.

په (2014) کې د داعش ليکو ته ورګډ شو، لومړی عادي ترصدي او ورپسې یې د کوچني جاسوس په توګه کار کاوه، له څه وخت وروسته د داعش د امنيت کارمند شو.

 

نوموړی د داعش تر منځ په ابوبکر انصاري مشهور وو، د داعش سره د کار پر مهال يې ډېره شتمني را جمع کړه، چې وروسته د باغوز د محاصرې پر مهال د باغوز د سلاکوټونو او ذخيرو مسؤول وټاکل شو.

د داعش د سقوط وروسته ئې ځان پټ کړی وو چې د سوریې د استخباراتو لخوا کشف او ونيول شو.

يوه مهمه يادونه، دا چې داعش د مهاجرو يا خارجي داعشيانو کورنۍ او زنانه د داعش د واک د ساحې څخه په دې نوم نه پرېښودې، چې دار الکُفر دی، چې وروسته ئې دغه ټولې زنانه د کُردانو او شيعه ګانو رحم ته پريښودې او خپله د يو ړوند تأويل سره دار الکُفر ته پناه وړونکي شول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version