د پاکستان پوځي رژیم؛ ځان ته ړوند، نورو ته بینا!

اجمل

د عقل او قانون له نظره، یو منل شوی اصل دا دی چې هر هېواد باید د نورو ستونزو ته له پاملرنې وړاندې، د خپلو کورنیو ستونزو او ننګونو د هواري لپاره عملي ګامونه پورته کړي. خو په وروستیو کلونو کې لیدل شوي چې پاکستاني رژیم تل هڅه کړې ده چې ځان د ځینو سیمه‌ییزو او نړیوالو شخړو په حل کې د منځګړي، سلاکار او یا هم اسانوونکي په توګه مطرح کړي؛ د امریکا او د سیمې د ځینو هېوادونو ترمنځ له کړکېچونو نیولې، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د راکمولو تر هڅو پورې.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد ګڼې کورنۍ ستونزې او له ګاونډیو هېوادونو سره اړوندې ننګونې لا هم بې‌حل پاتې دي. پاکستان څو ځله ادعا کړې چې د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې کوي او په ځینو مواردو کې یې په سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو اترو کې هم ونډه اخیستې ده. بې‌شکه چې د سیمه‌ییزې سولې لپاره همکاري یوه اړینه اړتیا ده؛ خو اساسي پوښتنه دا ده چې آیا هغه هېواد چې پخپله له پراخو امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ وي، باید تر هر څه وړاندې د خپل کورني وضعیت د اصلاح لپاره هڅې وکړي؟

په پاکستان کې ناامني، سیاسي اختلافات، اقتصادي کړکېچونه، اداري فساد، ټولنیزې او قومي نارضایتۍ لا هم د خلکو له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي. سربېره پر دې، د دغه هېواد اړیکې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره هم په بېلابېلو پړاوونو کې له تاوتریخوالي او ناسم تفاهمونو سره روانې پاتې شوې دي. په داسې شرایطو کې، د کورنیو ستونزو له پوره پاملرنې پرته پر بهرنیو مسایلو زیات تمرکز نه شي کولای تلپاتې او پایدارې لاسته راوړنې رامنځته کړي.

له بلې خوا، افغانستان د پاکستان تر ټولو نږدې ګاونډي هېواد په توګه، تر بل هر هېواد زیات د اسلام‌آباد له سیاستونو اغېزمن شوی دی. د دواړو هېوادونو ملتونه د دوو مسلمانو او همفکره وروڼو ملتونو په توګه، نه یوازې د دیني ارزښتونو شریکان دي، بلکې د ګاونډیتوب ژورې او تاریخي اړیکې هم لري؛ خو نن ورځ دغه رژیم تر بل هر وخت زیات د دواړو ملتونو ترمنځ د واټن، بې‌باورۍ او درز د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی دی.

ډېر شمېر علما، آن د پاکستان دیني مشران او مخور شخصیتونه هم په دې باور دي چې که پاکستان هماغومره هڅې چې په لرې پرتو شخړو کې د رول لوبولو لپاره کوي، له افغانستان سره د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او ښې ګاونډیتوب پر بنسټ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کړې وای، نو د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره به لا ډېر فرصتونه برابر شوي وای.

د علم، عقل او سیاسي تجربې له مخې، سوله له خپل کوره پیلېږي. هغه هېواد چې غواړي د سیمه‌ییزو کړکېچونو په حل کې اغېزناک رول ولوبوي، باید تر هر څه وړاندې د خپلو پولو دننه د ثبات، عدالت او ښې حکومتولۍ یوه بریالۍ بېلګه وړاندې کړي. که داسې ونه شي، نو د نورو د ستونزو د حل هڅه، په داسې حال کې چې خپلې ستونزې لا هم پر ځای پاتې وي، د هغه چا مثال دی چې د خپلو نیمګړتیاوو پر ځای د نورو عیبونو ته ګوري.

په پای کې، د سیمې راتلونکی هغه مهال روښانه کېدای شي چې ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول پاکستان، د مسؤلیت‌پالنې اصل له خپل کوره پیل کړي؛ ځکه تلپاتې سوله په شعارونو نه، بلکې د سیاستونو په رښتینې اصلاح، د خلکو ستونزو ته په پاملرنې او د ګاونډیانو حقونو ته په درناوي سره تأمینېږي.

Exit mobile version