طاهر احرار
اعتراض:
ځينې حضرات وايي: چې لومړى د جهاد زده کول فرض دي او بيا يي عملي کول، موږ ځکه جهاد نه کوو چې لا تر اوسه موږ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په طريقه جهاد زده کړی نه دى او نه خو نن سبا په نړۍ کې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په طريقه جهاد کیدلاى شي ځکه نن سبا ټول جهادي تحريکونه کومه خاص پایله نلري.
ځواب:
ښه او آسانه لار به دا وي چې يو څوک له دغه کم فکره خلکو وپوښتي، چې آيا زموږ نور اعمال د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د اعمالو په څېر دي، چې هغه هم د جهاد په شان پرېښودل شي؟
آيا زموږ لمونځ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د لمونځ په شان دى؟
آيا زموږ حج، زکات، روژه د پيغمبر صلی الله غلیه وسلم د حج، زکات او روژې په شان دي؟
نو دا اعمال ولې کوو؟ ولې مو نه دې پرېښودلي؟
آيا زموږ ښادي او نکاح د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د ښادي او نکاح په شان دي، چې ځوانان مو بې نکاح وګرځي.
آيا زموږ جنازې کفن او دفن د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د جنازو، کفن او دفن په شان دي، نو ولې د خپلو مردګانو جنازې کفن او دفن کوو؟
بيا به ډوډۍ و اوبه نه خورو ځکه زموږ خوراک او څښاک هم د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په طريقه نه دي.
ښااا! بيا به کينو دعوت او تبليغ ولې کوو؟ حال دا چې هغه هم د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په طريقه نه دي، ځکه هغه مُبارک دعوت کفارو ته ورکاوه او موږ مسلمانانو ته د اصلاح او تذکر لپاره، بيا به درس او تدريس پرېږدو ځکه هغه هم د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د اصحاب صفه د درس او تدريس په شان نه دي.
که د جهاد د نه کولو لپاره دا دليل وي نو دا خو جهل دى.
محترمو! په اعمالو کې دوه شيان ملحوظ دي، يو کميت بل کيفيت.
کميت دا دى چې لمونځ پنځه وخته فرض دی، د رمضان المُبارک د مياشتې روژه فرض ده، د حج معلومې مياشتې دي، د زکات او عُشر اندازه دومره ده.
کيفيت دا دی چې (أن تَعبُدَ اللّه َ كَأنَّكَ تَراهُ)؛ یعنې دا درجه د هر چا لپاره نه ده.
موږ مأخوذ او مسؤل عندالله په کميټ يو ځکه دا مو په وس کې ده او په کيفيت مأخوذ نه يو اما خپل انساني وس او توان به کوو.
نو جهاد هم يو افضل ترين عبادت دى، دلته هم موږ مسؤل په کميت يو چې ترتيب يې برابر کړو، نه په کيفيت چې د صحابه کرامو په شان جهاد وکړو.