امریکا چې ځان د نړۍ د امن مرکز ګڼي او د نورو هېوادونو د نا امنۍ لپاره هڅي کوي؛ په خپل کور کې یې ترهګر روزلي او خپل سیاستوال او ولسمشران نه شي خوندي ساتلای.
د امریکا کرغېړن سیاست او خپل هېواد ته د امن ور ښکاره کول؛ اوس رسوا شوي، ټولو ته ښکاره شوې ده، چې امریکا تر ټولو نا امنه او خطرناکه سیمه ده، ځکه چې سیاسي مشران یې او هغه کسان چې په خپل هېواد کې، د سیاست په ډګر کې د وینا حق لري؛ تر ټولو د غوره امنیتي تدابیرو با وجود هم خوندي نه دي.
ځینې وختونه د دوی غوږونه په خطر کې وي او ځینې وختونه بیا د دوی سرونه او غاړې له ګوزار او زیان سره مخ وي.
د خبرو اصلي مطلب دا دی؛ چې امریکا سره له دې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امنیت د خپرولو دعوه کوي او د ترهګرۍ د شتون په پلمه، په نورو هېوادونو کې مداخله کوي، خپله په بشپړه توګه په نا امنۍ کې ښکېل ده.
په حقیقت کې په امریکا کې امنیت شتون نه لري، بلکې له دې ځایه چې د عامه رسنیو کنټرول د دوی په لاس کې دی؛ د امنیت یوه دروغجنه کیسه وړاندې کوي.
په امریکا کې د واقعیت او د رسنیو د کیسو ترمنځ لوی واټن دی، د امریکا حقیقت او اوسنی حالت ډېر خطرناک دی، چې د ژوند کولو لپاره نا سالم او نا مناسبه هیواد او چاپیریال دی، خو غرضي رسنۍ د خپلو دروغجنو روایتونو په مرسته، دا حقیقت بل ډول وړاندې کوي او دا سیمه چې د نړۍ د نا امنۍ مور ګڼل کېږي؛ د امن او امان کور ښيي.
په حقیقت کې، خلک د امریکا په اړه د دوو مفاهیمو تر منځ تېروتنه کوي؛ امنیت او د امنیت احساس…
کېدای شي په تېرو وختونو کې په امریکا کې تر یوه حده امنیت موجود و؛ خو د امنیت احساس په هېڅ ډول شتون نه لري، ځکه چې د هغه هېواد هېڅ وګړی په سمه توګه دا احساس نه درلوده او نه یې لري.
یوازې یوه ډله چې د ځان لپاره یې د امن احساس درلود؛ د امریکا سیاستوال و، خو په دې وروستیو کې دا هم ثابته شوه، چې دا ډله هم د امنیت احساس نه لري او یوازې د دې لپاره چې دا سیمه خوندي ښکاره کړي او د نړۍ په ښکاره نا امنو هېوادونو کې، د مداخلې لپاره یو سم دلیل پیدا کړي؛ دا مفکوره چې (امریکا خوندي ده) تقویه کوله.
ډونالډ ټرمپ، چې د دې هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی، په تر ټولو بد امنیتي وضعیت کې قرار لري، له هرې خوا پرې بریدونه کېږي، خو همدغه کسان بیا په دې باور دي، چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې امنیت راوستل غواړي او د دې لپاره باید د دې هېوادونو په چارو کې مداخله وکړي.
په داسې حال کې چې باید ترې وپوښتل شي: څه شي تاسو دومره بې شرمه کړي یاست؛ چې خپل عیب نه وینئ او د نورو د عیبونو په ښکاره کولو پسې ګرځئ؟
په امریکا کې روانه فضا خړه، په وېره او وحشت کې ده، نو څنګه کېدای شي چې دا واکمنان د نورو خلګو لپاره رښتینی امنیت او آرامي رامنځته کړي؟