محب الرحمن مخلص
شيخ فوزان حَفِظَهُ اللهُ وايي: پر خلکو د کفر اطلاق بې توله او بې وزنه خلک کوي، پرځانونو د علماوو ګومان کوي خو د الله جل جلاله په دين کې د هېڅ فقاهت حاملين نه وي، له استاد پرته د کتابونو مطالعه کوي او د خلکو خطاګانو پسې شوي وي، د تفسيق او تکفير اطلاق په هغه چا کوي چې د تکفير او تفسيق وړ نه وي، ځکه چې د الله جل جلاله پر دين د فهم له مخې د تفسيق او تکفير مواضع نه پېژني، مثال يې د هغه ناپوهه انسان دی چې اسلحه لري خو استعمالولی يې نه شي، نږدې ده چې د خپل مرګ، د کورنۍ او عزيزانو د مرګ او ژوبلې لامل يې شي، ځکه چې ددې الاتو په استعمال سم نه پوهيږي.
له دې ځايه ويلی شو چې کوم خلک پر نورو د بدعت، فسق او تکفير ټاپې وهي او پر درون حقيقت يې جاهله دي، بايد له ويلو مخکې يې علم حاصل کړي او له الله جل جلاله څخه دې نور وډار شي، په داسې موردونو کې له علم پرته خبرې کول له شر پرته نور څه نه دي، او هم پر الله تعالی له علم پرته تقوّل دی او له دې بله لويه ګناه نشته، الله پاک فرمايي (قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ) [ سورة اعراف:۳۳].
ژباړه: ته ووايه: يقينًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حيايۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله جل جلاله سره هغه شى شريک كړئ چې د هغه په هكله هغه (الله) هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ.
او الله پاک فرمايي:(وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلَالٌ وَهَـٰذَا حَرَامٌ الِّتَفْتَرُوا عَلَى اللَّـهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّـهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ)[ سورت نحل : ۱۱۶]
ژباړه: او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بيانوي، تاسو دا مه وايئ چې دا حلال دى او دا حرام دى، د دې لپاره چې تاسو په الله جل جلاله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله جل جلاله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي.
او الله پاک فرمايي إِنَّمَا يَفْتَرِى الْكَذِبَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِـَٔايٰتِ اللَّهِ ۖ وَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْكٰذِبُونَ.[ سورت نحل: ۱۰۵]
ژباړه:(پېغمبر (ص) د درواغو خبري نه جوړوي؛ بلکي) درواغ خو هغه كسان جوړوي، چې د الله ايتونه نه مني، همغوی په حقيقت کې درواغجن دي.
او الله پاک فرمايي: وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰى عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُوَ يُدْعٰىٓ إِلَى الْإِسْلٰامِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّٰلِمِينَ، [سورة الصف: ۷ ]
ژباړه: ښه نو اوس به له هغه چا څخه بل غټ ظالم څوک وي، چې پر الله د درواغو بهتان وتړي، په داسې حال کې چې هغه ته د اسلام (د الله په وړاندې د اطاعت سرښكته كولو) بلنه وركول کیږي؟ – دغسي ظالمانو ته الله سمه لاره نه ښيي.
له دې کبله په مسلمانانو او طالب العلمانو باندې واجب دي چې شرعي علم له اصلي مصادرو او رښتني علماوو څخه واخلي ، بيا به له علم وروسته د خبرو انداز هم وپېژني او د احکامو مرتبه هم، سلفو صالحينو به هم له علم پرته هېڅ خبرې نه کولې او د خپلو ژبو حفاظت به يې خپله کوو .( ظاهرة التبديع و التفسيق و التکفير وضوابطها: ۳۷).
پر خلکو د کفر لګونکي، حتی د خپلې ورځې و شپې په شرعي عملي حکمونو باندې نه پوهیږي، خو بيا هم د خلکو په تکفير کې ننوتي دي او هېڅ ټنډه يې پرې خرابه نه ده.
شيخ عبدالله بن عبدالرحمن ابوبطين وايي: د حيرانتيا وړ دا ده، که له تکفيريانو څخه د طهارت اړوند د کوچنۍ مسئلې پوښتنه وکړې، يا د پلور و پېر يا د بلې مسئلې پوښتنه ترې وکړی، نو د خپل مجرد فهم او عقل له مخې درته ځواب نه شي ويلی، بلکې د علماو اقوالو او فتواګانو ته به رجوع کوي ترڅو درته سمه مسئله واوروي، نو د دين په عظيم ترينه مسئله کې چې ښکاره خطرات لري، څنګه به وکولی شي چې د عقلي استحسان او مجرد فهم له مخې په کې جرأت کوي؟ ( منهاج أهل الحق والاتباع: ۷۷ د ابن سحمان ليکنه)
شيخ سليمان بن سحمان رَحِمَهُ اللهُ هم وايي: له دغو جاهلانو څخه چې د تکفير په مسايلو اخته دي، د حيرانتيا وړ دا ده چې دوی د هغو خلکو د علم د لسمې برخې ته هم نه شي رسېدلی چې شيخ ابوبطين ورته اشاره کړې ده، لږ وړاندې مو ذکر کړل چې که په طهارت يا بيع يا نورو ابوابو کې ورڅخه وپوښتل شي، نو د خپل عقل او مجرد فهم له مخې بيخي ځواب نه ورکوي ترڅو يې مسئله کې د علماو اقوال نه وي کتلي، نو د دين په عظيم ترينه مسئله کې چې ښکاره خطرات لري، څنګه به وکولی شي چې د عقلي استحسان او مجرد فهم له مخې په کې جرأت کوي؟ ( منهاج أهل الحق والاتباع: ۸۰ د ابن سحمان ليکنه)
الله پاک د ورکړي غښتلي علم او ځېرکتيا، حق ته په صدق او ژمنتيا باوجود د اهل السنت والجماعت علماء په دې باب کې تر هر چا ځان ډېر ساتي او پوره تثبت کوي.
ابن تيميه رَحِمَهُ اللهُ وايي: زما د مجلس خلک په دې ډېر ښه پوهيږي چې ترهر چا زه د معين تکفیر او تفسيق څخه ډېره منعه کوم، مګر دا چې شرعي حجت پرې قائم شوی وي او دا يې مخالف وي، خو دغه مخالفت کله کفر، کله فسق او کله عام معصيت وي، او دا زما پخه عقيده ده چې الله پاک دې امت ته خطاګانې بښلي دي، دغه بښنه ټولو خبري قولي او عملي مسايلو ته شمول لري. ( مجموع فتاوی ابن تيميه : ۳ / ۲۲۹).
ابن تيميه رَحِمَهُ اللهُ بيا وايي: هيڅ مسلمان نه شي کولی چې بل مسلمان د هغه په خطا تکفير کړي، ترڅو پرې قيام حجت نه وی شوی، د چا اسلام او دينيت چې په يقين ثبوت شوی وي هيڅکله په شکونو نه زايله کيږي، هله ترې دين زايله کيږي چې د حجت قيام پرې وشي او شبهات يې هم ازاله شي. (مجموع فتاوی ابن تيميه: ۱۲/ ۴۶۶).