نهمه برخه
طاهر احرار
څلورم اعتراض:
قرآنکريم فرمايي:
(وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَاۚ)(۶۹)
دغه آيت کريمه په سورت عنکبوت کې دی او سورت عنکبوت مکي دی، په مکه مکرمه کې جهاد نه وو فرض شوى، نو خداى جل جلاله يوازې تبليغ ته د جهاد لفظ استعمال کړى او ورسره يې د هدايت تأکيد هم فرمايلى.
۱: جواب
سورة عنکبوت مکي دى او دغه آيت کريمه مدني دی او دا په قرآنکريم کې معمول دى چې په مکي سورتونو کې مدني آيتونه او په مدني سورتونو کې مکي آيتونه موجود دي، نو معنیٰ دا چې هر هغه څوک چې د خداى جل جلاله په لار کې قتال کوي؛ خداى جل جلاله به د هدايت لارې ورته خلاصې کړي.
او که دغه آيت مکي هم شي، نو معنىٰ يې واضحه ده، يعنې هر هغه څوک چې د خداى جل جلاله د دين په خاطر ستونزې زغمي، موږ به د هدايت لارې ورته خلاصې کړو، نو اوس دا معنیٰ جهاد في سبيل الله ته څنګه شامله کړو، کوم چې د قتال نوم دی؟
۲: جواب
جاهد، يجاهد د باب مفاعله صيغې دي، چې مصدر يې مفاعله يا مجاهده او يا فعال جهاد راځي.
په دې آيت کريمه کې د جاهد مصدر مجاهده دى، نه جهاد او د دې لپاره دليل د علامه شبير احمد عثماني رحمه الله معنىٰ او تفسير دى، هغه فرمايي:
هر هغه څوک چې د خداى جل جلاله د دين لپاره سختي او تکليفونه برداشتوي او په مختلفو مجاهدو کې مصروف وي، الله تعالى جل جلاله هغوى ته نور بصيرت ور عطا کوي او هغه ته د خپلې رضا او جنت لارې ښايي.
هر څومره چې هغه مجاهده کې ترقي کوي، هغومره خداى جل جلاله هغه ته خپل معرفت ورښايي او د کشف درجه يې پورته کوي او هغه څه ورته القاء کېږي چې بل چاته يې احساس هم نه کيږی(تفسير عثماني)
نو معلومه شوه چې دلته له جاهد څخه مراد مجاهده دى نه جهاد.
الله جل جلاله %A