«په افغانستان کې د داعش خراسان ولایت جعلي دی»

د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په یوه نوې څېړنه کې ویلي، په افغانستان کې د داعش حضور رښتینی نه دی او د دې ډلې د خراسان ولایت جعلي دی.

د دې ډلې څېړونکي حسین احساني وايي، په افغانستان کې د داعش په نامه ډېری جنګېدونکي خلک د پاکستان د لښکر طیبه، جندالله او نورې ډلې دي، چې د عراق او سوریې له داعشیانو سره یې کوم ورته والی نه لیدل کېږي.

دی وايي، په افغانستان کې داعش په ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان، هرات، نیمروز او فراه کې لیدل شوی و او یاد ولایتونه یې اصلي ځایونه وو.

په افغانستان کې داعش په لومړي ځل په ۲۰۱۴ز کال کې حضور وکړ، چې په ځینو سیمو کې ژر وځپل شول؛ خو په ځینو سیمو کې یې کلونه ـ کلونه مقاومت وکړ.

ننګرهار کې یو شمېر سیمې د داعش تر واک لاندې وې، چې په روان کال کې طالبانو ترې ټولې سیمې پاکې کړې او پاتې شوي خلک یې حکومت ته تسلیم شول.

له تېرو څو میاشتو راهیسې په کونړ کې هم د داعش د حضور خبرونه ورکول کېږي، چې هلته هم طالبانو یې پرضد عملیات پیل کړي او ګڼې سیمې یې ترې پاکې کړي دي.

په افغانستان کې د داعش د لومړي حضوره داسې اوازې وې، چې د دې ډلې ترشا د امریکا او افغان حکومت لاسونه دي او د دوی په مټ غواړي طالبان بوخت وساتي او نیول شوې سیمې بېرته د حکومت په واک کې ورکړي.

داعش په تېرو پنځو کلونو کې له امریکا سره جګړه نه ده کړې او یوازې یې له طالبانو سره خونړۍ جګړې وکړې، چې په ګڼو سیمو کې یې ماتې وخوړې.

د داعش ډېر بریدونه د هزاره‌ګانو پر غونډو، امام برګاوو او لاریونونو وو او یا یې ملکي ادارې په نښه کړي دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version