د داعش داخلي اختلافات یواځې په تاکتیکونو او ستراتیژیو پورې محدود نه دي؛ بلکې د مشرتابه، مالي سرچینو، ښایسته ښځو، ایډیالوژۍ او سیمه ییزو موضوعاتو پر سر هم اختلافات لري، چې د داعشیانو تر منځ په لوړه کچه د کمزورۍ او بې باورۍ سبب ګرځېدلي دي.
دلته د داعش داخلي اختلافاتو څو اړخونه بیان شوي دي، هیله ده لوستونکي یې په دقت سره ولولي.
١:- د مشرۍ یا رهبرۍ پر سر اختلافات؛
د داعش په تنظیم کې د مشرۍ پر سر وخت په وخت اختلافات راپورته شوي دي، کله چې د داعش بنسټ ایښودونکی ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۹ مېلادي کال کې ووژل شو، د هغه پر ځای د نوي مشر له ټاکلو وروسته د داعش تر منځ په لوړه کچه اختلافات رامنځ ته شول.
د دوی ځینې ډلې یې د نوي مشر د ټاکلو په تړاو نیوکه لري او فکر کوي چې نوي مشران یې په پوره ډول د داعش اصل ایډیالوژۍ سره سمون نه لري.
٢:- پر تکتیکونو او جنګي ستراتیژیو اختلافات؛
د داعش ځینې غړي له خپلو مشرانو سره د جګړې پر ستراتیژیو باندې مخالف دي، ځینې یې پر دې باور دي چې د بې ګناه خلکو وژل د دوی د ایډیالوژۍ خلاف دي او له دې کبله باید له نورو خلکو سره نرم چلند وشي، په داسې حال کې چې د داعش تندلاري او له دین نه ناخبره مشران د سختو تاکتیکونو پلوي کوي.
دا اختلاف د دې له امله دی چې ځینې یې غواړي د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي او ځینې یې په شدت او سختوالي باور لري.
٣:- د مالي سرچینو پر سر اختلافات؛
داعش له بېلابېلو سرچینو څخه پیسې ترلاسه کوي او د دې پیسو وېش ددې ډلې د مهمو اختلافاتو سرچینه ده، ځینې ډلې په دې باور دي چې د دوی حقونه د پیسو په وېش کې نه مراعات کیږي او دې مسئلې د داعش په داخلي کړیو کې نور هم اختلافات زیات کړي دي.
٤:- پر ځواک او صلاحیتونو د کنټرول اختلافات؛
مرکزي مشري هڅه کوي، چې په هره سیمه کې د خپل ځواک او صلاحیتونو کنټرول وساتي او د خپلو مقرراتو او فرمانونو د پلي کولو په موخه سیمهییز مشران محدود کړي.
خو ځینې سیمهییز مشران دا د خپلو واکونو پر وړاندې خنډ ګڼي او له همدې امله د مرکزي مشرۍ پر وړاندې بې پروايي یا مخالفت ښکاره کوي.
٥:- د ښځو د وېش پر سر د واک او نفوذ اختلافات؛
ځینې سیمهییز قوماندانان غواړي، چې د جګړې او عملیاتو په ساحو کې د نیول شویو ښځو وېش له مرکزي رهبرۍ پرته په خپله ترسره کړي؛ په داسې حال کې چې د دې ډلې مرکزي مشرتابه هڅه کوي، چې د نیول شویو ښځو او نجونو په وېش کې بشپړ کنټرول ولري.
د دې عمل په ترڅ کې ځیني قوماندانان د ښځو وېش د خپلو شخصي ګټو لپاره هم کاروي.
٦:- د ښځو د ملکیت او د کورني ژوند لپاره وېش؛
د داعش په تنظیم کې ښځې د جګړې د غنیمت یوه برخه ګڼل کېږي او د جګړهییزو خدمتونو او قربانۍ لپاره ځینو قوماندانانو ته ورکول کېږي.
په دې برخه کې اختلافات راځي؛ کله چې ځینې قوماندانان ښځې یوازې د خپلو نږدې افرادو یا خپلو اړوند کسانو ته ورکول غواړي، په داسې حال کې چې نور قوماندانان غواړي چې دوی ته هم په دې برخه کې برابره ونډه ور کړل شي.
۷:- د ښایسته هلکانو پر استعمال د ایډیالوژیکو مخالفینو عکسالعمل؛
ځینې سخت دریځي داعشیان د ښایسته هلکانو استعمال “غیر اسلامي” ګڼي او له دې امله یې د ډلې پر ایډیالوژي نیوکې کوي.
دوی باور لري چې د ښایسته هلکانو راجلبول باید یواځې د کورني رول لپاره وي، نه د جګړې یا تبلیغاتي موخو لپاره؛ خو اکثریت شمېر داعشیان ښایسته هلکان له ځانونو سره ساتلو او پر بېلابېلو ځایونو کې استعمالولو ته جواز ورکوي.
دا هغه اختلافات دي چې د داعش په دننه کې یو له سترو ستونزو څخه ګڼل کېږي او د دوی پر عمومي ځواکمنۍ او د سیمیزو څانګو تر منځ په اړیکو ژور اغېز لري.