د تاجکستان استبدادي کمونيست حکومت د امام علي رحمان په مشرۍ د يو لړ قوانينو په جوړولو سره په ياد هيواد کې د اسلام ضد نوې څپه پيل کړې ده.
د دغه ډول اسلام ضد اقداماتو په وروستۍ مورد کې د تاجکستان ملي شورا د اختر په لمانځلو او د حجاب په اغوستلو د بندیز پلان تصویب کړ.
د دغه پلان له مخې له دې وروسته حجاب لرونکي ښځې د دغه هېواد روغتونونو، ښوونځيو او کوم دولتي دفتر ته د ننوتو حق نه لري.
دا لومړی ځل نه دی چې د تاجکستان دیکتاتور حکومت د اسلام او مسلمانانو پر ضد ظالمانه اقدامات ترسره کوي؛ په تاجکستان کې د اسلام ضد کړنو تاریخ له ۲۰۱۰ م کال راهیسې پیل شوی او په لا زیات شدت او قوت سره دوام لري.
د دغه هیواد سیکولر حکومت هر کال د ديني مناسکو او مراسمو اړوند د همدغه رنګ پلانونو په تصویبولو سره ځانونه د نړۍ د یو نیم ملیارد مسلمانانو مقابل ګرځوي او د دغه هیواد مسلمان ملت چې اکثریت یې مسلمانان دي، د ديني مراسمو په ترسره کولو کې ننګوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د بشري حقونو کومې ادارې او د ازادۍ مدافع بنسټ په دې اړه کوم دریځ نه دی نیولی او نه هم کومې بهرنۍ رسنۍ پوښښ ورکړى دى.
د حیرانتیا خبره دا ده چې داعشي خوارج چې اکثریت یې د تاجکستان اتباع دي او د اسلام تر نامه لاندې په نورو اسلامي هېوادونو کې فتنې او فساد کوي، ولې لږ تر لږه د دغه هېواد د استبدادي حکومت د ظالمانه کړنو غندنه نه کوي؟
ښکاره خبره ده چې داعشي خوارج او د تاجکستان اسلامي ضد حکومت د یوې سکې دوه اړخونه دي او د مخکنیو همغږي شویو ځانګړو ستراتیژیو په چوکاټ کې د اسلام د له منځه وړلو په لټه کې دي.
باید ووایو په داسې حال کې چې د نړۍ د مسلمانانو د راپاڅیدلو حرکت د غصب شویو حقوقو د بیرته ترلاسه کولو لپاره په زور او ځواک سره ورځ په ورځ پراخیږي او په ظاهره غښتلي يا غرب پورې تړلي دولتونه په پراخه کچه ساقط شوي يا د سقوط په درشل کې دي او بېرته اسلامي عظمت او پت ته راګرځيدنه مخ په وړاندې روانه ده؛ د تعجب وړ خبره ده چې د اسلامي نړۍ په زړه کې او په هغه سيمه کې چې د اسلامي وياړ او افتخار زړه مخينه لري د خلکو له ارادې او هیلو سره په ټکر کې د شوروي کمونیستي واکمنۍ په دوره کې یو شمیر محدود مشران چې ژوندي پاتې شوي، په ډیره بده توګه چې په ټولو ملتونو، ولسونو، نظامونو او قوانینو کې محکوم دي، په اسلام وژنې او استعمار منلو د خپل لرغوني ملت خپلواکي، عزت او کرامت په نښه کوي!
د تاجکستان زړور او وياړلي خلک چې د ستر اسلامي هېواد په دې کوچنۍ سيمه کې ژوند کوي او د يو نيم ملياردو مسلمانانو د کلتوري او ديني ټولنې غړي دي، ديني خلک دي او د خپلې خپلواکۍ او اسلامي هويت ته ژمن او باوري دي خو د شوروي له دورې څخه پاتې يو څو فاسد او مستبد واکمنان د اسلام ستر او وياړلي ملت سره لاس او ګريوان دي.
دغو څو کسانو د اسلام په دې کوچنۍ ټوټه کې چې په حقیقت کې لرغوني کلتوري ویاړونه پکې شامل دي، اسلام وژنې ته لمن ووهله او هیواد کې ميشت مسلمانان يې چې 96٪ نفوس جوړوي د حجاب په بندیز، اذان منع کولو، ږیرې لوړولو او تر ټولو عجیبه دا چې پر ماشومانو د محمد او عبدالله مذهبي نومونو پر ايښودلو باندې بنديز او داسې نورو قوانینو پلي کولو سره تر فشار لاندې راوړي دي؛ د ګران هیواد اسلامي هویت له مینځه وړي او د اسلامي ټولنې د کالبود يوه برخه څاري.
باید وویل شي چې دا ډول کړنې نه یوازې د تاجکستان ګران او ورور ملت ته سپکاوی دی، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو سپکاوی دی.
سربیره پر دې، پورته ذکر شوي کړنې چې د یو مسلمان ملت پر وړاندې تر ټولو سختې کړنې ګڼل کیږي، په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل هم ګرځي.
نو له همدې امله تمه کیږي چې اسلامي حکومتونه او د اسلامي کنفرانس سازمان به د تاجکستان د حکومت اسلامي ضد پلانونه وغندي او د دغه هیواد واکمنانو ته به خبرداری ورکړي او د مخنیوي لپاره به یې له هر ډول فشار څخه کار واخلي.