لومړۍ برخه
طاهر احرار
نړيوال قوتونه په نړۍ کې خلک او ګوندونه د مختلفو سياستونو لپاره کاروي، کله يې موخې په اول سر کې معلومې شي او کله يې له ډېر وخت وروسته پايله څرګنده شي، خو په دې وخت کې هرڅه له لاسه وتلي وي.
غربي هېوادونه کله نا کله ماشومانه کړنې تر سره کوي او کله خلک ورته ماشومان ښکاري خو حقيقت
داسې نه وي.
په ﺯغرده يې له عراق او سوريې په الوتکو کې افغانستان ته د داعش د لېږدولو لړۍ پېل کړه، د همغه وخت حاکمانو هم له څه نشوای ویلی، ځکه دوى هم يواﺯې قرارداديان وو او په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې فعاليت پیل کړ.
دوى ولې ننګرهار انتخاب کړ؟
ځکه هلته دوه نظريې خلک شتون لري او غوښتل يې له همدغې نقطې استفاده وکړي. هغوى د حنفيت او أهل السنة و الجماعة نظريه مسترد کړه، د هغوى د وژلو، اختطاف، ژوندي بې درکه کېدلو لړۍ پيل شوه او وهابېزم ته يې وده ورکول شروع کړل، خو عجیبه دا وه چې هغه وهابیان او سلفیان یې هم ووژل چې رښتیني مجاهدین ول. او يا يې په يو ډول له هغو ساحو وشړل. يواﺯې امريکايي قراردادیان او ماده پرستان ورسره ملګري شول، د دې موخه دا وه؛ چې د عراق په شان به په افغانستان کې وهابيان او حنفيان په خپل منځ کې سره واوړي، وجنګېږي، يو بل ووژني او کمزوري شي، په دې سره به د امريکا تر چتر لاندې حکومت وژغورل شي، خلک به هم له دوى نفرت وکړي او د امريکايانو د پاتې کېدلو لپاره به ﺯمینه مساعده شي، که هلته په سيمه کې د افغانستان د اسلامي امارت با تدبيره قيادت موجود نه وی، قريبه وه چې خارجيان دغه موخو ته ورسېږي.
له بلې خوا يې غوښتل خپل قراردادي فوځ په مشرقي کې ځاى پر ځاى کړي، اډې ورته جوړې کړي او تمرینات ترسره کړي.
نور بیا…