حسان مجاهد
يو وخت مسلمان پوهانو د اختراعاتو او چاپ اسبابو په نشتون کې زيات کتابونه وليکل او د انکشافاتو، معلوماتو او تحقيقاتو لويې ذخيرې(کتابتونونه) يې له ډيرو هڅو سره راتلونکو نسلونو ته برابر کړ. خو کله چې مسلمانان د خپل عیش او هوس له امله له خپل دين څخه غافله شو؛ نو کفارو دمسلمانانو له غفلت څخه په ګټه؛ د اسلام بیخ کيندنې ته نوره هم پاملرنه زياته کړه او داسلام د تخريب په موخه يې له ډېرو لارو کار واخيست. خو د کفارو يوه داسې کړنلاره، چې په نيتجه کې يې اسلام ته درې سترې صدمې ورسېدې، هغه ددغه اسلامي کتابونو سوځول او دځمکې له مخه وړل و.
۱_ وحشي تاتاریانو يوازې د بغداد په «دجله» نومي درياب کې دومره کتابونه واچول، چې تر څلويښتو ورځو پورې د درياب اوبه دکتابونو له رنګ(سیاهي) څخه توري ښکاريدې.
۲_ د غرناطې د سقوط په مهال (کارډ نيل کيسې ملنس) په ښار کې دهر عربي کتاب دسوځولو امر وکړ او د « باب رحلت» نومي ميدان کې دمشهور قول له مخې(لس لکه اويا زره کتابونه) وسوځول شو، تاسې فکر وکړئ چې ددې اندازې له مخې به په ټول اندلس کې دعلم څومره سرمایه ضايع شوې وي؟!
۳_ د صليبي جګړو پر مهال هم اسلامي کتابتونونه دکفارو هدف وګرزيدل، د طرابلس مشهور کتابتون « بنو عمار» څخه پرته د بیت المقدس، عسقلان، غزه او معره ښارونو ډير کتابتونونه وسوځول شو، دمؤرخينو له قوله .. طرابلس کې چې دمختلفو کتابتونونو کوم کتابونه سوځول شو؛ شمېر يې (دیرش لکه) ته نږدې کيږي، چې په دې سره د علم او دانش له لويې سرمایې څخه مسلمانان محرومه پاتې شو. مأ خذ: (اسلاف کے طالب العلمانہ زندگی) ص 48
ترڅو چې په اسلامي ټولنو کې دیني کتابونه موجود وي؛ تر هغه وخته مسلمانان هم په خپل دین ښه خبر وي او هم په هيڅ صورت پردي کلتور او تهذيب ته غاړه نه ږدي؛ ځکه نو کفارو هميشه هڅه کړې ده چې مسلمانان له ديني کتابونو څخه بې برخې پاته کړي. په نن زمانه کې هم کفارو ځوان نسل ته داسې فتنې را مخته کړې چې ځوان نسل يې دديني کتابونو له مطالعې سره په پراخه پيمانه نا بلده کړ لکه سريالونه، ډرامې، عشقي کتابونه، ناولونه، داستانونه او داسې نور…. د يو عرب عالم په خبره په عربو کې دکتاب نه لوستني سلنه ۷۹٪ نه اویا ده. په دې برخه کې ډير مسؤليت علمي قشر ته راجع کيږي، دوی بايد د معاصرو فتنو مخه ونيسي او ددیني کتابونو له مطالعې او لوست سره دځوان نسل اړيکه غښتلې کړي.